اوږدې پایڅې ملامتې دي ❗️
کبر ستا د لباس هغه اضافي برخه نده چې درپسې زړیږي ، نه هم د پرتوګ د پايڅو لاندنی برخه ده چې ستا بوټان یې پټ کړي ، او نه هم ستا هغه ښایسته پټو دی چې ستا ظاهري ښایست او ښکلا کې رونق زیاتوي ، هیڅکله هم نه .
کبر هغه خبیثه او شیطاني تخم دی چې ستا په زړه کې ځانته د ودې دپاره ځای پیدا کوي او د وخت په تیریدو ریښې کوي او ستا د بدن هر غړۍ تر خپل کنټرول لاندې راولي، او تا ته ځان په نورو بهتره ښکاري، او دغه برتري ستا د هر غړي په حرکت کې ښکاري، د نمونې په توګه :
په لین کې دریدل درته توهین ښکاري ، ته باید له ټولو مخکې شې؛
په مجلس کې پورته ځای باید ستا په برخه وي؛
په مجلس کې باید یواځې ستا خبرو ته غوږ ونیول شي؛
په میلمستیا کې باید له هر چا ترمخه تاته خوراک کیښودل شي؛
په ملګرو کې هره موضوع باید په تا راوڅرښیږي؛
په کلي او کور کې باید له تا څخه اول مشوره واخستل شي ؛
ته نایابه مخلوق یې ، هر څه باید ستا په خوښه وي ؛
د کبر خبیث تخم د کلونو په تیریدو سره خلک یې د بیچاره اوږدو پایڅو پسې کړل، اوږدې پایڅې تل ملامتې شوې او کبر خپل واک وغځاوه تر دې چې په هر کور ، هره کوڅه ، هر ښار کې لیدل کیږي اما ډیری یې په پیژندلو کې پاتې راځي .
#کلیم
Posted by: Hamza
No comments :
Post a Comment