زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/30/23

برلاسي که څنګه تر څنګ ژوند کول؟

❌️ #برلاسي  >< ✔️ #څنګ_تر_څنګ ژوند کول 🧑‍🏫

↩️[سُوۡرَةُ القَصَص : 83]
د اخرت هغه كور خو به د هغو خلكو لپاره ځانګړی کړو، چي په ځمکه کښي خپله برلاسي نغواړي او نه د فساد كولو اراده لري. او نېک عاقبت یوازي د پرهېزګارانو لپاره دى.↪️

✴️کله چې څنګ تر څنګ د اوسیدلو هوډ ولرو نو د یو بل حق ته قایل یو ، او د یو بل په حقونو تیرۍ نه کوو،  او ځان د بل سره مساوي ګڼو. خو کله چې ددی خبرې په فکر شو چې څرنګه د بل څخه ډیر حقونه ترلاسه کړم، او زما خبره او غږ دی د نورو پر تله ډیر واوریدل شي ، څرنګه نور کنټرول کړم، له دغه ځای څخه ستا د برلاسي غوښتلو مزل پیل شو ، همدا (اراده) د برلاسي غوښتلو خوا ته، د صفر نقطې څخه ، د همدغه هدف په لور لومړی ګام دی ، او انتها یې واکمني ده. 

کله چې په همدی سفر کې واکمن شی، د شیطان په دام کې به تر دی حده ګیر راغلی یې چې تا ته د الله تعالی له خوا بیان شوي حقایق نښکاري او پرې باندی سر خلاصیدل نا ممکنه وي : فرعون د همدې لارې غوښتونکی وه او کله چې برلاسه شو نو دا حق یې ځانته ورکړ چې تر لاس لاندې خلک دوه ډلې شي ، یو یې ملاتړ او بل یې ضد ډله ، او فرعون او ملاتړ یې د بلې ډلې حقوق غصبول ځانته روا وبلل :

[سُوۡرَةُ القَصَص : 4]

إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِى الْأَرْضِ وَجَعَلَ أَهْلَهَا شِيَعًا يَسْتَضْعِفُ طَآئِفَةً مِّنْهُمْ يُذَبِّحُ أَبْنَآءَهُمْ وَيَسْتَحْىِۦ نِسَآءَهُمْ ۚ إِنَّهُۥ كَانَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ

خبره دا ده چي فرعون په ځمکه کې برلاسه شو، او د هغې (ځمکې) اوسېدونكي یې په ډلو ووېشل. له هغو څخه يوه ډله یې ذليله كوله، د هغو هلكان یې وژل او انجوني یې ژوندۍ پرېښولې. په واقع کښي هغه له فساد كوونكو څخه ؤ.

#خلاصه: 
په قرآن عظیم الشان کې (#کبر ) او (#علو) دوه جلا لفظونه دي چې ( کبر ) د حق په مقابل کې د خپل باطل موقف لوړ ګڼلو په چوکاټ کې راغلی. او ( علو - برلاسي) په ټولنیزه کچه ( د انسانانو ترمنځ پر یو بل لوړي او واکمني غوښتلو ) په چوکاټ کې راغلی. کله چې ( علو - برلاسي ) د الله د احکامو څخه بهر د انساني اصولو په اساس ولاړ وي بیا واکمنه ډله د خپل ترلاس لاندې انسانانو باندې ظلم - تیری - حقوق غصبول خپل حق ګڼي او تل په ځمکه د فساد رامنځته کیدو دپاره فضا برابروي.  او دا برلاسي غوښتونکي خلک د څښتن تعالی د وعدې پر اساس خپل آخرت بایللی. 

↩️په یاد مو وي چې واکمني ددی مزل اخري نقطه ده، او ددې مزل لومړی ګامونه د دوو انسانانو څخه پیل کیږي چې یو یې ځانته دا قناعت ورکوي چې زه د دغه بل انسان څخه پورته او ښه یم او زه ددی پرتله د ډیرو امتیازاتو مستحق یم.↪️

#کلیم
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ