که ګناه وه، نو ځه! زما په غاړه شو ❗️
[سُوۡرَةُ العَنکبوت : 12]
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ ءَامَنُوا اتَّبِعُوا سَبِيلَنَا وَلْنَحْمِلْ خَطٰيٰكُمْ وَمَا هُم بِحٰمِلِينَ مِنْ خَطٰيٰهُم مِّن شَىْءٍ ۖ إِنَّهُمْ لَكٰذِبُونَ
او هغو چې [ د الله فرمانونه نمني او ترینه مخ اړوي او نکار کوي] مؤمنانو ته وویل چې تاسي زموږ د کړنلاري پيروي وکړئ او ستاسي خطاوي به موږ پر ځان واخلو. پداسي حال کښي چي د هغو له خطاؤ څخه هيڅ شى هم هغوى پر ځان اخيستونكي نه دي. هغوى (بیشکه) درواغجن دي.
" هیڅوک د هیچا د ګناه پیټۍ په غاړه نه اخلي او نه هم د هغې ورځې د محکمې قانون ددې اجازه ورکوي چې څوک دی د بل مسولیت پخپلې غاړې واخلي ، دنیا ته یواځې ځان راغلی یې او یواځې ځان به ترینه بیرته ځې او یواځې ځان به بیا راژوندی کیږې تر څو د خپل د ژوندانه د فیصلو ځوابونه ورکړې ، دا چې ته پخپلې خوښې د خپل آخرت چارې بل ته سپارې او د درواغجنو په دام کې غورځې، هغوی ستا په خوښه ستا په غاړه رسۍ اچوي او له تا څخه خپلو موخو ته د رسیدو دپاره ګټه اخلي، دا په هیڅ وجهه ستا مسولیت نه رفع کوي او ددې بې غوري او سهل انګاري باندې به ډیر زیات پښیمانه شې . "
#کلیم
Posted by: Omaid
No comments :
Post a Comment