لطفاً هر څه مه خپروئ ❗️
↩️ټولنیز مصلحتونه مراعت کړئ↪️
لاندنی آیت یو له هغو آیتونو څخه دی چې د مسلمانې ټولنې افراد هڅوي تر څو د ټولنې ګډ مصلحتونه مراعت کړي ، او په ټولنې کې د بې ځایه ګنګوسو او شایعاتو یا هم د داسې خبرو نشرولو څخه ډډه وکړي کوم چې ددغې ټولنې دنیوي مصلحتونو ته ضربه واردوي، او یا هم د ټولنې افرادو ترمنځ د ویرې، او یا هم تشویش ایجادولو باعث ګرځي.
مسلمانې ټولنې کې ولی الامر د مصلحتونو ساتونکی دی او دا دنده لري تر څو ټولنه د هغو خبرونو او شایعاتو څخه وژغوري چې د هغوی په ژوند کې د ناارامي او تشویش لامل ګرځي. په مقابل کې د ټولنې افراد هم هڅول شوي چې د هر خبر ( مثبت یا منفي) په اوریدو سره هغه د ولي الامر سره شریک کړي او له دی هخوا ددی اجازه نلري چې هر څه په ټولنه کې نشر کړي. څښتن تعالی د دغسې کار ترسره کونکو ته د شیطان پیروي کونکی صفت ورکړی.
✴️[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 83]
↩️دوى چي كله كوم د ډاډ يا وېري خبر اوري، هغه خپروي؛ په داسي حال کښي چي كه دوى هغه (خبر) پېغمبر او د خپلې ډلې مسئولو كسانو ته ورسوي، نو پر هغه به داسي ډول خلك وپوهیږي چي د دوى په منځ کښي د دې خبري صلاحیت لري چي له هغې څخه سمه نتيجه واخيستلى شي. كه پر تاسي د الله مهرباني او رحمت نه واى، نو له څو تنو پرته به نور ټول په شيطان پسي خوځېدلي واست.↪️
#کلیم
Posted by: Omaid
No comments :
Post a Comment