زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

مسکينان سندرغاړي

راتلونکي نسلونه به مو په دغه صدقې، او خيرات هم فخر کوي!

که مو قرآنکريم په غور سره لوستلی وي، نو ضرور به پوهيږئ چې د څښتن تعالی ﷻ له لوري د همدغه الهي نازل شوي "ذکر" د ساتنې وعده بېرته پخپله همدغه څښتن تعالی ﷻ کړې ده، هغه ﷻ هیڅ بنده ته اړتيا نلري چې د نازل شوي سپيڅلي الهي "ذکر" يا قانون څخه يې ساتنه وکړي، که يو څوک په دې باور وي چې يو انسان به د هغه ﷻ د الهي قانون څخه ساتنه کوي، نو په خپل ايمان دې بيا تجديد نظر وکړي ځکه دغه ګمان يې هم پخپل ذات کې يو ډول شرک دی. وو! دا مونږ چې په زرهاوو، لکهاوو، او مليونونو سره د الهي دين په نوم پيسې يا مصارف راټولول په خپلو سترګو ګورو، دا د څښتن تعالی ﷻ د دين په نوم سره مذهبيان د خپل خپل مذهبي فکر د پراخوالي لپاره راټولې. لکه د وهابـ یانو، د سلـ فيانو، د ديوبـ نديانو، د پنچپـ يريانو مذهبي فکرونه، يا د ورته نورو ډلو لکه د باباګانو، د عرسونو، د تبليـ غيانو او دغسې پسې نور تاسې ځئ، دا پيسې د الهي دين په نوم سره د يوه خاص فکر، په دغه فکر کې بيا د يوه خاص مذهب، او بيا په يوه خاصه ټوټه مصرفیږي، او يا د يوه خاص فکر يا مذهب په نوم سره يې ځينې خاص مذهبي مشران راټولي، که کله کوم زيارت، يا مذهبي جشن، يا عرس يا دغسې ورته غونډې، جلسې، يا ناستې ته ورشئ پخپله به پوهه به شئ چې د مذهب په نوم سره څه روان دي. که چېرې تاسو پيسې مصرفول غواړي، نو د يوه خاص مذهب يا مذهبيانو پر ځای يې د څښتن تعالی ﷻ په بندګانو باندې مصرف کړئ، مسکينانو ته يې ورکړئ، محصلينو ته يې ورکړئ، ناروغانو ته يې ورکړئ، ځکه دغه کار ته په قرآنکريم کې صدقه وايې. په دې هيله چې څه ويل غواړم هغه پيغام مو ترېنه اخيستې وي. خو!

  

خو که د مسکينانو ترڅنګ مو وس وي، او له وسه مو چیرې کيږي چې د خپلي ژبې د ليکوالانو، شاعرانو، محلي سندرغاړو، او د هنرمندانو مسکیني طبقې سره هم مرسته، او ښېګڼه وکړئ، نو دغه صدقه، خیرات، او مرسته ترېنه مه سپموئ. باور وکړئ چې دغه صدقه به مو څښتن تعالی ﷻ ضرور قبلوي ځکه چې همدغه خلک دي چې ستاسو ژبه، کلتور، او هنرونه ژوندي ساتي، او دغه ټول شيان څښتن تعالی ﷻ د "لِتَعَارَفُوۤا۟" په ټکي سره ستاسو لپاره، او ستاسو د ژبې لپاره يو معرفت او پيژندګلو ګرځولې ده. که چېرې تاسو ددغه خلکو په ژوندوني قدر، او لاس نيوی وکړئ، نو د خپل معرفت لپاره به مو ډير څه کړي وي چې راتلونکي نسلونه به مو په دغه صدقې، او خيرات هم فخر کوي، او هم به مو خپله ټولنه، او خپل ځوانان د ګاونډيو، او غربي کلتور راوړونکو د يرغل څخه ژغورلي وي.

    

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې خپلې ټولنې ته د هغو د کلتور د ساتنې لپاره يو مثبت پیغام رسول وو.

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، ، او کلیوال،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ