زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/24/23

اجل دي ونيسه

د حضرت أمير المؤمنين علي بن أبي طالب رضي الله عنه خلافت پرمهال عاصم ابن زياد ترک دنيا وکړه، عبادت ته يې مخه کړه خپل کور، ال عيال، ښايسته او نرمه جامه، ښه خواړه او د دنيا عيش نوش يې ټول پريښودل.
د هغه ورور علاﺀ ابن زياد په دغه حالت له خپل ورور سره تنګ راغى نو حضرت امام علي عليه السلام ته يې عرض وکړ چې زما ورور عاصم د دنيا هرڅه ته شا کړې ده او اخرت ته مخه، پرته له لمونځ او دعا څخه يې بل کار نسته.
حضرت امام علي رضي الله عنه د عاصم عاجل جلب کولو امر وکړ، کله چې هغه حاضر کړل سو نو ورته يې وفرمایل:
اي د زان دښمنه، پخپل کور او اولادونو دې زړه درد نه کوي او رحم و شفقت نه لرې؟
اي د زان دښمنه، آيا دومره نعمتونه خداى پاک جل جلاله خپل بندګانو لپاره همدغه لپاره حلال او مباح کړي دي چې لاس ورنږدې نکړي؟
ايا خداى پاک جل جلاله خپل بنده ته خپل مباح نعمتونه په لاس ورکوي بيا ورته د هغه مباح نعمتونو څخه استفاده حرامه بولي؟
عاصم ورته جواب کي وويل چې تاسو پخپله بې کيفيته لباس په تن او بې خونده سپېره خواړه کوئ او ماته بيا داسې وړاندوینه کوئ!
امام علي رضي الله عنه ورته وفرمايل:
(ويحک = اجل دي ونيسه) زه ستا په څېر نه يم، عادل حاکم بايده د خپل ولس هغه غريبانو په شان ژوند غوره کړي ترڅو هغوى پخپل ژوند او بخت ناراضه نه سي او د بدبختۍ يا کمترۍ احساس ونکړي.
قاضي باران



No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ