پهٔ روژه کې مـ ـذهبي لانجو ته د پای ټکی کیږدئ! د تراویحو د لمونځ په یوه ډیر لنډ مثال کې درته روآیت، او مذهب واضحه کول غواړم!
— د احنافو، أو دیوبندیانو لهٔ ډلې څخه؛ لکه مفتي محمد ندیم دیوبندی وایې:
د حنفي فقه مطابق شل رکعته تراویح ثابتې دي، باید په روژه کې شل رکعته وشي، او په دې باندې د ټول حنفي مذهب د تاکید اجماع ده، باید پرېنښودل شي، او دغه مبارک سنت بايد صرف په روژه کې وشي.
— د وهابیانو، سلفیانو لهٔ ډلې څخه؛ لکه د وهابیانو مشهور ملا شیخ صېب ابو حسان سواتې وایې:
زمونږ د اسلافو په فکري کتابونو کې تروایح د ثابتو صحیحو روآیتونو په رڼا کې اته رکعته دي، سنت دي، او بايد د نبي کريم (ﷺ) په طريقه همدغه اته رکعته وشي.
— پهٔ ښکاره بې طرفه، خو پهٔ پټه يې څښتن تعالی ﷻ خبر؛ مډرنه اخـ ـ وندان؛ لکه مفتي منیر شاکر وایې:
د تروایح په نوم کوم لمونځ په اسلام کې نشته، څښتن تعالی ﷻ په قرآنکريم کې د نفل یا د نوافلو په نوم عبادت یاد کړی دی؛ چې باید یو مومن یې د روژې په هره شپه کې وکړي، دا د هر مؤمن خوښه ده چې دوه رکعته کوي، څلور کوي، اته کوی، شل کوي، او آن په اسلامي تاریخ کې تر څلویښتو، او پنځه څلویښتو پورې ثابت دي چې صالحینو کړي دي.
— د یوېشتمې پیړۍ ګناهګار پیر #پیربندهفقیر وایې:
پیغمبر (ﷺ) یوه شپه په جمعه باندې تراویح وکړې، نو په دویمه شپه خلک ډير شو، په درېمه شپه خلک لا د تراویحو په جمعه کې ډیر شوو، نو نبي کریم (ﷺ) خلکو ته يانې خپلو ملګرو (صحابه کرامو) ته وویل (خَشِيتُ أن تُفرَضَ عليكم) په دې ویریږم چې پخپله یې پر ځان فرض نه کړئ. تردې وروسته د هغه (ﷺ) ترمرګه چا په اسلامي تاریخ کې بیا په جمعه د تراویح لمونځ نه دي کړي. تاریخي کتابونه وایې چې دا بدعت (یانې په دین کې نوې کار) حضرت عمر ؓ مینځ ته راوړو، وروسره یې دا هم وویل (نِعْمَ البِدْعَةُ هَذِهِ) ښه بدعت دی دا د تروایحو لمونځ.
زما ښايسته کلیوالو ورڼو! تراويح د څښتن تعالی ﷻ له اړخه فرض نه دي. ولې فرض نهٔ دي؟ دا ځکه چې تروايح د الهي فرایضو په لیست کې نشته دی، او نبي کریم (ﷺ) له خپل ځان څخه پهٔ دین کې څه شی فرض کولی نه شي. او تراويح په جمعه سره سنت هم نه دي، ځکه صحيح سنت نه دي؛ چې رسول اکرم (ﷺ) یې په مسجد کې د جمعې کولو طریقه، او ډول له دې ویرې لمنځه یوړ چې په کوم جنجال کې چې نن پښتانه نښتي دي؛ چې بل څوک په کې وننښلي، یانې خپل جوړ سنت یې زمونږ لپاره بیرته ړنګ کړل؛ چې څوک يې فرض يا کوم دايمي سنت ونګڼي.
تراویح پهٔ اصل کې هغه د قیام اللیل یا د نوافلو هغه لمونځونه دي چې څښتن تعالی ﷻ ورته پهٔ مختلفو ایتونو کې اشاره کړی ده مثلا: (وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ...)، یا دا ایت (قُمِ اللَّيْلَ إِلا قَلِيلا...) نوافل په نیمه شپه کې د یوه بنده د خپل څښتن تعالی ﷻ سره پټه اړیکه ده، یو سکون دی، او په اوښکو سره هماغه لوي ذات ته د زړه سپکول دي.
نو فلهذا د روژې مبارکه میاشت را روانه ده، تاسو ټول د خدای تعالی ﷻ خاطر وکړئ، پهٔ دین کې نوافل د نوافلو مرتبه لري، یانې که چا وکړل، د هغهٔ اجر د څښتن تعالی ﷻ سره دی، خو که چا ونه کړل، پهٔ ده باندې کوم حرج نشته. أو ورسره خپل دین لهٔ مفتیانو، ملایانو، اخـ ـ وندانو، د فقهو، او روآیتونو وغیره څخه مه اخلئ؛ ځکه دا ټول انساني فکرونه دي، أو انسان تل نیمګړی وي، بلکې تاسو خپل دین یوازې له قرآنکريم کریم څخه واخلئ. د قرآنکريم په دین کې د ټولنې هر فرد، أو هر یو انسان ازاد دی. دی به هغه کوي چې دده زړه یې د خپل خالق لپاره کول غواړي، خو د روآیتونو، او فقهو په مذهب کې منونکی شخص به هغه څه کوې چې کوم یوه مړ شخص کړي وي، او د یوه مړ انسان وینا پرې موجوده وي. خو لازمه نه ده چې ددغه مړي خبره دې حق وي، مګر څښتن تعالی ﷻ تل تر تله حق دی، کتاب یې حق دی، لهٔ دې وروسته د مړو شوو خلکو په اختلافي خبرو چې ژوندي يې تاسو ته بیانوي نوره د پښتنو ټولنه د تراویحو پهٔ نوم سره مه تقسیموئ.
اوس په اسلام کې د فردي ازادۍ مانا یانې څه؟
مانا يې دا که یو څوک شل رکعته کوي، او ته ورته وایې چې نه اته رکعته به کوې؛ نو دا لهٔ خپل حد څخه تیری هم دی، او د یوه بل مسلمان په عبادت کې مداخله کول هم دي، أو د تیرې کولو دا حق څښتن تعالی ﷻ هېڅ بنده ته نهٔ دی ورکړي، حتیٰ خپل جناب پیغمبر ؐ ته یې هم د تېري کولو حق نهٔ دی ورکړي. ایتونه خو ډیر دي، خو دې ایتونو ته ورسره متوجه شئ، کیدای چې پهٔ نیمه مو سر خلاص شي:
— كَلَّآ إِنَّهَا تَذْكِرَةٌۭ: بېشكه دا (دین) یو پند (او نصیحت) دى.
— لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ: ته په دوى باندې (ای پیغمبره څارندوې) مسلط كړى شوى نه يې.
— قُل لَّسْتُ عَلَيْكُم بِوَكِيلٍۢ: ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره: زه پر تاسو باندې نګهبان (څارندوې) نه یم.
— وَمَآ أَنَا۠ عَلَيْكُم بِحَفِيظٍۢ: او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم.
— إِنَّكَ لَا تَهْدِى مَنْ أَحْبَبْتَ وَلَـٰكِنَّ ٱللَّهَ يَهْدِى مَن يَشَآءُ ۚ وَهُوَ أَعْلَمُ بِٱلْمُهْتَدِينَ: بېشكه ته هدایت نشې كولى هغه چا ته چې ته يې خوښوې، او لېكن الله هدایت وركوي چا ته چې وغواړي او هغه ښه عالم دى په هدایت موندونكو باندې.
همداسې که د شلو رکعت کونکي د اته رکعته کونکو په چارو کې مداخله کوي؛ دوئ هم لهٔ خپله حده تېری کوی، بل طرف ته که دا شل، او اته رکعته کونکي په شريکه سره یو څوک په دې رټي، بد پرې وايې چې ولې ته تراویح په مسجد کې نه کوی، نو دوئ هم لهٔ خپل حد څخه تېری کوي.
پهٔ اصل کې خبره داده چې دا زمونږ د هرې شپې درې رکعته د وترو لمونځ همدغه تراویح یا هغه نفل دي چې څښتن تعالی ﷻ ویلي دي، او رسول اکرم (ﷺ) کړي دي، دا د نوافلو، قيام الليل، یا، تراویحو لمونځ د ماخستن د لمانځه پسې هم کیږي، په نیمه شپه کې هم کیږي، د شپې په اخر کې هم کیږی. أو دغه لمونځ یو، وو يو رکعت هم کیږي، درې هم، پنځه هم، دوه دوه هم چې آن دغه دوه دوه ترڅلویښتو هم اوړي.
مګر متاسفانه چې کله هم روژه راشي، نو د روژی د فضایلو، او د قرآنکريم د پوهې پرځای شیطانان مونږ دغسې جاهلانه مذهبي بحثونو، أو خبرو ته ورټیل وهي، او ټوله مبارکه میاشت مو هر کال په دغسې مذهبي لانجو تیره شي. نو اوس شاید پوهه شوي یاست چې ددې بحثونو مطلب څه وي، او ګټه یې چاته رسیږي، او د چا قام ، او ټولنه پرې په ډلو، مذهبونو، او ټپلو سره تقسیمیږي؟
منئ یې، او که نهٔ! خو د پښتنو په ټولنه کې همدغه بې اتفاقۍ، اختلاف، او جنګ جوړونې ته هغه مذهب وایې چې پیروان یې د دین اصلي ماهیت پریښودی وي، او د مړو شوو خلکو له خبرو يې د څښتن تعالی ﷻ خبرې جوړې کړي وي، او د ټولنې د یوه انسان فردي ازادي پرې صلب کوي.
که ستاسو پر ځای زه پهٔ کلي کې وای، نو هره ورځ به مې د روژه ماتې وروسته د ښايسته روژه ماتې د کولو او ټوله ورځ د روژه ماتې د تيارولو په خاطر د خپلې مور، خور، ورېندار او یا د میرمنې څخه ډیره مننه کوله، هسې نه چې دغه مېرمنې فکر وکړي چې کوم غوايي یا سنډا ته يې کونژاړه او بوس تیار کړي وو؛ چې وېخوړل خو مننه یا قدرداني ترېنه هېره وه. ورسره به مې یوه ورځ د شنو لنګوټو پهٔ جومات کې ها هو سره تروایح کولی، بله ورځ به مې د وهابیانو سره اته رکعته تروایح کولې، بله ورځ به مې د احنافو سره شل رکعته تروایح کولی، یوه ورځ به مې پهٔ کور د ټول فامیل سره د تراویح لمونځ پهٔ جمه کړی وو، کله به مې ځانته د تراویحو لمونځ کولو؛ چې ددغې مبارکې میاشتې څخه مې پوره ګټه پورته کړې وای، أو هر چېرې مې د یوالي لپاره خپل پیغام رسولای وای، أو د څښتن تعالی ﷻ هغهٔ امر مې تطبیق کړی وای چې فرمايي: — قُلْ كُلٌّۭ يَعْمَلُ عَلَىٰ شَاكِلَتِهِۦ فَرَبُّكُمْ أَعْلَمُ بِمَنْ هُوَ أَهْدَىٰ سَبِيلًۭا: ته ووایه دوئ ته ای پیغمبره: هر كس پر خپلې مناسبحالې طریقې عمل كوي، نو ستا رب ښه عالم دى پر هغه چا چې هغه د لارې په لحاظ ښه هدایت والا دى.
خلاصه! لهٔ خپل حد څخه مه اوړئ، د چا پهٔ شخصي حریم تېری مه کوئ، هسې نهٔ چې (خدای مه کړه) پهٔ فاسقانو کې حساب شئ. (....وَرَهْبَانِيَّةً ٱبْتَدَعُوهَا مَا كَتَبْنَـٰهَا عَلَيْهِمْ إِلَّا ٱبْتِغَآءَ رِضْوَٰنِ ٱللَّهِ فَمَا رَعَوْهَا حَقَّ رِعَايَتِهَا ۖ فَـَٔاتَيْنَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ مِنْهُمْ أَجْرَهُمْ ۖ وَكَثِيرٌۭ مِّنْهُمْ فَـٰسِقُونَ). ... او رهبانیت چې دغه دوى له ځانه ایجاد كړى و، مونږ په دوى باندې لازم كړى نه و لېكن (دوى غوره كړى و) د الله د رضامندۍ لټولو لپاره، نو دوى د هغه (رهبانیت) رعایت ونه كړ، حق رعایت، نو په دوى كې هغو كسانو ته چې ایمان يې راوړى و؛ مونږ د دوى اجر وركړ او په دوى كې ډېر زیات فاسقان وو.
وَمَا عَلَيْنَآ الَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو (ځکه هغه څه چې ما لوستلي دي، داسې وو، خو تاسو هم ددغه حق لارې د پیدا کولو په منظور یوازې پخپلې څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤولیت د خپل ځان، أو د خپلې ټولنې لپاره ادا کړئ).
ستاسو د تراويحو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر

No comments :
Post a Comment