زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/24/23

خداى پاک چې يو نعمت له خپل بنده څخه واخلي نو حتما عوض ورکوي

بشار بن برد په خټه زمونږ د تخار وو، په چهره بدرنګه او په سترګو ړوند خو د عربو لوى شاعرانو څخه او په حاضر جوابۍ کې يې نوم لرلو.
يوه ورځ يو سړي ورته وویل خداى پاک چې يو نعمت له خپل بنده څخه واخلي نو حتما عوض ورکوي، ستا څخه يې ديد واخيست نو په بدله کې به يې څه درکړي وي؟
بشار ورته وويل: دغه چې ستا په څېر انسانان نه وينم ستر نعمت دى.
.....
يوې ښځې ورته وويل: که ته زما خاوند وى نو زهر به مو درباندې څکلي وو.
بشار ورته وويل: که ته زما مېرمن وى نو هرومرو به مو زهر پخپله څکلي وو.
.....
يو سړي ورته وویل له لېرې مو وليدلې ګومان مو وکړو ښځه راروانه ده.
بشار ورته وويل ستا په اند ما هم ګومان وکړو چې انسان راروان دى.
.....
خپل مين خره په ژبه يې يو شعر جوړ کړو نو هغه کې يې د (شيقران) ټکى کار کړو.
چا ورته وويل دا (شيقران) څه شى دي؟
بشار ويل زه څه خبر يم د خرو په ژبه، ورشه له خرو څخه پوښتنه وکړه.
......
يوه ورځ د خليفه مهدي مجلس کې ناست وو شعر يې ويل، د خليفه ماما يزيد بن منصور هم مجلس کې حاضر وو.
د خليفه ماما ورته کړل: ستاسو دنده څه شى ده؟
بشار ورته وويل: مرغلرو کې سوري باسم.
.....
يو شاعر بشار بن برد ته وويل: زما شاعري به غوره وي که ستا؟
بشار ورته کړل: شاعران درې ډوله وي، ستر شاعر، نيمه شاعر، او د سپۍ ځو، زه خپل زان نيمه شاعر بولم، ته پوه شه او د عربو لوى شاعر امريﺀ القيس چې تاسو کې څوک شاعر او څوک د سپۍ ځوى دى.
.....
يوه ورځ خليفه د عراق بصرې ښار ته لاړ، يوځاى يې اذان له غوږونو شو حال چې د اذان وخت نه وو، موذن چې راجلب شو ګوري چې بشار بن برد شراب وهلي او له ځانه ناخبره تللى دى مسجد ته بې وخته يې اذان کړاى.
خليفه وويل چې دا بوډا هم زنديق هم فاسق او هم نشه دى هم په اذان ملنډى او مسخره بازي جوړوي، پرېکړه يې وکړه چې په همدغه بوډا زان بايده 80 دورې ووهل شي.
د لښتې په هر وار به بشار (اخخخ) چغه کړه.
خليفه ورته وويل چې ولې خداى نه يادوې يا بسم الله نه وايي د اخخخخخ پر يوځ؟
بشار ورته وويل ډير ښه خوراک راباندې خورې چې خداى ياد کړم يا بسم الله ووايم.
خليفه ورته وويل نو الحمدلله خو ووايه.
بشار ورته کړل چې په انعامونو دې نازولى يم چې الحمد لله ووايم!
د جلاد 80 دورې لا بشپړ شوې نه وې چې بشار ساه ورکړه ومړ.
جنازه کې يې يواځې يوه سندۍ وينځه روانه وه
قاضي باران صیب



No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ