ناكاره ميراثي نسل 🚨❗️
د الله لاره د بې منطقو خرافاتي خبرو او منترونو لاره نده. نه هم الله تعالی له خپلو بنده ګانو څخه غافل او بې خبره دی. په قران کریم کې د هغو ټولو حالاتو په اړه پیش ګویانې شوي چې د تاریخ په اوږدو کې د هغو خلکو حقیقت روښانوي چې ځانونه ددغې تګلارې پلویان معرفي کوي خو په اصل کې دوی هغه نا اهله نسل دی چې د الله کتاب ورته په میراث رسیدلی او په زړونو کې دغه سپیڅلي کتاب او عملي احکامو ته یې هیڅ ارزښت قایل ندي.
✳️[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 169]
↩️بیا له مخكينېو نسلونو څخه وروسته داسي ناكاره خلكو د هغوى ځاى ونېوی چي د الهي كتاب وارثان شول. د همدې دنيا بې ارزښته ګټې راغونډوي او وايي 👈 چي موږ به وبښل شو❗️
او كه بيا یې هماغه دنيوي ګټې په مخه ورشي بيا یې په منډه را اخلي. ايا له دوى څخه د كتاب ژمنه (تعهد) نه ده اخيستل شوې، چي د الله په نوم دي هماغه خبره وکړي چي حقه وي؟ او دوى په خپله هغه څه لوستي دي چي په كتاب کښي ليكلي دي. د اخرت استوګنځى خو یواځې له خدايه وېرېدونكو كسانو لپاره ډېر غوره دى. ايا تاسي په دومره قدرې خبره نه پوهیږئ⁉️↪️
#کلیم
Posted by: Omaid
No comments :
Post a Comment