#محمد_الغزالي رحمه الله ليكي:
یوې میرمنې راته شکایت وکړ چې د جمعې لمانځه خطیب څخه یې اوریدلي: الله تعالی دی د هغه زمانې میرمنو باندې ورحميږي چې یواځې د دریو کارونو دپاره له کوره وتلې:
👈 د خپل مور د ګیډې څخه دنیا ته
👈 د پلار کور څخه د میړه کور ته
👈 او د میړه کور څخه قبر ته
دغې میرمنې راته وویل: ایا اسلام په مونږ همدا کارونه کوي؟!
ما ورته وویلې: دا خطیب د عصري مدنیت د فساد تر فشار لاندې دا خبرې کړي، نو هر څه یې چې وویل هغه یې وویل، او سمې خبرې يې ندي کړي، ځکه چې بې لاري په بې لاري نه علاج کیږي.
میرمنې کولای شي چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي، او بازار ته د خپلو اړتياوو پوره کولو دپاره ووځي، او که عسکري، یا طبي یا انجینري مهارتونه ولري نو کولای شي د پوځ سره ووځي.
کوم عصر ته چې مونږ د رحمت دعا ګانې کوو، او له کوم عصر څخه چې مونږ خپل دیني احکام اخلو هغه د نبوت عصر دی، او همغه په یقین سره له ټولو بهترینه عصر دی.
اما د جهالت او بې لاري عصرونو باندی مونږ نه قیاس کوو او نه پرې د پښیماني اظهار کوو، دغه خطیب په غرب کې د کورنۍ پاشیدل، د اولاد ضایع کیدل، او د فساد نشریدل ولیدل نو د هغه په اساس یې چې هر څه وویل هغه یې وویل.
بهتره دا وه چې دده پر ځای یې په اسلام کي د میرمنو ځایګاه په اړه هغه څه په امانتداري نقل کړي وای کوم چې قران په وضاحت بيان کړي.
عبد الحمید بن بادیس رحمه الله د (ربیع بنت معوذ- رضي الله عنها) په اړه لیکلي : هغې په بیعت الرضوان کې برخه اخیستې وه او له هغو میرمنو څخه وه چې د نورو میرمنو تر څنګ د رسول اکرم صلی الله علی وسلم سره یې په غزواتو کي برخه اخیستله، پوځیانو ته به یې اوبه ورکولې، د زخمیانو تداوي او هغوئ به یې مدیني ته انتقالول ( په عصري اصطلاح ډريوري کول) .
ابن باديس وروسته له دی چې په اسلام کی د میرمنو ځایګاه روښانه کړه، وويلې: باید میرمنې هغه څه مراعت کړي چې اسلام د دوی د ځان او د کور عزت خوندي ساتل، او نه بربنډتوب ، او د شرعي ضوابطو ساتنې سره له نرانو سره اختلاط په اړه بيان کړي. او د اسلامی امت ژوند تر هغې نه بشپړه کیږي تر څو چي دواړه - نارینه او میرمني- یو ځای د یو بل بشپړه حقوقو په مراعتولو سره د یو بل تر څنګ ژوند نه وي کړئ.
ابن بادیس بیا د هغه روایت څخه پرده اوچته کړه چې الطبراني د عایشي رضی الله عنها څخه د میرمنو په اړه روایت کړئ، ويلي: په لوړو کوټو کي میرمني مه پریږدئ، تعلیم پري مکوئ، او غزل -دمينې خبرې- ور زده کړئ. ابن بادیس وویلې چې دا حدیث درواغ دې او صحیح نده.
او مونږ دا واضحه کړی چې دغه موضوع حدیث له سلیزو راهیسې په مسلمانو ټولنو خپل واک چلوي، اما متواتر او حسن او صحیح سنتونه په حیرانونکي توګه له کاره غورځول شوي، او د همدې لامله مسلمانان د دریمې نړي خوا ته ښویږي، او د انساني قافلې په پای صفونو کي پاتي دي، او لامل یی د سمی تربیې نشتون دي.
میرمنې د ناپوهۍ کندو ته په ټیله وهلو او د مسلمانانو له چارو او علم او عبادت څخه په ګوښه کولو، هېڅ فاميل سمه تربيه ليدلاى نه شي او سالمه ټولنه نه جوړوي.
که یو نارینه ووایي: زه کلبونو او کافی شاپونو ته نه ځم ، ټول ژوند می کور او کار ته تخصیص کړئ!
نو له دی خبرې دا استدلال کولای نشئ چې دا سړی یا په کور وي یا په کار کې، بلکې جومات او بازار ته هم ځي ، نو همداسی د میرمنو په اړه هم ویلای شو چي اسلام د میرمنو اساسی دنده په ګوتو کړې چې هغه د کور ساتنې مسولیت ده خو دا هیڅکله پدې مانا نده چې د کور بندیوانه ده او هیڅ به ترینه نه وځي مګرم یا قبر ته او یا د میړه کور ته!

_محمد الغزالی_ رحمه الله #الحق_المر ژباړه #کليم
No comments :
Post a Comment