زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/23/23

کله به راځي ‼️

کله به راځي ‼️

↩️او هغه -جل جلاله- دى چې د شپې تاسی وفات کوي 👈او پوهیږي چې د ورځې مو څه کړي👉 بيا تاسې بیرته راپاڅوي تر څو خپل نومول شوی وخت تیر کړئ بیا همغه -جل جلاله - ته ستاسې ورتګ دی او تاسې به د هغو څه په اړه خبر کړي چې تاسې کول . ↪️

✳️[سُوۡرَةُ النّحل : 61]
وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِظُلْمِهِم مَّا تَرَكَ عَلَيْهَا مِن دَآبَّةٍ وَلٰكِن يُؤَخِّرُهُمْ إِلٰىٓ أَجَلٍ مُّسَمًّى ۖ فَإِذَا جَآءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَـْٔخِرُونَ سَاعَةً ۖ وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ

↩️كه الله خلك، د هغو په ظلمونو سمدلاسه نيولای؛ نو د ځمکي پر مخ به هیڅ ساكښ نه وای پاته. خو الله هغو ټولو ته تر يو ټاكلي وخت پوري مهلت وركوي. بيا كله چي هغه نېټه راشي، نو له هغه څخه يو ساعت هم وړاندي یا وروسته نه شي کېدای.↪️

✳️[سُوۡرَةُ الرُّوم : 55]
وَيَوْمَ تَقُومُ السَّاعَةُ يُقْسِمُ الْمُجْرِمُونَ مَا لَبِثُوا غَيْرَ سَاعَةٍ ۚ كَذٰلِكَ كَانُوا يُؤْفَكُونَ

↩️او كله چي هغه ساعت (قيامت) شي، نو مجرمان به د قسمونو په خوړلو سره ووايي چي موږ (په دنیا کې) له يوه ساعت څخه زيات ژوند ندی کړی. په همدغه ډول هغوى (د دنيا په ژوندانه کښي) د حق څخه مخونه اړول.↪️

#کلیم
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ