زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

3/24/24

موسی علیه السلام او فرعون

✴️ موسی علیه السلام او فرعون
دهدایت لاره 
ډیری پدې اند دي چې موسی علیه السلام فرعون ته ددی دپاره استول شوی وو تر څو په الله ایمان راوړلو ته یې دعوت کړي، اما خبره داسې نه وه.
فرعون د خپل واک په نشه کې ځانته دا حق ورکړ تر څو یوه ډله خلک وځپي او له هغوی څخه د هغوی د اساسي حقوقو غصبولو ترڅنګ پر هغو نور رنګارنګ ظلمونه وکړي.
خو څښتن تعالی د دغو خلکو د خلاصون په موخه موسی علیه السلام ته وحیی وکړه چې : فرعون ته ، ته او ستا ورور، دواړه ورشئ، او په نرمه خبره یې پوه کړئ چې نور ظلم ته دی د پای ټکۍ کیږده، مونږ د څښتن تعالی له اړخه تا ته استول شوي یو، تر څو مونږ ته بنی اسرائیل راتسلیم کړی، مونږ ستا له ځمکې وځو. او سلامتیا د همغو په نصیب کې کیږي چې د هدایت لاره تعقیبوي ( پدې قصې کې ، که فرعون بدون له چون او چرا بني اسرائیل پریښې وای نو هیڅ ضرر به هم ورته نه وو رسیدلی او خپله پادشاهي ته به یې ادامه ورکړې وای) .
خو فرعون د واک د نشې تر تاثیر لاندی پدې عقیده شوی وو چې دا خلک زما د ملکیت برخه دي او زه پوره حق لرم چې هر څه وغواړم په دوی یې کولای شم. او همدغه فکر د فرعون د هلاکت لامل وګرځیده.
↩️د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې، دولتداري د ټولنې د افرادو ترمنځ یو ټولنیز تفاهم او قراداد دی چې د ګډې مشورې له مخې رامنځته کیږي او د افرادو دنیوي او د آخرت مصلحتونه پکې ساتل کیږي.
دکتاتوري او د ټولنې د بعضو افرادو له خوا واک غصب کول او د افرادو حقوق پایماله کول، د فرعون په نقش قدم تګ دی، چې ددی تګلارې پلویان به د الله تعالی له سخت حساب سره مخ شي.


No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ