زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

7/03/23

د پیریانو یا جنیاتو په تقلبي نوم سره د آخوندانو تود بازار

اول — 👈قُلۡ أُوحِیَ إِلَیَّ👉 أَنَّهُ ٱسۡتَمَعَ نَفَرࣱ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَقَالُوۤا۟ إِنَّا سَمِعۡنَا قُرۡءَانًا عَجَبࣰا. ترجمه: 👈ته (دوى ته ای پيغمبره) ووايه چې ما ته وحي شوې ده👉 چې بېشكه شان دا دى چې د پېریانو څخه یو نفر (ټولي، یا ډلې) (قرآنکريم) په غور سره واورېده، نو دوى وویل: بېشكه مونږ یو عجیبه قرآن واورېده.
   
ددغه پورته آيت ترجمه چې تاسو هر ډول او له هر کتاب څخه وکړئ، خو يوه خبره ظاهره ده، او د لمر په څير ښکاره ده چې جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) پيريان لیدلي نه دي بلکې هغه (ﷺ) ته وحيې شوې ده چې پيريانو قرآنکريم واوريده. وو، خو یوه خبره کره ده، او هغه دا لکه څرنګه چې هغه (ﷺ) ته د جنت، جهنم، موسی (؏)، سليمان (؏) او وغېره….. په باره کې وحيې شوې ده او هیڅ لیدلي يې نه دي، نو پیریان هم همدغسې دي.
   
دلته یوه بله پوښتنه ده، هغه دا چې څښتن تعالی ج فرمايې: إِنَّا جَعَلْنَـٰهُ قُرْءَٰنًا عَرَبِيًّۭا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ.
— ترجمه: بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ.
— ترجمه: We have made it an Arabic Qur’ān.
— ترجمه: کہ ہم نے اسے عربی زبان کا قرآن بنایا ہے.
— ترجمه: ما آن را قرآنى به زبان عربی قرار دادیم.
سر مو خلاص نه شو؟ قرآنکريم اول په عربي ژبه نه وو، وروسته بیا د څښتن تعالی ﷻ له لوري عربي ژبې ته وګرځولې شو. په قرآنکريم کې د جعل او خلق په مانا کې ډیر فرق دې، همداسې د نزل، او انزل په مانا کې ډیر فرق دی. دا به څوک ووایې چې پیریانو مخکینې قرآن اوریدلی وو، یا کله چې عربي ژبې ته وګرځولی شو، په عربي یې واوریده؟ په دې موضوع خبرې کول په غیبو کې راځي، غیب صرف د څښتن تعالی ﷻ سره ښايې، خو د الکتاب، القران، الفرقان، المصحف، او ورته نومونو ماناوې په قرآنکريم کې څرګنده پرتې دي، پلټنه یې وکړئ.

اوس چې تاسو ورسره پرته له قرآنکريم څخه څومره انساني کتابونه، او مذهبي روايتونه وتړۍ خبره به غيبو له ځي او ښه به خبر ياست چې غيب يوازې د څښتن تعالی ﷻ کار دی، او غيب صرف په قرآنکريم کې پراته وي د چا د حديثونو، روايتونو، فقهو او فتوو په انساني کتابونو کې غیب نه وي پراته.
پیریان د څښتن تعالی ﷻ په کائناتو کې د يوه ژوندي ساکښ په څير حق هم دي، حقیقت هم لري، او یو چېرې به شتون هم لري، خو دومره لکه څومره چې په قرآنکريم دي. وو پيريان په دې ځمکه کې نه په چا راځي، نه د چا کور سوزوي، نه يې څوک ليدلی شي، او نه پیریان کوم انسان وژني. دغسې روايتونه، او قيصې درواغ، مداريتوب او د خلکو د ويرلولو لپاره د مذهبيانو، او استخباراتو لوبې دي.
    
دویم — إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ ۗ إِنَّا جَعَلْنَا ٱلشَّيَـٰطِينَ أَوْلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ. ترجمه: بېشكه هغه (شیطان یا شیطانان) او د هغهٔ قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي.
لیدل حقیقت ته رسېدل دي چې په سترګو هم کیږي، په حس کولو سره هم کیږی، په اورېدلو سره هم کیږي، په بویولو سره هم کیږي، په فکر، عقل و غیره سره هم کیږي. دا چې اوس څښتن تعالی ﷻ فرمایې (چې مونږ انسانان يې نه شو لیدلی) نو هغه ډله خلک چې پیریان شیطانان ګڼي، او بېرته شیطانان پیریان ګڼي او د مذهب په نوم سره، او په ډیرو کلک سترګو سره د پیریانو لپاره د دم، درود، دعا، او د تعویذ په نوم سره يې دوکانونه خلاص کړي دي چې له خلکو پیریان وشړي، وباسي، او یا یې خاموشه کړي، ترېنه پوښتنه دا ده چې دا خلک یې، نو اوس څرنګه ګوري؟ اوس مونږ د بنده خبره ومنو چې وایې زه یې ګورم، که د څښتن تعالی ﷻ خبره به ومنو چې وایې تاسو انسانان یې نه لیدلی شئ، یا نه یې حس کولی شئ؟ 
    
دریم — وَإِذَا لَقُوا۟ ٱلَّذِينَ ءَامَنُوا۟ قَالُوٓا۟ ءَامَنَّا وَإِذَا خَلَوْا۟ إِلَىٰ شَيَـٰطِينِهِمْ قَالُوٓا۟ إِنَّا مَعَكُمْ إِنَّمَا نَحْنُ مُسْتَهْزِءُونَ. ترجمه: او كله چې دوى له مومنانو سره ملاقات وكړي، نو وایې چې مونږ ايمان راوړى دى، او كله چې له خپلو شيطانان سره يواځې شي، نو (بيا) وایې: په رښتيا خو مونږ له تاسو سره يو، خبره همدا ده چې مونږ خو بس استهزا (خندا) كوونكي يو.
د ابلیس، او شیطان په ماناو خو به پوهیږئ انشاء الله، چې دواړه ټکي یې خپله خپله مانا لري، یو د جنس نوم دی، او دا بل یو صفت دی. نو که پورتنې ایت وګورئ، پیدا به کړئ چې یو طرف ته شیطان هغه وهم دی چې یو غلط، او خطا کړنه مونږ ته ښه ګرځوي، او بیا زمونږ خپل جوړ کړای شوې وهم مونږ د صراط مستقیم څخه لیرې باسي، او د آیت له مفهوم څخه داسې بریښي چې په ایت کې ذکر شوي خلک منافقان دي، خو د ایمان اظهار کوي، او پخپله اعتراف کوي چې دوئ دروغجن دي. بل طرف ته په منافقانو کې نه بلکې په عامو انسانو کې هغه وهم چې د ولږې، فقر، غربت، ناپوهې، د وروسته پاتې کیدو ویرې، جهالت، او د نورو وجوهاتو په وجه پرې عام غریب خلک اخته دي، یا اخته کیږي، او دغه وهم یا رواني ناورغۍ ورته رنګارنګ ذهني، او روحي تکلیفونه پیدا کوي، اخـ.ـ وند ددغه ناروغۍ د نقطې څخه فایده پورته کوي، او د رواني تکلیف یا وهم پړه په پیریانو او شیطانانو اچوي، او خپل د دم، درود، دعا، او د تعویذ په نوم سره یې د خپلې دکاندارۍ بازار ګرم ساتلی دی، او متاسفانه چې عام ساده ګان پرې باور کوي. 
    
څلورم — وَمَا خَلَقْتُ ٱلْجِنَّ وَٱلْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ. ترجمه: او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوئ عبادت وكړي.
ځینی علماء بیا وایې چې د (لِيَعْبُدُون) مانا داده چې صرف د خدای تعالی ﷻ عبادت دې وکړي. خو بله ډله علماء ورته بیا په ځواب کې وایې چې په (لِيَعْبُدُون) کې د ملکیت (ي) نشته دې یانې (لِيَعْبُدُوني) يې نه دي ویلي، یانې نه يې دي ویلي چې (لِيَعْبُدُآلله). دا ډیر جالبه بحث دې، که د عبادت، نيک عمل، او نيک کار د ټکو ماناګانې پخپله ولټوئ ډیر څه به پیدا کړئ، زه به خپلې خبرې ته ادامه ورکړم.
دا چې پیریان څرنګه عبادت کوي، په دغه اړه زموږ د کلي د اخـ.ـ وندانو ټولې خبرې بې اساسه او بې بنیاده دي، دروغ او بهتانونه دي، او بې ثبوته ډوزې دي، مګر بل طرف ته د ټولې نړۍ د خلکو عبادتونه د اقتصادي ګټو سره هم نغښتي دي، او مونږ بې ګټې ملت تر ننه ستومانه ځکه ګرځو چې د عبادت په مانا سم نه یو پوهه، او عبادت مو د ځینو خاصو شیانو پورې تړلی دی. دا چې د اقتصاد پایه ولاړه ده، خلک بې روزګاره دي، نو دلته خلک د بديو او دښمنيو په وجه حتی د يو او بل کور ورانوي، سوزوي یې، خلک وژل کیږي، او بیا هوښیاران دغه ټول بد کارونه په پيريانو ورتاوانوي چې څوک ترېنه پوښتنه ونه کړي.  
  
وو! زمونږ د کلي د اخـ.ـ وند صیب څخه هغه پنجابی اقتصاد پوهه چې دين يې تخصص، مسلک او رشته نه وه ترېنه په دین کې تکړه وو، کم ازم د قائد اعظم علي جناح له انځور لاندې خو يې دومره ولیکل چې (حصول رزق حلال عبادت ہے) او ټول پنجابیان يې د کارخانو په جوړولو، په بین المللي اړیکو، او تجارتونو، او د حلال رزق او د روزۍ د ګټلو په عبادت مشغوله کړل. خو زمونږ ملا صیب پرته له لمانځه بل هیڅ انساني عمل په عباداتو کې نه حسابوي، دوئ خو حتي د ځوانانو د تعلیم عبادت ورته مباح کړ، او د میرمنو د تعلیم عبادت یې ورته ګناه ګړه.
    
یادونه — مونږ د هندو، د سیک، د بې دینه، د زردشتي، د بودایې، او د ټولو انسانانو د عقېدو خورا ډیر احترام کوو (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِىَ دِينِ). نو فلهذا هغه ورونه چې د فقهو، فتوو، روایتونو، او حدیثونو په نوم سره په پیريانو خلک ویروي د هغو د عقېدې هم احترام کوو، او دا حق هیڅ څوک نلري چې د چا په شخصي عقېده کې لاسوهنه وکړي، البته مونږ دومره وایو چې د پيريانو کاروبار د قرآنکريم د صریحو ایتونو سره په ټکر کې دی، انسانان یې په هیڅ شکل نه شي درک کولای، او نه يې شي لیدلای، او مونږ صرف د قرآنکريم خبره وکړه، د کوم خودساخته روآیت نه.
   
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. (يس-۱۷). زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (زه يې له درده او وطنوالو لپاره لیکم، نو فلهذا زما په نظر باور مه کوئ، خپله مطالعه پخپله وکړئ، او د خپل خدای پاک ﷻ حق لاره پخپله پیدا کړئ).  
ستاسو د پيريانو څخه په ويره او درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او ستاسو خپل بې پېري پیر،
#پیر‌بنده‌فقیر


No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ