حقيقت څه دي؟ څنګه حقيقت ته رسيدلې شو؟ د چا ومنو؟ دا هغه سوالونه دي چې فکر کوم اوس به داسې ځوان نه وي چې دا پوښتنې ونکړي.
لنډه نمونه ښکته ليکل شوی آيت کريمه ده، ددغه آيت په څېر نور آيتونه دي چې الفاظ يې ډير ساده او په اساني سره ترينه درک اخستلی شو، خو لاره هله ورکوو کله چې د الله د کلام تر څنګ نور پکې شريکان کړو.
[سُوۡرَةُ النّحل : 116] "وَلَا تَقُولُوا لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هٰذَا حَلٰلٌ وَهٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ.او دا چي ستاسي ژبي د درواغو حكمونه صادروي، چي دا حلال او یا دا حرام دي؛ نو په دغه شان حكم كولو سره پر الله درواغ مه واياست. څوك چي پر الله درواغ تړي، هغوى هيڅكله برى نه مومي."
مونږ ته ويل کيږي: يو څه الله تعالی په قرآن عظيم الشان کې حرام کړي، يو څه په سنت نبوي کې حرام شوي، يو څه نورو باندې د علماوو اجماع شوی چې حرام دي، يو څه نور د علماوو د اجتهاد په پايله کې حرام شوي او دا لړۍ روانه ده.
د همدغو پورته ياد شوي دلايلو په نتيجه کې بيا مونږ په قرآن عظيم الشان تور لږوو چې پيچيده دې او د هر چا سر پرې نه خلاصيږي، خو که لږ انصاف وکړو بيا وينو چې د الله خبرې ډيرې ساده او اسانه وې او ددې ګنګستيا حالت لامل او دا چې مونږ خپله لاره ټاکلی نشو ، دا دی چې مونږ د نورو خبرې د الله جل جلاله د خبرو سره په يوې مرتبې کې ږدو. ما ته دا شرک ښکاري خو کيدای شي نورو ته پکې هيڅ شرک ښکاره نشي.
هر انسان خپل پروردګار ته په زړه کې خاص منزلت ورکوي، او د همغه منزلت په اساس خپلې فيصلې کوي. زما په وړاندې که يو خوا ته د الله کلام وي او بل خوا ته د انسان، زه بدون له هيڅ تردد د الله کلام په غيږ کې نيسم او پرې عمل کوم او ما ته د هيڅ انسان نظر پدې باب د ارزښت وړ ندې و لو که نوم او تخلص يې په يوې صفحی کې د ځايدو نه وي، او نه ځان پرې مکلف بولم.
هر کله چې د الله تر څنګ نور ياديږي نو زما سترکو ته تل دا آيات راځي: "[سُوۡرَةُ الزُّمَر : 67] وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِۦ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُۥ يَوْمَ الْقِيٰمَةِ وَالسَّمٰوٰتُ مَطْوِيّٰتٌۢ بِيَمِينِهِۦ ۚ سُبْحٰنَهُۥ وَتَعٰلٰى عَمَّا يُشْرِكُونَ
دوى هغسې د الله قدر ونه کړ لكه څنګه چې د هغه د قدر كولو حق دى ، د قيامت په ورځ به ټوله ځمکه د هغه په موټي کښې وي او اسمانونه به د هغه په ښي لاس کې نغښتل شوي وي. الله د هغه شرک څخه پاك او لوړ دى چې دوى يې كوي." #کليم
No comments :
Post a Comment