زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/23/23

آیا مرضونه او ازمایښتونه د مسلمان ګناهونه مینځي؟

آیا مرضونه او ازمایښتونه د مسلمان ګناهونه مینځي ❗️
◀️د ازمایښت دوه ډولونه▶️

یوه راته میسج وکړ چې قرآن کریم کې چیرته یاد شوي چې مرضونه او په عامه توګه مصیبتونه او د ژوند ازمایښتونه الله پاک پخپل ګرانو او هغه ته نږدی بنده ګانو باندې راوړي او دا ازمایښتونه- مصیبتونه-مرضونه څښتن تعالی ته د نږدی والی باندی دلالت کوي ⁉️

[سُوۡرَةُ الفَجر : 15]

↩️فَأَمَّا الْإِنسٰنُ إِذَا مَا ابْتَلٰىهُ رَبُّهُۥ فَأَكْرَمَهُۥ وَنَعَّمَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَكْرَمَنِ↪️
✳️خو د انسان حال دا دی چي د هغه رب يې كله په ازمېښت کښي واچوي او هغه ته عزت او نعمت ورکړي، نو وايي: "زما رب زه د عزت خاوند کړم."

[سُوۡرَةُ الفَجر : 16]

↩️وَأَمَّآ إِذَا مَا ابْتَلٰىهُ فَقَدَرَ عَلَيْهِ رِزْقَهُۥ فَيَقُولُ رَبِّىٓ أَهٰنَنِ↪️
✳️او كله چي هغه په ازمېښت کښي واچوي او روزي يې پر تنګه کړي، نو هغه وايي: "زما رب زه ذليل کړم."

پورته دوو آیتونو کې الله تعالی د انسان خاصیتونه بیان کړل چې د نعمتونو دروازه چې پرې خلاصه شي نو دا خبره داسې تلقي کوي چې ګڼې په خدای ګران شوم ، او برعکسه که ورځ پرې تنګه کړي نو ګمان کوي چې څښتن تعالی پرې غصه شوی او ترینه بیزاره شوی ځکه یې ځوروی ، حال دا چې څښتن تعالی دا دواړه د ازمایښتونو دوه جلا جلا ډولونو په حیث بیان کړي او دا نه د ګرانښت او نه هم د نه ګرانښت نښې دي بلکې د مسلمان اساسي موخه او هدف دا وي چې څرنګه ددغو ازمایښتونو څخه کامیابه راووځي . 

پاتې شوه د ګرانښت مسله ، په قرآن کریم کې د یهودو او نصاری په ژبه څښتن تعالی نقل قول کړی چې دوی دا دعوا کوله چې مونږ پر الله ګران یاستو،  خو په ځواب کې څښتن تعالی ورته فرمايي : که واقعا تاسې زما دوستان یاست نو بیا زه ولې تاسې ته دتاسې د ګناهونو په بدلې کې سزا درکوم ؟! تاسې زما د بنده ګانو یوه برخه یاست . 

[سُوۡرَةُ المَائدة : 18]

↩️وَقَالَتِ الْيَهُودُ وَالنَّصٰرٰى نَحْنُ أَبْنٰٓؤُا اللَّهِ وَأَحِبّٰٓؤُهُۥ ۚ قُلْ فَلِمَ يُعَذِّبُكُم بِذُنُوبِكُم ۖ بَلْ أَنتُم بَشَرٌ مِّمَّنْ خَلَقَ ۚ يَغْفِرُ لِمَن يَشَآءُ وَيُعَذِّبُ مَن يَشَآءُ ۚ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ↪️

✳️يهوديان او نصارا وايي چي موږ د الله ځامن او د هغه ډېر ګران دوستان يوو. د هغو څخه پوښتنه وکړه: نو هغه ستاسي په ګناهونو تاسي ته سزا ولي دركوي؟ - په حقيقت کښي تاسي هم هماغسي انسانان ياست لكه چي نور انسانان خداى پيدا کړيدي. هغه چي چا ته وغواړي بښنه كوي او چا ته یې چي خوښه شي سزا وركوي. اسمانونه او ځمکه او د هغو تر منځ ټول موجودات د الله ملكيت دى. او د هماغه لوري ته د ټولو ورتګ دى.

✴️#خلاصه : تر څو چې دنیا کې ژوند وي ، هیڅ بنده دا دعوا کولای نشي چې څښتن تعالی ته نږدی یا پر هغه ګران دی ، او څښتن تعالی دا خبره په بشپړه توګه رد کړی ، هر انسان خپل ژوند کې د بیلابیلو ازمایښتونو سره مخامخ کیږي او د قیامت په ورځ د هغه ټولټال ښه أعمال أو بد أعمال وزن کیږي او هلته به فیصله کیږي چې چا د هغه جل جلاله رضایت ترلاسه کړ او له چا یې نارضایت وښوده. او هر څوک چې دا دعوا کوي چې پر الله تعالی ګران دی نو هغه د یهودو او نصاری تګلاره خپله کړې هغه دې د څښتن تعالی له خوا وړاندی شوی سوال ځواب کړي : ایا بې حسابه جنت ته ځې؟ ایا که ګناهونه یې کړي وي نو څښتن تعالی به ورته ګذشت کوي او له نورو خاصه معامله به ورسره وکړي؟ 

#کلیم
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ