خپل دين په ښه توګه وړاندې کړئ❗
#محمد_الغزالي -رحمه الله- ليكي ✍️
زه د اسلامي فکر په کنفرانس کې وم کله چې د جرمني سفیر د اسلام په اړه وغږيده او حاضرينو ته يې وويل:
«تاسې بايد پخپلو هيوادونو کې د ميرمنو وضعيت سم کړئ! په اسلام کې د ميرمنو وضعيت اروپايان د اسلام له منلو څخه متنفر کوي!.»
يوه راته وويل: څه وکړو؟
ما ورته وويل: کله چې يو سوداګر خپل توليدات عرضه کوي او داسې صفتونه ورته منسوبوي چې پکې نه وي نو هغه دوکه باز او جعل کار وي؛ او که چیرې همدغه توليدات عرضه کړي او په اړه يې هيڅ رنګ پوهه او مالومات ونلری نو #احمق ګڼل کيږي، د خپل توليداتو سره نا انصافي کوي او خپل عائدات د کمښت سره مخامخوي!.
بيا [ څه موده وروسته ] چې د همدغه سفير زړه اسلام ته ښه شو او قبول يې کړ نو مسلمانانو ته وايي: تاسې خپل دين په ښه توګه وړاندې کړئ، او د خپل جهالت او غلط فهمي او غلط تطبيق له وجهې د نورو لاره مه بندوئ !
که فرض وکړو د يوه فرد د کال ټوله لاسته راوړنه په #المستدرک 📖 کې د #الحاكم حديث وي چې وايي: ميرمنې بايد ليکنه زده نکړي.
او يا د #مجمع_الزوائد 📖 حديث وي چې وايي: ميرمنې دې نارينه نه ويني او نارينه دې ميرمنې نه ويني..
بيا دا مسکين راځي خپل دغه ګډوډ تولید او په درواغو رسول اکرم -عليه السلام- ته منسوب شوي حديثونه اروپايانو او امريکايانو ته وړاندې کوي .. ايا څوک به اسلام قبول کړي؟
ژباړه:#کليم
📖 •قضايا المرأة بين التقاليد الراكدة والوافدة•
Posted by: Omaid
No comments :
Post a Comment