زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/16/23

مؤنږ ؤلې خپلې بدبختې ته د زهد او تقوا نوم ورکړی؟

"وروره ! تا خو خپلې بدبختي ته د زهد او تقوا نوم ورکړی."
❇️ #بدبختي : #لوږه - #لغړتوب - #تنده  - #بې_کوره

🔰په کوم جنت کې چې ادم علیه السلام ژوند کاوه هلته څښتن تعالی ورته خبرداری ورکړی وه چې : پام کوه زما د امر نافرماني ونکړې چې بدبخته به شې، او د بدبختي تعریف یې ورته د هغه ضد اړخ په ورښولو وکړ. 

اې ادمه ! ته به دلته نه وږی کیږې ، نه لغړ کیږې ، نه تږی کیږې او نه هم به د څاښت د لمر وړانګې تا په تکلیفوي ( مطلب ته به پکې بې سر پناه کیږې نه) . 

دا د بدبختي نړی ته د ننوتلو سرحدونه دي، چې قرآن کریم ورته اشاره کړې ، دا چې پدې نړۍ کې د ننوتلو وروسته د نورو څومره ناخوالو سره مخ کیږو هغه هر افغان لوستونکی تصور کولای شي ، ځکه چې د ژوند لویه برخه مو په همدې نړۍ کې تیر کړی. 

اوس چې قرآن تاسې ته یو څه د بدبختۍ حد ادنی تصور درکړ، راځئ چې وګورو دا د چا په برخه كې خدای لیکلئ: 

[سُوۡرَةُ طٰه : 2]
مَآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْءَانَ لِتَشْقٰىٓ
موږ دا قُرآن پر تا باندي ددې لپاره ندى نازل کړی چي ته بدبخته شې.

[سُوۡرَةُ طٰه : 123]
قَالَ اهْبِطَا مِنْهَا جَمِيعًۢا ۖ بَعْضُكُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ ۖ فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُم مِّنِّى هُدًى فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَاىَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقٰى

او ویې فرمايل: "تاسي دواړه له دې ځايګاه څخه ښکته شئ. تاسي به يو د بل دښمنان ياست. اوس كه زما له لوري تاسي ته كوم هدايت ورسیږي، نو څوك چي د هغه هدايت پيروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بد بختۍ کښي اخته شي. 

(په یاد ساتئ❗️ چې بدبختي د دواړه <دنیا او اخرت> دی ، چونکې مونږ په دنیا ژوند کوه نو اړین دی چې د ترمخه ژوند له بدبختیانو سره بلد شو او ځان ترینه وژغورو). 

د الله جل جلاله د کلام په اساس دا څرګنده شوه چې قرآن زمونږ د بدبختي راز نشي کیدلی او په هیڅ وجه مونږ پر دین پړه اچولای نشو . نو سوال دا دی چې ایا قرآن مو یواځې له بدبختي ژغوري او که بله وعده یې هم کړی ده؟ 
راځئ چې دا وعدې ولولو : 

[سُوۡرَةُ نُوح : 10-11-12]
فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُۥ كَانَ غَفَّارًا ❇️ 
يُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا❇️ 
وَيُمْدِدْكُم بِأَمْوٰلٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَل لَّكُمْ جَنّٰتٍ وَيَجْعَل لَّكُمْ أَنْهٰرًا

ما وويل: له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بېشكه چي هغه خورا ډېر بښونكي دی [11] هغه به پر تاسي له اسمانه ښه اورښتونه وکړي [12] تاسي ته به مالونه او اولادونه درپه برخه کړي، ستاسي لپاره به باغونه پيدا کړي او ستاسي لپاره به ویالې وبهوي.

[سُوۡرَةُ هُود : 52]
وَيٰقَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَآءَ عَلَيْكُم مِّدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلٰى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ

او اې زما قومه! له خپل رب څخه بښنه وغواړئ، بيا د هغه لوري ته وګرځئ. هغه به پر تاسي باندي د اسمان ورخونه پرانيزي، په شيبو باران به و اوروي او ستاسي پر اوسني قوت سربېره به نور قوت در زيات کړي. د مجرمانو په څېر مخ مه اړوئ."

[سُوۡرَةُ هُود : 3]
وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوٓا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُم مَّتٰعًا حَسَنًا إِلٰىٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِى فَضْلٍ فَضْلَهُۥ ۖ وَإِن تَوَلَّوْا فَإِنِّىٓ أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ

او دا چي كه تاسي له خپل پروردګار څخه بښنه وغواړئ او د هغه لوري ته را وګرځئ، نو هغه به تر يوې ټاكلي مودې پوري تاسي ته د ژوند ښه وسايل درکړي؛ او هر د فضل خاوند ته به د هغه فضل ورکړي. خو كه تاسي مخ واړوئ، نو زه ستاسي په باب د يوې لویي هيبتناکي ورځي له عذاب څخه وېرېږم.

ددغو آیتونو په لوستلو باید دومره اندازه درته لګیدلي وي چې دنیا د مسلمان بندیخانه یا دوزخ ندی دا دوزخ د هغو دپاره دی چې د الله تعالی په نافرماني کې ژوند تیروي. اوس خپل ژوند ته یو نظر وکړه او له ځان څخه پوښتنه وکړه چې : زه نیک بخته یم او که بدبخته یم ؟ بیا د ژوند په هر اړخ کې فکر او پلټنه وکړه ، دومره یاد ساته چې هغه نومونه تا غوره کړي او په ځان دې ایښي هغه ځای نه نیسي او ددی نړۍ مالک او حاکم او واکدار خپلې تلې لري ، دی نړۍ ته یې قوانین او اصول ایښي نو د دنیا اصول په مراعتولو سره یواځې دنیا ترلاسه کوئ او د آخرت د اصولو په مراعتولو سره یواځې آخرت ترلاسه کولای شئ . 

هوښیار هغه دی چې دواړه وغواړي : 

[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 201]
وَمِنْهُم مَّن يَقُولُ رَبَّنَآ ءَاتِنَا فِى الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِى الْءَاخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ

او څوك وايي اې زموږ ربه! موږ ته هم د دنيا او هم د اخرت ښېګڼي را په برخه کړه او موږ د اور له عذابه وساته؛

#کلیم
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ