غالباً ورځ وړاندې مې د ايمان په اړه خبره کړې وه چې اصلي ايمان هغه دی چې مونږ وساتي، نه هغه چې مونږ يې هر وخت څوکيداري وکړو.
دې خبرې ته ځينو دوستانو سواليه کمنټونه کړي و چې يعنې څه؟!
غواړم په اړه يې لږ وضاحت ورکړم.
لومړی خو زما تبصره د ايمان په اړه د خپلې ټولنې د خلکو د تعامل اړوند وه؛ نه د ايمان د هغه کلامي او تخصصي بحث په اړه چې د علماء کرامو لخوا په کې له پخوا راهيسې اختلافات راغلي دي چې ايمان يوازې د زړه تصديق او د ژبې اقرار دی او که نه د جوارحو اعمال هم په کې شامل دي، او يا دا چې ايمان ذاتاً خپله زياتېږي او کمېږي او که نه د زيادت او کمښت نه يې مراد د مؤمنانو په اعمالو کې د تاثير زیادت او کموالی دی. همدا ډول د ايمان هغه اړخ مې هم هدف نه و چې د کبيره ګناه مرتکب له ايمانه خلاصېږي او که نه فقط ګنهکار حسابېږي او که د معتزله و په فکر؛ نه په ايمان کې پاتې او نه هم په کفر کې شامل ګڼل کېږي.
په هر حال که په فعلي شرايطو کې خپلې ټولنې او دلته د ايمان اړوند زمونږ تبصرې او د ايمان په اړه اندېښنې ووينو نو په لنډ ډول ويلی شو چې زموږ په ټولنه کې موندل کېدونکي ايمانونه دوه ډوله دي، يو هغه ايمان دی چې مونږ ته راپه شا کړل شوی وي، راپه شا کوونکي يې یا خپله ټولنه ده، کورنۍ ده او يا مو هم استاذان او ملايان دي، له په شا کولو مې هدف دا دی چې د خپل ايمان د ماهيت او کيفيت په اړه پوه شوي نه يو چې ولې په خدای باور لرو او يا بايد پرې باور ولرو؟ د الله تعالی د وجود په اړه مو عقلي او منطقي دلايل نه دي څېړلي او نه هم که څوک راڅخه پوښتنه وکړي قانع کوونکی ځواب ورکولی شو! دا هغه ايمان دی چې مونږ يې ساتو!!
پوښتنه پيدا کېږي چې دا ډول ايمان مونږ له څه شي ساتو؟! لنډ ځواب يې دا دی چې له خرابېدو، فاسدېدو او ضايع کېدو يې ساتو... ځکه چې د هغو خلکو له خوا راته د ايمان د ساتل کېدو ویل کېږي چې راپه شا کړی يې دی!! همدوی دي چې راته وايي، له فلانکي سره مه کېنئ چې ايمان مو خرابوي!! د فلانکي کتابونه مه لولئ چې عقيده مو فاسدېږي، د بستانکي تقریرونو ته غوږ مه نيسئ چې ایمان نه به پرې خلاص شئ!! دا نو هغه ايمان دی چې مونږ يې بايد ساتنه وکړو!!
او يو هغه ايمان دی چې مونږ يې د خپل قناعت پر اساس خپلوو، زړه مو پرې قانع کېږي، الله تعالی د مختلفو څېړنو او مقارنو وروسته ښه دقيق پېژنو، په موجوديت او وحدانيت يې سل سلنه ډاډه کېږو، عقلي او نقلي دلايل ورته لټوو او بيا د همدغو دلايلو محسوس تاثيرات د خپل تفکر پر اساس خپل شا او خوا؛ په مختلفو مخلوقاتو او د خپل وجود په داخل کې وينو، په دې اړه د راپيدا کېدونکو ټولو شکونو او شبهاتو ځوابونه پيدا کوو... دا ډول ايمان هغه اصلي ايمان دی چې مونږ له تيارو راوباسي، ذهني اضطراب مو پرې ختمېږي، په الله تعالی مو باور دومره قوي کېږي چې په عبادت کې يې لذت محسوسوو او عبادت يې حق ګڼو، په شوق او رغبت يې ټول فرمانونه او قوانين عملي کوو، که کله مو د کوم الهي فرمان تخلف وکړ نو دستي پرې خفه کېږو او خپل ايمان مو مجبوروي چې له الله تعالی بښنه وغواړو او توبه عملي کړو. د دې ايمان په غوښتنه د ژوند په هر بُعد کې پرته د کوم انسان او يا بل مخلوق له ويرې، جبر، اکراه او طمعې د الله عبادت کوو، همدا عبادت مو بيا اخلاق اصلاح کوي او د اخلاقو په اصلاح مو په ټولنه کې فردي او ټولنيز ژوند سمېږي، معاملات مو له جعل او تزوير خلاصېږي او بالآخره په ژوند کې مو د الله تعالی د عدالت غوښتنه تحقق مومي. دا ايمان کاملاً د نور حيثيت لري، ځکه چې د ژوند په هر بُعد کې ترې له شته تيارو او تورتمونو د ختمولو لپاره رڼا اخلو.
په دې هيله چې د دوستانو پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ویل شوی وي.
هدانا الله جميعاً #ايمان #مونږ #له_بلې_زاويې
No comments :
Post a Comment