زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/26/23

تخفیف! تخفیف! تخفیف!



تخفیف! تخفیف! تخفیف!
     
کلیوال دې خبر وي چې سبا ته د ګناهونو په بښلو باندې بولي (ليلام) لګول کیږي، د ګناهګارانو هغه ګناهونه چې د روژې د مبارکې میاشتې په دېرشو ورځو روژو سره هم معاف نه شو، دغه ډول ګناهګاران مشتریان اوس کولی شي چې صبا ته په ۱۴ یا ۱۶ ساعته روژې نیولو سره د خپل ژوند د ۷۳۰ ورځو يا د 1.051e+6 دقيقو ګناهونه ځانته وبښي، او خپل زړه ته د نورو ګناهونو کولو لپاره هم اطمینان ورکړي. مذهبي مشتریان کولی شي چې په ډیر کم تخفیف سره د راتلونکي کال د ۳۶۵ ورځو يا د ۵۲۵۶۰۰ دقيقو ګناهونه هم په ایډوانس کې خپل ځانته وبښي (کوم چې په دې تخفيفي پیکیج کې شامل دي).
     
حقیقي مؤمنانو ته يوه مهمه یادونه! دا تخفیف د څښتن تعالی ﷻ له طرفه نه دی، او نه د هغې په مقدس کتاب کې دغه ډول د ګناهونو کوم تخفیف ذکر شوی دی، دا چې ځينې خلک په دې ګمان دي چې احاديث د قرآنکريم تفسیر دی، ايا خبر ياست چې په قرآنکريم کې داسې څه نشته چې دا د تخفيفي روژې حديث يې يا ترجمه، يا تفسير وګڼلی شي، او دا چې وايې دا د پيغمبر خبره ده، نو دا خلک خبر نه دي چې حتیٰ نه کوم انسان، نه نبي، نه رسول، نه پیغمبر، نه صحابي، د یو بل چا ګناه بښلی شي، او نه يې د بښلو واک لري، بلکې هر انسان به په شمول د ټولو پیغمبرانو، او انسانانو هغه ﷻ ته د ثانیې، ذرې، او د هرې یوې وړې او غټې خطا، ګناه حساب په یواځېتوب کې کوي.
وَكُلُّهُمْ ءَاتِيهِ يَوْمَ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَرْدًا: او هر يو له دوى نه ده ته راتلونكى دى په ورځ د قیامت كې يواځې.
وَنَرِثُهُۥ مَا يَقُولُ وَيَأْتِينَا فَرْدًۭا: او په میراث به اخلو هغه څه چې دى يې وايي، او دى به مونږ ته يواځې (ځانله) راځي.
فَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًۭا يَرَهُۥ: نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (،نو) دى به هغه وویني. وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍۢ شَرًّۭا يَرَهُۥ: او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني.
وَنَضَعُ ٱلْمَوَٰزِينَ ٱلْقِسْطَ لِيَوْمِ ٱلْقِيَـٰمَةِ فَلَا تُظْلَمُ نَفْسٌۭ شَيْـًۭٔا ۖ وَإِن كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍۢ مِّنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا ۗ وَكَفَىٰ بِنَا حَـٰسِبِينَ: او د قیامت په ورځ به مونږ ډېر د انصاف تلې كېږدو، نو په هېڅ نفس باندې به هېڅ شى ظلم ونه كړى شي او كه دا (عمل) د اوري (سرسۍ يا Mustard ) د دانې په وزن وي مونږ به هغه راوړو او هم مونږ حساب كوونكي بس یو.
    
پام مو وي چې دا د ګناهونو د یوې ورځې تخفیف د مذهبیانو یوه دهوکه ده چې يو مؤمن انسان په دې امید کښينوي چې ګوندې د تېر، او راتلونکي کال ګناهونه يې شايد معاف شو، او هم د قرآنکريم خلاف یو غلط روآیت دی، ځکه ګناهونه د قيامت په ورځ د حساب کتاب څخه وروسته خپل مجازات، او مکافات لري. او بله دا چې د عبادت، او عمل په مينځ کې خو به توپير پيژنئ، عبادات ټول د څښتن تعالی ﷻ په حقونو کې راځي، او هغه ﷻ خپل هر حق بښي هم، او بښلو ته يې تيار هم دی، خو ستاسو په لاس پورې تړل شوي د بل انسان په حق کې شوي ګناهونه په روژو سره نه بښل کیږي، وو که د چا په حق کې مو ظلم کړی وي، که د چا مال مو خوړلی وي، که د چا غیبت مو کړی وي، که د وطن په ورانولو کې مو د جمهوريت يا د مذهبی فقهي نظام په نوم سره کوم ظلم، کومه غلا کړي وي، که چاته غصه شوي یاست، که، او که ... ، نو اوس هم ژوندي یاست، د خپلې خطا بښنه ترینه وغواړئ، او خوړل شوی مال، یا حق یې بنده يا ولس ته بیرته ورکړئ.
    
هر څوک چې د کال په هره ورځ کې وغواړي پخپله خوښه د څښتن تعالی ﷻ د رضا لپاره روژه ونيسي، د نفس د پاکوالي لپاره روژه ونيسي، د صحت د ښه والي لپاره روژه ونيسي، د غريب د غربت د محسوسولو لپاره روژه ونيسي، ددغه بنده آجر د هغه د نيت په وجه د هغه د سپيڅلي څښتن تعالی ﷻ سره دی، خو په کومه خاصه ورځ په دې نيت سره روژه نيول چې د‌ ګناهونو د معاف کولو بولي يا لیلام لږيدلی دی، او د ۱۰۵۱۲۰۰ دقيقو ګناهونه به ورته په يو څو ساعته روژه معاف کړی شي، دا کار ګناه هم ده، او د څښتن تعالی ﷻ په مقدس کتاب باندې بهتان هم دی.
  
ایا خبر یاست چې تقوا یا پرهیزګاري څه ده؟ ایا خبر یاست چې د لمونځ، روژو، حجونو، تسبیح، او ... څخه هم یو بل کوم عمل شته دی چی پرهزګارۍ ته له دغې تخفیفي روژو څخه هم ډیر نیږدې دی؟
وو د تقواداره، یا پرهیزګاره انسان نښه صرف ږیره، روژه، لونګۍ، یا لمونځ نه وي، د هغه ستره نښه ريښتیا ویل، او انصاف کول وي:
ٱعْدِلُوا۟ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَىٰ: عدل (انصاف) كوئ، دا (انصاف کول) تقوا ته ډېر نژدې دى.
قَالَ ٱللَّهُ هَـٰذَا يَوْمُ يَنفَعُ ٱلصَّـٰدِقِينَ صِدْقُهُمْ: الله وفرمایل: دا (هغه) ورځ ده چې رښتينو (خلکو) ته به د هغوى رښتیا ویل فايده ورسوي.
    
  
زه کوم ملا، مفتي، یا کوم آخوند نه یم، خو د يوه مسلمان په حيث د نظر د ورکولو حق لرم، او دا په قراني ایتونو باندې ولاړ زما نظر دی. خو دلته يوه ډله خلک شته دی چې د قرآنکريم د هر آيت شريف خلاف يو روايت، يوه فقه، او يو حديث لري، که ورته ووایې چې نه وروره قرآنکريم خو داسې وایې، نو ټاپه په لاس، او فورا به درته وایې چې دا خو حديث نه مني، دا خو منکر حديث دی. حديث دې ددغسې خلکو سر وخوري چې دوئ په کلام الله، او کلام العباد کې فرق نه شي کولای، هغه هم هغه روايت چې په ګمان ولاړ دی. ايا خبر ياست چې قرآنکريم د علم په حاصلولو ټينګار کوي، او احاديث يې منعه کوي، ايا خبر ياست چې دلته يوه ډله خلک احاديث دومره مقدم ګڼي چې په خپلو درواغجنو حديثونو سره د قرآنکريم ايتونه حتیٰ منسوخ بولي. مونږ هغه ضعيف، او ناچله احاديث نه منو چې د قرآنکريم سره په ټکر کې وي، يا ورباندې پورته وګڼل شي، او زمونږ ساده کليوالو ته دومره جرئت ورکړي چې ورزه ګناه دې معاف شوه، له سره ريچارج شوې، اوس بيا د بل کال لپاره په ګناهونو ځکه شروع وکړه چې د تېر، او روان کال د ګناهونو لپاره دې ځاي ريزرڤ کړو.
   
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (هغه اسلام چې ما پیژندلی دی، داسې وو، او تاسو هم ددغه حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ). 
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ