زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

1/08/24

د محمد الغزالي رحمه الله په عقیدة المسلم کتاب کې مهم ټکی!

محمد الغزالي رحمه الله په عقیدة المسلم کتاب کې ډیرې مهمې ټکي ته اشاره کړې:
↩️[سُوۡرَةُ الواقِعَة : 64_65]
دغه كښتونه تاسي را زرغونوئ او كه د هغو زرغونوونكي موږ يوو؟ كه موږ وغواړو نو دغه كښتونه به بوس وګرځوو او تاسي به د تعجب او حيرانتیا په حالت کې پاتې شئ↪️
دهقان کله چې پر ځمکه دانې شیندي او اوبه ورته ورکوي، بیا الله تعالی هغو دانو ته وده ورکوي او تر ثمر یې رسوي، دلته که تاسي دغه شخص ته د کښتګر نوم ورکړی نو درسته ده ځکه چې د دانو د کښت اسباب یې وکارول، او الله تعالی ته هم د کښتګر نوم ورکولی شئ ځکه چې پخپل قدرت کښت ته یی وده ورکړه او په ثمر یې ورسوله.
همداسي انسان په خپلو هڅو کي د کښتګر مثال لري، که وغواړي نو ښه کرلی شي او د الله تعالی قدرت هغه ته وده او په ثمر یې رسوي او همداسي که شر وکري نو ښه ازغي به ورته لوی شي.
ډیري خلک د ( يضل من يشاء و يهدي من يشاء ) له آیت نه غلط برداشت اخلي او د خپل ګمراهي پړه په الله تعالی اچوي،‌ وایي چې الله تعالی ما ته ګمراهي غوره کړې!
خو هغو ایتونو ته رجوع نکوي چې پکې الله تعالی خپله اراده د انسان د ارادې سره تړي او وایي چې هله خپل بنده ته هدایت او ګمراهي غوره کوي کله چي بنده اول خپله لاره مالومه کړي چې دغه لاره زه ځانته غوره کوم هو به هو لکه د دوو کښتګرو غوندې چې په یوه وخت کي یو ګل کري او بل ازغي،‌ ګلان هم وده کوي او ازغي هم، دلته د شکایت او ملامتیا هیڅ مجال نه پاتې کیږي!
"وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ (22) [ترجمه: او مونږ قرآن د ذکر او لوستلو دپاره آسانه کړي، آیا څوک شته چي ترینه څه زده کړي او عبرت واخلي!] سورت القمر، آیت ۲۲"
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ