زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

12/14/23

#تاركښ 🕸🕷 د قرآن تر #ذره_بین لاندې 🔎

#تاركښ 🕸🕷 د قرآن تر #ذره_بین لاندې 🔎

ښځینه تارکښ د نر تارکښ سره د یوځای کیدو وروسته هغه وژني او خوري، بیا همدغه تارکښ چی بچي وزیږوي نو د تارکښ بچیان د ژوند لومړی او دویمې هفتې په ترڅ کې خپله مور ژوندۍ خوري چی لومړي پروسې ته په ساینس کې (سپایډر کانیبالیزم) او دویمې پروسې ته  (متریفاګی) وایي. 
#Spider_Cannibalism
#Matriphagy

[سُوۡرَةُ العَنکبوت : 41]
كومو كسانو چي له الله څخه پرته نور (سرپرستان-پیروانان-دوستان) نيولي دي، د هغو مثال د غڼي په څیر دى چې خپل ځان ته يو كور جوړوي. او له ټولو كورونو څخه ډېر كمزورى ( پوده) كور د غڼو كور وي. كاشكي دغو خلكو پوهه درلودلاى.

ساینس پوهانو دا هم ثابته کړي چی د تارکښ تار د وسپنی نه هم قوي ده نو د نوموړي د کمزورتیا لامل له تار څخه جوړ شوی کور نده بلکه د هغه اجتماعي او ټولنیزه کمزورتیا حالت دی چې د کورنۍ غړي یې یو بل ته په کمین کی ناست وي.

#سوال: د قرآن له مخې هغه کوم آیتونه دي چې پکې وضاحت ورکړل شوی چې دغه خلک چې ورته د تارکښو (غڼو) شباهت ورکړل شوی،  دوی به هو به هو له یو بل سره همداسې ( لکه د غڼو -تارکښو- چلند کوي ؟ 

ستاسې د ځوابونو په هیلې ...

#کلیم
Posted by: Omaid


No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ