د قرآن پیرۍ <vs> د روايتونو پیرۍ
په قرآن کریم کې چې کوم پیریان یاد شوي هغوی د افغانستان د جمهوریت په سقوط کې غټ رول ولوباوه ، او لا تر اوسه څوک خبر ندي چې دا څوک ول او څنګه وتوانیدل، څنګه د ګوتو په شمیر ورځو کې جمهوریت یې له ستوني رانیولی په دا ځمکه راوغورځاوه او حتی ریس جمهور یې تر اوسه لا ندی پوه شوی چې دا څه وشول ؟!
دغو د ګوتو په شمیر پیریانو +٤٠ ملیونه ولس کنټرول کړی وو.
د روایتونو پیریان څوک یې په دښتو او غرونو کې د شغالانو څخه پټ ګرځي، بعضې یې په کلو کې د ماشومانو او میرمنو په ویرولو کې بوخت دي او بعضې نور یې د ملایانو سره د ختم شوي مربا مرتبان کې بندیان دي او د ملا په زور د خلکو تعویذونه راباسي .
د قرآن پیریان قوي او ځیرک مخلوق دي چې روزمره د انسانانو په چارو کې دخیل دي او انسانان یې ترخپل واک لاندې راوستلي ، ددغو پیریانو ترلاس لاندی انسانانو شمیر ډیر زیات دي او تل په سختو کې پیریانو ته پناه وروړي او دوی د پیریانو د هر امر اطاعت کوي ، او د خدايي مرتبې ته یې رسولي.
د روایتونو پیریان بیا په افغانستان کې داسې کلۍ به نه وي چې په هغه کې یو څو ملایانو له غوږو رانیولي نه وي او پدومره زور درلودلو سره سره دغه پیریان له انسان څخه ویریږي او هر امر یې مني . هغه کوم یې چې ډیر بیکاره شي بیا په نورو انسانانو کې ننوځي او لکه چې ایپل مک بوک کمپیوټر کی د اکس پي وینډوز واچوی او کمپیوټر پری اداره کړی ، او مجبورا یو سافټ ویر متخصص ته یی یوسی چې بیرته د کمپني سیټینګ ته یې برابر کړي.
دا مقدمه وه تر څو د قرآن آیتونو ته مو لیوالتیا زیاته شي او د آیتونو په پوهیدو خپل ځان او خپل ټولنه د هغو ورانکارو له دسیسو څخه وساتئ چې ستاسی د دنیا ژوند پر بل مخ کوي او له ستونزو یې ډکوي ، ستاسی په ځانونو او کورونو ، فامیل او ژوند کې ستاسی شریکان دي او له تاسو سوی استفاده کوي بغیر له دی چې د دوی شتون تاسو احساس کړئ ، دوی تر څنګ ستاسی د آخرت په خرابولو کې هم ستر رول لوبوي.
#کلیم
Posted by: Omaid
No comments :
Post a Comment