زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/30/23

لکۍ داره کفر، شرک او نفاق 🚨

لکۍ داره، کفر، شرک او نفاق 🚨

⚠️ډیر موده دا سوال را سره وه چې څرنګه مونږ له قرآن څخه فاصله واخستله ، سره له دې چې هیڅ مسلمان دا جرات کولای نشي چې دا ووایي چې قرآن زمونږ د روزمره ژوند او ټولټال د ژوند کولو دستور ندی. 

کله چې د قرآن د آیتونو پوهې پلو قدمونه ږدو نو په ډیر بې شرمانه توګه دا لاندې خبرې په وار وار اورو : 

ښه ، دا آیت خو د نوح علیه السلام د قوم دپاره ده؛ 
دا خو د فرعون په هکله راغلی؛
دا خو د یهودو او نصاری آیتونه دي؛
دا خو د بنی اسرائیل دپاره راغلي؛
دا خو د مکې مشرکینو ته راغلي؛
دا خو د کفارو آیتونه دي؛
دا خو د اهل کتاب پیروانان یې یاد کړي؛
دا خو د مدینې منافقانو په اړه دي؛ 
او پدې توګه ډیرې بې انتها خبرې دي ....

ددې خبرې اوریدو وروسته مجبور کیږې چې قرآن وتړې، ځکه هیڅ آیت یې د مونږ د ژوند سره هیڅ رنګ تړاو نلري ، فکر کوم ډیری مسلمانان په زړه کې په همدې عقیدې دي خو د خجالت او حرج له مخې چا ته حال نه وايي ! 

⏺️ هو، کله چې مو وخت پیدا کړ، او دغه عام د رمو له فکر او عقیدې څخه که د راوتلو چانس درته پیدا شو، او قرآن مو په خلاصو سترګو او عقل ولوست نو د خپل نن حال او د پیغمبر د وخت او حتی د نوح د عصر ترمنځ به هیڅ توپیر درته ښکاره نشي او هغه پرده به دی له سترګو لرې شی چې تا نه پریږدي چې د الله تعالی د آیتونو سره روحي اړیکه رامنځته کړئ. 

وینئ به چې د کوم کافر او مشرک په اړه چې قرآن خبرې کړي هغوی هو به هو زمونږ غوندې خلک ول ، په الله یې د ایمان لرلو دعوا کوله : 

👈د کایناتو په پروردګار یې ایمان درلود 
✳️[سُوۡرَةُ العَنکبوت : 63]
او كه ته د دوى څخه پوښتنه وکړې چي چا له اسمانه اوبه و اورولې او د هغو په وسيله یې مړه ځمکه ژوندۍ کړه؟ - نو دوى به هرو مرو ووايي: الله. ووايه: ثنا او ستاینه خاص الله ته ده. خو زياتره خلك نه پوهېږي.

👈جماعتونه یې حتی ودانول : 
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 17]

✳️مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَن يَعْمُرُوا مَسٰجِدَ اللَّهِ شٰهِدِينَ عَلٰىٓ أَنفُسِهِم بِالْكُفْرِ ۚ أُولٰٓئِكَ حَبِطَتْ أَعْمٰلُهُمْ وَفِى النَّارِ هُمْ خٰلِدُونَ

دا د مشركانو كار نه دى، چي د الله د مسجدونو ودانوونكي او خدمتګاران شي. په داسي حال کښي چي هغوى پر خپل ځان په خپله د كفر شاهدي وایي. د هغوى خو ټول عملونه ضايع شول او په دوږخ کښي يې د تل لپاره استوګنه ده.

👈د حاجیانو خدمتونه یې کول:
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 19]

✳️أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَآجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ ءَامَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْءَاخِرِ وَجٰهَدَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۚ لَا يَسْتَوُۥنَ عِندَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ لَا يَهْدِى الْقَوْمَ الظّٰلِمِينَ

ايا تاسي حاجيانو ته اوبه وركول، د مسجد حرام ودانول او مجاوري كول؛ د هغه چا له كار سره برابر ګڼلي دي، چي پر الله او د اخرت په ورځ یې ايمان راوړ او د خداى په لار کښي یې جهاد وکړ؟ - د الله په وړاندي خو دا دواړه برابر نه دي؛ او الله د ظالمانو قوم ته لارښوونه نه كوي.

👈لمونځونه یې کول او صدقې یې ورکولې : 
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 54]

✳️وَمَا مَنَعَهُمْ أَن تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقٰتُهُمْ إِلَّآ أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِۦ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلٰوةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالٰى وَلَا يُنفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كٰرِهُونَ

د هغو د ورکړل شويو مالونو د نه قبلېدو دليل له دې پرته بل څه نه دى، چي هغوى په الله او د هغه پر پېغمبر كافران شويدي. لمانځه ته چي راځي نو په لټي راځي. او د خداى په لار کښي چي لګښت كوي، نو په بد زړه یې كوي.

لنډه ، هر هغه کار یې کاوه چې نن یې میراثي مسلمان کوي ، حتی زه دا وینم چې د هغوی، دغه، د الله د اوامرو شکلي تطبیق زمونږ د نني عصر تطبیق سره لکه د غبرګو وروڼو شباهت او ورته والى لري. 

هغه اثر غورزونکي موثره عنصر څه وه : 
هغه وخت کې وحی نازلیدله او الله تعالی به د هغې ټولنې هغه غړي شرمول ، او نن وحیی نشته چې مونږ وشرموي ، خو اقلا د دغو خلکو صفتونه یې رسوا کړي ، فرق نکوي چې په هر عصر کې راشي نو دا شرمیدلي مالوم دي . 

"په نن وخت کې د قرآن دښمن خپله هغه څوک دی چې دغه سپیڅلي کتاب ته ځان منسوبوي او دعوا کوي چې پرې ایمان لري. "

#کلیم
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ