د قیامت یواځیتوب ⚠️
ته او ستا عقل د څښتن تعالی په محکمې کې‼️
لومړی برخه 1️⃣
" د قیامت په ورځ به ته تنها راپاڅیږی او ددې دپاره چې پدی -د دنیا د ژوند- په مهال خپل عقل او خپل واک بل چا ته ونه سپارې نو څښتن تعالی مخکې له مخکې تا ته د قیامت د حساب او کتاب د سیسټم په اړه بشپړه مالومات وړاندې کړ تر څو هلته بیا دا خبری مطرح نکړی. دا دنیا ستا خپل شخصي امتحان دی او ته اړ یې چې خپله پلټنې وکړې او د مالوماتو له کره والي څخه ځان مطمین کړې تر څو د خپلې پارچې د تصحیح او نمرو اخستلو په مهال خپله دفاع وکړای شې. د نورو انسانانو تګلاره په پټو سترګو غوره کول په دنیا کې احمقتوب او په آخرت کې پښیماني ده."
[سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 94]
وَلَقَدْ جِئْتُمُونَا فُرٰدٰى كَمَا خَلَقْنٰكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَتَرَكْتُم مَّا خَوَّلْنٰكُمْ وَرَآءَ ظُهُورِكُمْ ۖ وَمَا نَرٰى مَعَكُمْ شُفَعَآءَكُمُ الَّذِينَ زَعَمْتُمْ أَنَّهُمْ فِيكُمْ شُرَكٰٓؤُا ۚ لَقَد تَّقَطَّعَ بَيْنَكُمْ وَضَلَّ عَنكُم مَّا كُنتُمْ تَزْعُمُونَ
(او الله به ووايي ) دا دى اوس تاسي هماغسي یواځې یواځې (فرد فرد، هر یو ځانته) زموږ په وړاندي حاضر شوئ، لكه څنګه چي موږ په لومړي ځل تاسي یوازي پيدا کړي وئ. څه چي موږ تاسي ته په دنيا کښي درکړي ول، هغه ټول تاسي شا ته پريښي، راغلي ياست. او اوس موږ ستاسي سره ستاسي هغه سپارښ كوونكي هم نه وينو چي د هغو په باب ستاسي دا ګومان ؤ چي ستاسي د چارو په برابرولو کښي، هغوى هم يو څه برخه وال دي؛ ستاسي ټولي خپلمنځي اړیکي پرېکړل شوې او هغه ټول درڅخه ورك شول چي تاسي يې ګومان درلود.
❇️د هر رنګه اړیکو له منځه تلل، پیل یې په فامیلي اړیکو:
[سُوۡرَةُ المؤمنون : 101]
فَإِذَا نُفِخَ فِى الصُّورِ فَلَآ أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَآءَلُونَ
◀️نو څنګه چي شپېلۍ پو کړاى شي، بيا به په هغه ورځ د دوی په منځ کښي كومه خپلولي پاتي نشي او نه به دوی يو له بل څخه پوښتنه وکړي.
#فامیل :
[سُوۡرَةُ عَبَسَ : 34-35-36-37]
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ ◀️ وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِ ◀️وَصٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِ ◀️ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ
هغه ورځ چې (انسان) له خپل وروره تښتي ◀️او له خپلې مور، او خپل پلار◀️ او خپلې مېرمنې او له خپلو اولادونو څخه (تښتي) ◀️ له هغو څخه به پر هر يوه په دې ورځ داسي حالت راشي چې د ځانه پرته به يې بل هيچا ته پام نه وي.
#دوستان:
[سُوۡرَةُ المعَارج : 10-11-12-13-14]
وَلَا يَسْـَٔلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا◀️ يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِى مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍۭ بِبَنِيهِ ◀️ وَفَصِيلَتِهِ الَّتِى تُـْٔوِيهِ ◀️ وَمَن فِى الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنجِيهِ
او هیڅ يو صميمي دوست به له خپل بل صميمي دوست څخه پوښتنه ونه کړي ◀️ په داسي حال کښي چي هغوى به يو بل ته وښودل شي. مجرم به وغواړي چي د هغې ورځې له عذاب څخه د ژغورل كېدو لپاره خپل اولادونه (د فدیه په توګه) ورکړي ◀️ او (همچنان) هغه خپله ډېره نژدې خلک چي هغه ته پناه وركوونكې وه◀️ او (همداسې) د ځمکي د مخ ټول خلك؛ بیا دغه تدبير ورته نجات ورکړي (خو داسي نه ده چي مجرم یې هیله لري).
را روانه #دویمه_برخه ، د #معنوي_اړیکو له منځه تللو آیتونه او پکې د وړاندي شوي انځورونو تصور.
#کلیم
Posted by: Omaid
No comments :
Post a Comment