زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

استخباراتي مفتيان

استخـ ـباراتي مفتـ ـیان، او د هغو فتـ ـوې!

  

هر یوه مفتـ ـي چې کله هم په یوه فتـ ـوا سره يو څه حـ ـلال ګرځولي دي، نو زمونږ خپل دیني، او ترڅنګ يې انساني تاریخ ګواه دی چې یو بل مفتـ ـي راپیدا شوې دی، او دده په فتـ ـوو سره حـ ـلال شوي شیان یې بیرته حـ ـرام ګرځولي دي. او که چیرې کوم مفتـ ـي په یوه فتـ ـوا يو څه حـ ـرام ګرځولي دي، نو یو بل مفتـ ـي راپیدا شوې دی، او دده په فتـ ـوا سره هغه حـ ـرام شوي شیان یي بیرته حـ ـلال ګرځولي دي.

    

سر دې پرې خلاص نه شو؟ سمه ده! راځه چې د مفتـ ـیانو د یو څو مزخرفو فتـ ـواګانو مثالونه په شریکه سره ولولو: مفتـ ـیانو صاحبانو تلویزیون، رادیو، لاوډسپیکر، انټرینټ، موبایل، ریل ګاډې، قهوه (کافي)، د ابو بمبه (نلکه)، او داسې ډیر نور څه چې د انسان په ژوند کې خورا اهمیت لري لکه د چاپ ماشین، هغه ماشین چې قرآنکريم، او د ښونځیو کتابونو پرې چاپیږي هم په یوه فتـ ـوا سره مفتـ ـي يې ورله کارول "دوه سوه کاله" ګناه، او حـ ـرام وګڼل، خو موده وروسته بیا د نورو مفتـ ـیانو په فتـ ـوو سره همدغه پورته ذکر شوي، او نا ذکر شوي په زرهاوو حـ ـرام شوي شیان بیرته حـ ـلال، د ثواب کار، او د وخت ضرورت وګرځولې شو. د چاپ ماشین، او ریل ګاډی، قهوه، خو ستاسو د پیدایښت څخه وړاندې خبره وه، ستاسو به شاید په نویېمه لسیزه کې د فلم او تصویر په اړه د مفتـ ـیانو فتـ ـوې یادیږي چې حـ ـرامو او د ګناه کار وو، ولې که نن وګورئ د "یوټیوب"، او "میټا" د آمدنۍ په وجه هر یو مفتـ ـي په آخر کې خامخا وایې چې چینل ورسره ضرور سبکسرایب کړئ چې بیا بله ویډیو وګورئ، مفتـ ـي تاسو ته سبسکرایب خبره ځکه کوي، ځکه هغه په دغه ډول په پټه پیسې ګټي، ستاسو غم ورسره نه وي. 

   

د فاطميينو د خـ .ـلافت شپږم خليفه "الحاکم بامر الله" د مفتـ ـیانو په فتـ ـوو سره په ښځو ژوند دومره تنګ کړو، چې موچيانو (پېزارګنډونکو) ته يې فرمان (فتـ ـوا) صادره کړه چې ښځو ته بوټان او چپلکې جوړې نکړي، او له ښځو څخه يې بوټان او چپلکې راټولې کړې تر څو بهر ونه وځي، او د یوې بلې فتـ ـوې پرمټ خلیـ ـفه مؤمنانو ته وویل چې ښځې بايد د کور په هغو برخو کې پرينښودل شي له کومه چې د کوڅو، او لارو څارلو يا سيل کولو امکان وي. زمونږ په ژوند، او په همدې نني دور کې د مصري وهـ ابیـ ـانو، او سلـ فيـ ـانو د ډلې مفتـ ـي (محمد اسماعيل مقدم) هم یو هغه څوک وو چې په تلویزیون يې د خپل (الإجهاز على التلفاز: تلويزيون ماتول يا، تلويزيون بايده مات کړل شي) کتاب په اړه په ژوندۍ بڼه د تلويزون په ښیښه خپلو شاګردانو ته خپله زرينه وينا وړاندې کړه. متاسفانه چې دغه فتـ ـوا خو مفتـ ـي په مصر کې ورکړه، خو روایتپرسته، او فتوه پرستو وهـ ابیـ ـانو، او سـ لفـ ـي فکره مشرکینو شاګردانو يې همدغه فتـ ـوا بیا په سمه توګه توګه د پښتنو په سېمو کې پلې، او عملي کړه.

      

 کلیوالو! دا خو د وخت د مفتـ ـیانو خبرې وې. خو پام مو وي چې د یوه شي حـ ـرام ګرځول یوازې د څښتن تعالی ج واک، اختیار، او کار دی، او دا واک حتی د محمد رسول الله (ص) سره هم نه وو، هغه (ص) به یا منعه کوله، او یا به يي له یو څه څخه نهي کوله، خو څه به یې حـ ـلال يا حـ ـرام نه ګرځول مثلا څښتن تعالی ج په دغه اړه په قرآنکريم کې فرمايي: يَـٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِىُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَآ أَحَلَّ ٱللَّهُ لَكَ... ترجمه: اى نبي! ته ولې هغه شى حـ ـراموې (بندوې) کوم چې الله تا ته حـ ـلال كړى دى؟

که دغه ایت ته ښه ځېر شئ، نو پوهه به شئ، چې د یوه څه د حـ ـرام ګرځولو د فتـ ـوې حق حتی د پیغمبر (ص) سره هم نه وو، او زمونږ په دین کې زمونږ یواځینې مفتـ ـي صرف څښتن تعالی ج دی. 

   

هوښیاران خلک د مفتـ ـي انسان څخه ډیر بد وړي، هغو ته یو مفتـ ـي انسان ډير دروغجن شخص ښکاري، دومره غټ دروغجن چې آن په الله تعالی ج باندې له خپل ځانه جوړ کړای شوي دروغ، او بهتان وايي. او د پښتنو دا ټولنه چې نن په غضب، او قهر ککړه ده، او د هیڅ یوه تهمت څخه خلاصی نه مومي، دا خدای تعالی ج په قرانکریم کې د دغو مفتـ ـیانو، او د هغو د حامیانو سره وعده ده. څښتن تعالی ج فرمايي: وَلَا تَقُولُوا۟ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ ٱلْكَذِبَ هَـٰذَا حَلَـٰلٌ وَهَـٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُوا۟ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ ۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى ٱللَّهِ ٱلْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ. ترجمه: او په دې وجه چې ستاسو ژبې دروغ بیانوې تاسو دا مه وایئ چې دا حـ ـلال دي، او دا حـ ـرام دي، د دې لپاره چې تاسو په الله باندې له ځانه دروغ جوړ كړئ، بېشكه هغه كسان چې په الله باندې دروغ تپي، هغوى به خلاصى ونه مومي.

     

لکه څرنګه چې پورته ذکر شوو، که ستاسو ښه پام وي مفتـ ـیان خپلې اکثره فتـ ـوې په میرمنو راڅرخوي، مثلا یو مفتـ ـي به فتـ ـوا ورکړي، او وایې به چې د میرمنو اواز عورت دی، یا يې اوریدل ګناه ده، بل به یې مخ عورت ګڼي، څوک به وايي ويښتان يي، څوک به وايي خوشبو يي، څوک به وايي کار يي، څوک به وايي حتی تعلیم يې هم په ثابته فتـ ـوا سره حـ ـرام، او د ښځو تحصیل خو د ګناه کار دی، دغه زمونږ د ټولنې مفتـ ـیان "به خلاصی ونه مومي" ځکه دغه ټول د خدای تعالی ج په قهر ککړ دي، يو مفتـ ـي يې یو څه وايي، او بل یې بل څه، او هر یوه د ځان څخه (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله) یو خدای جوړ کړی دی، او د انسانانو د ژوند وسایل، او خوږې لحظې حـ ـراموي، او ورسره لګیا دي په درز کې د بل د ګټول لپاره فتـ ـوې ورکوي. خو زما مؤمن، او مسلمان کلیواله وروره پآم دې وي چې څښتن تعالی ج د میرمنو د فتـ ـوو په حقله پخپله فرمايي: وَيَسْتَفْتُونَكَ فِي النِّسَاءِ ۖ قُلِ اللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ…. ترجمه:، او (اى پیغمبره!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي (فتـ ـوا غواړي)، ته ورته ووایه: (صرف، او صرف) الله تعالی ج تاسو ته د هغوئ په باره كې فتـ ـوا دركوي…

  

مونږ هم انسانان یو، ډوډۍ خورو، او په دې مونږ ټول ښه پوهیږو چې په ډاکټرانو کې هم بد خلک شته، په انجنیرانو کې هم، په ښوونکو کې هم، او په ملایانو، او قاریانو کې هم بد خلک شته دی. ښه، او بد د انسانانو پورې تړل شوي دي، تر څو چې انسانان، او انسانیت وي تر هغې به ښه، او بد په انسانانو کې پیدا کیږی. ولې که یو څوک ډوډۍ خوري، او دا ورسره وایې چې څښتن تعالی ج عقل هم راکړی دی، نو که یو څوک ترینه پوښتنه وکړي چې وا وروره، دغه د طب د پوهنځیو فارغان خو مو مریضان درته تداوي کوي، دغه د حربي ښونځي فارغان مو ژوند، او سرحدونه ژغوري، انجنیران مو ماڼۍ، سړکونه، مکتبونه، جوماتونه، پوهنتونونه، او پلونه درته جوړوي. خو دا هر کال چې په زرهاوو پښتانه ځوانان د حـ قانـ ـیه مـ ـدرسـ ـې، او د کـ ـراچۍ دارلـ علـ ـوم څخه د مفتـ ـیانو، او اخـ.ـ وندانو په نوم سره فارغیږي، هغو درته کوم خدمتونه وړاندي کوي؟

      

پوهیږم چې ستاسو په ذهن کې به سمدستی راځی چې دین راته تشریح کوی، دین راته اسانوي، دین راته په تفصیل سره بیانوي، او …. 

  

خو زما په آند په دغه خبره کې غلط یاست، سل په سلو کې غلط یاست، که چیرې تاسو غلط نه یاست نو (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله) څښتن تعالی ج به بیا غلط وايي. که اخـ.ـ وند، او مفتـ ـي درته الهي دین اسانوي، یا درته الهي دين تشریح کوي، بیا نو (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله) قرانکریم ناقص دی، نو که چیرې د یو چا ځواب دا وي چې قرانکریم ناقص دی، نو دغه شخص د الله تعالی ج په ستر، او بهترین کتاب کـ ـفر وکړ، او که چیری وایی چې ناقص نه دی نو بیا لازمه ده چې هغه د فتـ ـوو، او نور ژیړ کتابونه چې ستاسو د ورونو، او بچو څخه وحشی ځناور جوړوي، کوم کتابونه چې په پښتنو بیرته پښتانه وژنـ ـي، کوم کتابونه چې په افغانانو بیرته افغانان وژنـ ـي، کوم کتابونه چې په انسانانو انسان بیرته وژنـ ـي، باید د نړۍ، او بالخصوص ددې سیمې له مخ څخه لیري شي. او هغه ولې؟ ځکه چې د خدای تعالی ج کتاب پخپله مکمل دی، نه د چا تشریح ته ضرورت لري، نه د چا تفصیل ته ضرورت لري، او نه پرته ددغه کتاب څخه نورې کومې وحيې شتون لري، او نه د څښتن تعالی ج تر څنګ کوم مفتـ ـي ناست وو چې نن مونږ ته دا رلوښايي چې هغه وخت خدای تعالی ج څه ویل، او څه یی مطلب وو. 

   

خبره راڅخه ډیره اوږده شوه، خو پوره فکر، او توجه مو غواړم چې په لاندې ایتونو کې څښتن تعالی ج څه، چاته، ولې، او څنګه فرمايي: 

— وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ. ترجمه: او مونږ په تا باندې (ای پیغمبره) كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين، او تقوا) د هر شي لپاره (په كې) واضحه بیان شته دى، او هدایت، او رحمت، او زېرى دى د مسلمانانو لپاره.

— (پام مو وي دا زه نه وایم، دا څښتن تعالی ج وايي چې په دغه کتاب کې هر شي واضحه بیان دی. اوس نو که تاته کوم مفتـ ـي روآیتونه، او فقهي مسئلې راوړي چې یو څه درته په دې شکل لا نور هم واضحه کړي چې د څښتن تعالی ج کوم بنده ته آزار، او اذیت ورسوې، دا نو بیا د څښتن تعالی ج سره د هغه په کتاب، او نظام کې شریک جوړول شو).

— وَمَا كَانَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَـٰبِ لَا رَيْبَ فِيهِ مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ. ترجمه:، او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي، او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده (قرآنکريم) نه مخكې دي، او د رب العلمین له جانبه د كتاب تفصیل دى چې هېڅ شك په كې نشته.

— (تاسو ته خدای تعالی ج پخپله وایې چې د هغه له جانبه صرف د هغه کتاب پوره تفصیل دې، او هیڅ شک په کې نشته، نو اوس که یو مفتـ ـي د نورو تفصیلي کتابونو پسې منډې وهي، او د خلکو ازادي بالخصوص میرمنو فردي آزادي پرې صلبوي، د ځوانانو حقوق پرې لمنځه وړي، کلتورونه پرې ړنګوي، نو مطلب دادي چې مفتـ ـي ته د څښتن تعالی ج په دغه کتاب کې بیا شک ښکاري).

— وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ. فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ. ترجمه: په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت، او تباهي ده. نو له دې (قرآنکریم) نه وروسته به دوئ په بل څه شي (بلې کومې خبرې، فتـ ـوې، روایت، حدیث) ایمان راوړي؟

— (نو د څښتن تعالی ج له کتاب څخه پرته بله کومه فتوه، خبره، بله فقه، بل کوم حديث، او بله هیڅ کومه مسئله د ایمان راوړلو لپاره نشته، که یو څوک وایې چې شته دی، ، نو هغه مسائل ټول اختلافي دي، او په دې نه ارزي چې یو انسان دې پرې ازار شي، او یو هیواد دې پرې ړنګ شي). 

— مَّا فَرَّطْنَا فِى ٱلْكِتَـٰبِ مِن شَىْءٍ ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ. ترجمه: مونږ په دغه كتاب كې (د ایمان، او تقوا متعلق) هېڅ یو شى (بې ليكلو) نه دى پریښى، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي. 

— (څښتن تعالی ج وايي چې زموږ څخه هیڅ شی نه دی پاتي بلکی ټول په دی کتاب کې دي، که د دین خبري دي نو هم ټولې په دې کتاب کې دي، که د خلقت (پیدایښت) خبرې دي، نو هغه هم په همدې کتاب کې دي، او که …).   

— په قرانکریم کې څلور ځل څښتن تعالی ج فرمایی چې: وَلَقَدْ يَسَّرْنَا ٱلْقُرْءَانَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ. ترجمه: او یقینًا یقینًا مونږ دا قرآن (د یادولو، او پند اخيستلو لپاره) اسان كړی دى، نو ایا څوك پند اخيستونكى شته؟. (هوښیار ته خو اشاره کافي ده، که په اشاره نه پوهیږی، نو په یوه خبره پوهیږي، خو په قرانکریم کې دغه ایت شریف څلور ځله راغلې دی، او خدای تعالی ج پخپله وايي چې یقینا مونږ دا قرآنکريم آسان کړې دی، نو که مفتـ ـي اوس وايي چې اسان نه دی، او هغه به فتوي ورکوي چې لا نور آسان شي، نو ایا (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله) څښتن تعالی ج به بیا نو …. استغفرالله العظیم.

    

پټ راز دادې چې خپل حـ ـرام یوازې د قرانکریم څخه واخلئ، په قرانکریم یواځې ۱۴ شیان حـ ـرام دي، او بس (لومړنی کمینټ). نور له خپل ژوند څخه خوند واخلئ، او د مفتـ ـیانو پسې مه ګرځئ، هغه څه چې په قرانکریم حـ ـرام دي، هغه په تورات، انجيل، او زبور کې هم حـ ـرام دي (دويم کمينټ)، او هغه څه چې په دغو کتابونو کې حـ ـرام دي د یادلو وړ ده چې هغه په چین، جاپان، هندوستان، امریکا، او اروپا کې هم حـ ـرام دي. کلیوالو! الهي محرمات یا حـ ـرام شمولي وي، یعنې د نړۍ ټول انسان دغه د خدای تعالی ج حـ ـرام کړای شوی شیان حـ ـرام ګڼي، او ابدي وي، یعنې د نړۍ د اولني انسان څخه تر اخریني انسان پورې به حـ ـرام، حـ ـرام پاتې وي. او په نړۍ کې هیڅ داسې یو قانون نشته چې زنا، د خنزیر غوښه، د والدینو بې احترامي، او یا د یتیم مال خوړل دې جبري کړي، او یا د ورله نه خوړل جبري کړی.

   

ها ریښتیا! هغو چې فتـ ـوې ورکوی، او هغو چې فتـ ـوې اخلي خبر یاست چې ددغه خلکو خدای څوک، او څه ډول دی؟ د مفتـ ـیانو د خواهشاتو څخه د جوړ خدای، او ددوي د نفسي خواهشاتو په اړه د فتـ ـوو ورکونکي په اړه، زمونږ څښتن تعالی ج په خپل مقدس کتاب کې فرمايي چې: أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا (*) أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا. ترجمه: ایا ته هغه څوك وینې چې خپل معبود (خالق، خدای يا اله) يې خپل خواهش (نفس) ګرځولى دى! ایا نو ته به په ده باندې (اوس څه) نګران يې. ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دویې زیاتره یې اوري، یا له عقل څخه كار اخلي، (نه) دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې دویې د (سمې) لارې په لحاظ زیات ګمراه دي.

    

کلیوالو! مونږ ته خو زمونږ په مقدس کتاب کې زمونږ څښتن جل‌جلا‌له وایې چې (زه د ټولو مخلوقاتو "رب العالمین یم"، همدا پیغمبر (ص) مې "رحمت للعالمین" دی، او دغه مقدس کتاب قرآنکريم مې "هدا للناس" دی، یانې د رنګ، ژبې، شکل، منطقې، او مذهب پرته ددې نړۍ د ټول انسانیت، او انسانانو لپاره یو ستر هدایت دی)، او هغه جل‌جلا‌له دومره کوچنې نه شي کیدای، هغه جل‌جلا‌له دومره ظالم نه شي کیدای، او دومره خونخواره هم نه شي کیدای چې په یوه فتوه سره یوه افغانه ميرمن، او يو افغان ځوان دې د توهین، او سپکاوي دې حد ته ورسوي لکه دا نن چې د مفتـ ـي د نفسي خواهشاتو د جوړ خدای د جوړو فقهو، او روايتونو له وجې دي.

    

وا کليواله، دا خدای ستا خدای دی، نو ته باید نه د ملحدینو، نه د اخـ.ـوندانو، نه د ترویستفکره مفتـ ـیانو، او زمونږ د مؤمنینو او یا د بل چا په خبرو هیڅ غلط نه شې، ته باید د خپل خدای سمه لاره په خپلو سترګو او په خپل فکر سره پیدا کړې، او وروره ډیر زیات پام ګوره چې دا کار کوم اخـ.ـوند صیـ.ـب او د روايتونو کوم مفتـ ـي ته پرینږدې، هسی نه چې بیا په هغه سخته ورځ کې وايي چې: يَٰوَيْلَتَىٰ لَيْتَنِى لَمْ أَتَّخِذْ فُلَانًا خَلِيلًا (الفرقان - 28). ترجمه: اى (زما هلاكته، زما عذابه، زما خرابۍ) ! كاشكې چې ما خو فلانكى سړى (مفتـ ـي، اخـ.ـ وند، چڼی، شیخ) په دوستۍ او ملګرتیا سره نه واى نيولى.

 

— وَقُلِ الْحَقُّ مِن رَّبِّكُمْ ۖ فَمَن شَاءَ فَلْيُؤْمِن وَمَن شَاءَ فَلْيَكْفُرْ... ترجمه: په ډاګه ووايه چې دغه حق دى ستاسې درب له لوري، اوس كه د چا زړه غواړي ودې مني (ايمان دې راوړي)، او كه د چا زړه غواړي منكر دې شي (کفر دې وکړي).

 

اې د عدالت ربه! دا لوبه خو ورانه کړه! نور که څه کوې که نه! خلاص مو له مولا نه کړه! (غني خان).

  

— ادامه لري….

    

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. (يس-۱۷). زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې، او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ). 

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ