زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/16/23

د قیامت یواځیتوب ⚠️ ( دویمه برخه)

د قیامت یواځیتوب ⚠️
ته او ستا عقل د څښتن تعالی په محکمې کې‼️
دويمه برخه  2️⃣
د معنوي اړیکو پریکړون 

ډیریو ته ساده او اسانه لاره دا ښکاري چې د یو بل چا څخه یا په روزمره ژوند کې یا د نورو بیلابیلو عصري ټولنیزو وسایلو له لارې د یوې موضوع په مورد اسانه او تیاره مړۍ تر لاسه کړي: 

فلاني خانه ! دا موضوع څنګه ده؟ 
فلاني خان : دا حلال ده، جایز ده/ حرام ده نا جایزه ده ...

✳️د نسب د پریکړون څخه وروسته ، د قیامت په ورځ د معنوي اړیکو نوبت راځي، دا هغه اړیکي دي چې د نسب څخه هخوا د فکري هماهنګي او تطابق او میل په اساس جوړیږي او له مخه یې دغه اړیکي تا هڅوي چې د هغو مشرانو او رهبرانو پیروي وکړی، او امکان لري چې دغه پیروي د څښتن تعالی له خوا د رسم شوي چارچوب څخه د بغاوت بڼه اختیار کړي او دغه په پټو سترګو روان پیروانان ناخبره د دوزخ پلو بدرګه کړي.  

خو ناخبرو که پدې پوه شئ چې همدا فلاني خان به د قیامت په ورځ د تاسو مخ ته ودرول شي ، او هغه بل فلاني خان چې په فیسبوک کې ( د مثال په توګه ) مطلب شریک کړۍ وي او لیکوال یې نا مالوم ( کاپي) وي ، دا دواړه به تاسې ته وايي : تاسې زما خبرې ومنلې هغه ستاسی خپله شخصي فیصله وه ، نن زمونږ لاره جلا ده❗️⬇️

↩️[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 166]
إِذْ تَبَرَّأَ الَّذِينَ اتُّبِعُوا مِنَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا وَرَأَوُا الْعَذَابَ وَتَقَطَّعَتْ بِهِمُ الْأَسْبَابُ

په هغه وخت کښي (به حالت داسي وي چي) هماغه مشران او رهبران (چي په دنيا کښي یې پيروي كېدله) له خپلو پيروانو څخه به بيزاري څرګنده کړي، خو په عذاب به اخته شي او د هغوی د ټولو سببونو او وسايلو لړۍ به پرېکړه شي.↪️

ددې خبرې په اوریدو به ستاسې په وجود کې د قهر اور بل شي او زړه او دماغ به مو ښیرې کوي ، او څښتن تعالی ته به مخ کړئ چې اې ربه! ..⬇️

↩️[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 167]
وَقَالَ الَّذِينَ اتَّبَعُوا لَوْ أَنَّ لَنَا كَرَّةً فَنَتَبَرَّأَ مِنْهُمْ كَمَا تَبَرَّءُوا مِنَّا ۗ كَذٰلِكَ يُرِيهِمُ اللَّهُ أَعْمٰلَهُمْ حَسَرٰتٍ عَلَيْهِمْ ۖ وَمَا هُم بِخٰرِجِينَ مِنَ النَّارِ

او هغه خلك چي په دنيا کښي یې د هغو پيروي كوله، و به وايي:  "كاشكي يو ځل بيرته دنيا ته زموږ تګ شوى واى." - نو څنګه چي نن دوى زموږ څخه بېزاري څرګندوي، نو موږ به هم له دوی څخه بېزاري ښكاره کړې واى.  په دغه راز به الله ددې خلكو هغه عملونه چي دوى یې په دنیا کي كوي، داسي د دوى مخي ته كښېږدي چي دوى به د افسوس او پښېمانتيا لاسونه سره ومروړي،  خو له اور څخه د وتلو هیڅ لاره به پيدا نه کړي.↪️

بیا به ستاسې یواځنی درخواست دا وي چې اې ربه! ⬇️

[سُوۡرَةُ الاٴحزَاب : 67-68]
وَقَالُوا رَبَّنَآ إِنَّآ أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَآءَنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا۠ ◀️ رَبَّنَآ ءَاتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا

او وبه وايي: "اې زموږ ربه! موږ د خپلو سردارانو او مشرانو اطاعت وکړ او هغوی موږ له سمي لاري څخه بې لاري کړو ◀️اې ربه! هغو ته دوه برابره عذاب ورکړه او پر هغو سخت لعنت وکړه."

خو درخواست مو داسې رد کیږي ⬇️

↩️[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 38]
قَالَ ادْخُلُوا فِىٓ أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِكُم مِّنَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ فِى النَّارِ ۖ كُلَّمَا دَخَلَتْ أُمَّةٌ لَّعَنَتْ أُخْتَهَا ۖ حَتّٰىٓ إِذَا ادَّارَكُوا فِيهَا جَمِيعًا قَالَتْ أُخْرٰىهُمْ لِأُولٰىهُمْ رَبَّنَا هٰٓؤُلَآءِ أَضَلُّونَا فَـَٔاتِهِمْ عَذَابًا ضِعْفًا مِّنَ النَّارِ ۖ قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلٰكِن لَّا تَعْلَمُونَ

الله به وفرمائي: ځئ! تاسو هم همغه دوږخ ته لاړ شئ چي ستاسي مخکي د پيريانو او انسانانو تېري شوي ډلي ورغلي دي. هره ډله چي كله دوږخ ته ننوځي، نو پر خپله مخكينۍ ډله باندي به لعنت ويونكې ننوځي. آن تر دې چي كله ټول هلته سره يو ځاي شي، نو هره وروستۍ ډله به د مخكينۍ ډلي په اړه وايي چي اې پروردګاره دا خلك ول چي موږ یې بې لاري کړو، نو له دې امله دوى ته د اور دوه برابره سزا ورکړه. په ځواب کښي به وويل شي: د هري يوې لپاره دوه برابره سزا ده، خو تاسي نه پوهېږئ.↪️

که ته په الله باور لرې، د هغه جل جلاله سپیڅلۍ کتاب منې! بیا ولې خپل عقل نورو ته سپارې ، حال دا چې تا ته یې خبر درکړئ چې پدې لاره تلل بد عواقب لري‼️

#کلیم
Posted by: Omaid

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ