زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

استخباراتي جهادونه

روایتي استخــ باراتي جنــ ګونه!

  

ستاسو د ټولو به ښه یاد وي چې مولانا "فضل الرحمن" په یوه مطبوعاتي غونډه کې ژورنالیستانو ته ويلي وو چې د پښتنو په سیمه کې مدرسې، او دغه ټول د دین په نوم سره "جنــ ګونه" د غربــیانو کار وو، تر څو هغو زمونږ په روآیتونو سره د روس مخه ډب کړي.

  

کلیوالو که ستاسو اجازه وي! راځئ چې ټول په شریکه سره د روآیتونو د کتابونو څخه د روایتي خلکو په نفعه تېر تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو؟؟

  

ستاسو د ټولو به د مکتب، او د پوهنتون د کتابونو څخه ښه په ياد وي چې د روآیتونو په تاریخي کتابونو کې ذکر شوي دي چې صحابوو، او تابعینو چې کله د حضرت حسین رض سر غـ.ـ وڅ کړو، او د عبدالله بن زیاد پر وړاندې (مخې ته) يې کیښودو. نو بیا يې د عبدالله بن زیاد سر غـ.ـ وڅ کړو، او د مختار الثقفي په وړاندې يې کیښودو. او بیا يې د مختار الثقفي سر غـ.ـ وڅ کړو، او د عبدالله بن زبیر مخې ته يې کیښودو. ورپسې يې د عبدالله بن زبیر سر غـ.ـ وڅ کړو، او د عبدالملک بن مروان په وړاندې يې کیښودو. او، او، او ... چې د قـ ـتل دا لړۍ، په اسـ.ـلامي خـ .ـلافت، تاریخ، امـ .ـ ارت، او تاریخ کې ډیره لیرې تللې ده.  

  

که لږ څه نور تاریخي وضاحت وکړو، او د روآیتونو څخه یوه بله تاريخي پاڼه راواخلو لکه د بې بی عایشې (رض) په مشرۍ کې د "جمل" جنــ ګ وشو، مؤرخین مختلف ارقام ښایې، خو تقریبا لس زره صحابه کرام، او تابعین په دغه خپلمنځي جنــ ګ کې لمنځه لاړل، آن چې د همدې وژلی شوو څخه ځینو يې د جنت کونجي او زیری په لاس درلود، روآیتونه، او تاریخي کتابونه دا هم وایې چې دا جنــ ګ د صحابو په مینځ کې د اقتدار لپاره وو، خو مونږ پرې په دې خاطر آزاد، او یو منصفانه بحث نه شو کولې چې آخر ولې دا دومره ستر جنــ ګ؟ ځکه چې مونږ ددې کار لپاره خپله دیني اجازه نلرو، او دغه ډول بحث کونکي ته د اخـ.ـ وند صېب له طرفه مرتد، او ملحد ویلی کیږي.

  

که ورپسې ووایو چې د "صفين" په معرکه کې "حضرت علي" (رض)، او "حضرت معاویة" (رض) یو د بل خلاف د قدرت د حصول لپاره، یا د سیاسي کړکیچ په وجه، یا د حق د ویلو لپاره دغه دوه صحابه کرام یو د بل په ضد جنــ ګ ته راووتل. په دغه جنــ ګ کې څه کم دری‌لکو (۲۶۵۰۰۰) هغو مقدسو خلکو چې د خپل وخت (صحابه کرام، او تابعین وو) په خپل مینځ کی جنــ ګ وکړل، او متاسفانه چي ددغه مقدسو خلکو د خپلمنځي جنــ ګونو په نتیجه کی د "حضرت علي" (رض) له ډلی څخه ۲۵ پنځويشت‌ زره مسلمانان شهيدان شو، او د "حضرت معاویه" (رض) له ډلې څخه ۴۵ پنځه‌څلویښت‌زره کسان شهیدان شو. 

  

همدا رنګه د "نهروان" په خپل منځې جنــ ګ کې، او په نورو خپلمنځي جنــ ګونو کې څومره مسلمانان شهیـ ـدان شو، دا پخپله ولټوي. خو بل طرف ته "خالد بن ولید" (رض) په لکهاوو مسلم، او غیر مسلم کسان وژلي شوې وو، د تاریخي تقسیم له مخې د ورځي تقريبا سوونه کسان جوړیږي چې د هغه (رض) په لاس لمنځه لاړل.، او ولې به صحابه د سیاست په نوم مړه کیدل، او بیا به په پیریانو تاوانیدل.


دا د‌ هغه وخت قیصي او تاریخونه دي چې آمریکا لا کشف شوې هم نه وه، نه اسرائیلو دولت درلوده، او نه اروپا داسی متحده وه لکه دا نن. نه پاکستان جوړ شوی وو، او نه "فضل الرحمن" موجود وو، او نه يې د يې د ګاونډیانو په ګټه مطبوعاتی اعلامیې ورکولې. دا چې مونږ پخپل لاس او د خپل ممبر څخه د خپل وطن د ویجاړیتا فتوې ورکړې، او دغه د مرګ، او قـ ـتل تاریخ مو یو سم تاریخ وبللو، نو اوس دا جرات هم باید ولرو، او ووايو چی دا په کور دننه تشدد مو یوه اشتباه کړې وه، ددی اشتباه لپاره بل ملامته کول، او د ځوان نسل څخه یا خپله ګناه پټول شاید چې یوه بله ستره غلطي، او بله ستره ګناه وي.

  

زمونږ د ټولو ښه په یاد دي چې د حـ.ـ قاینه مدرسو روزل شوو کسانو څومر ځوانان راووژل، او د وطن د بچو د مرګ لپاره یی څومره فتوې ورکړې، مګر مولانا "فضل الرحمن" په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې هر څه خلاص کړل، ټوله پړه يې پر غرب واچوله، او خپل ځان يې لکه د سولې سپنه کوتره نه بلکې سپین باز یاد کړو.

   

مونږ نه دا جرأت لرو، نه څوک اجازه راکوي، او نه به دا سپینه او پوست کنده خبره خپلو بچو ته وايو چې د اسـ.ـ لامي خـ.ـ لافت دوره څرنګه وه، او څه په کې شوي ول. مونږ تل هغه وایو چې اخـ.ـ وندان صاحبان يې غواړي، او راته يې د روآیتونو څخه وایې، او هغه به کوو چې ددوئ استخــ باراتي ګټې پکې نغښتې وي.

  

مونږ به هيڅکله هم خپلو بچو ته دا ونه وایو چې په دغه سپيڅلي اسلامی جـ.ـ هادي دوره او خـ.ـ لافت کې حضرت "عمرفاروق" (رض) شهیـ ـد کړای شو، حضرت "عثمان بن عفان" (رض) پکې شهیـ ـد کړای شو، او په جسد يې لوبې وشوې، او جسد یې ورله خښېدو ته د دري ورځو لپاره نه پريښودو، ورپسې حضرت "علي" کرم الله وجهه شهیـ ـد کړای شو، او آن په دی مبارک خـ .ـلافت کې يې نه يوازې د نبی کریم صلی الله عليه وسلم د لمسي بدن ټوټه ټوټه کړو، بلکې سر يې ورله په لرګي کې وټومبو، او کوڅه په کوڅه يې وګرځوو. وروسته بیا د اهل بيتو میرمنې د عراق څخه تر شامه، او تر بیت المقدس پوری اسیري، وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې وګرځولې شولې، او داسې یو سلوک ورسره وشوو لکه نن چی يي دا عـ .ـ ش او طـ .ـالـ. ـبـ ـان په افغانستان کې د پښتنو، او د نورو قومونو د میرمنو سره او په عراق کې يې هغه نور وهـ.ـ ابیان د ایزیدیانو سره وکړ، او لګيا دي تر ننه يې هم کوي، او بدبختانه همدغه د روآیتونو کتابونه يې تر ننه پورې هم زمونږ بچو ته تدریس کیږي.

  

مونږ هیڅکله دا جرأت نلرو چې په ډاګه ووايو چې د کوپارو نه بلکې پخپله د مسلمانانو او مجـ.ـ اهدينـ.ـ و په لاس "کعبه شریفه" د اسلام په نوم څو ځل وسوزول شوه، په منجنیقونو وويشتل شوه، او د "عبدالله بن زبیر" (رض) جسد مبارک يې تر درې ورځو پورې د حرم شریف په ديواله کي وټومبلې شو، چې دغه نوموړی د حضرت "ابوبکر الصدیق" (رض) زوم هم وو، ورپسې بیا د مدینې منورې ښار وسوزول شو، او مسجد نبوي په کي هم شهیـ ـد کړای شو، او د انصارو میرمنې او تور سورې په لارو او کوڅو بې عفته او بې عزته شوې. که چیرې کتابي او انټرنېټی سورسونه (منابع) وګورئ چې وروسته څومره حرموني ماشومان ددغه ناوړه تیري په وجه دنیا ته راغلل، نو ډیر به حيران پاتې شئ.

   

خالد بن ولید (رض) چی کله د هغه عرب سر غوڅ کړو، او د دوو تیګو په مینځ کې يې وسزوو نن هم په هيواد کی ټولې جـ.ـ هادی ډلې په خپلو پښتنو او بې وزله افغانانو همغسې کوي، نن هم ځینې د روآیتونو په نوم سره نشه پښتانه تروریـ .ـستان د خپل ورور د وژلو لپاره همغه قیصي او زاړه دلیولونه، فقهې، او روآیتونه کاروی. دا چې ولیکل شو، دا يې يوه وړه نمونه ده، زمونږ ټول ۱۴۰۰ کاله اسـ.ـ لامي تاريخ د مرګ او ژوبلې څخه په يو نه يو ډول ډک دی چې لیکل، او بیانول يې په عامه محضر کې د کوپر برابر دي.

  

نور بس دی، او لکه د نورو مډرنو او اسـ.ـلامي هیوادونو په څیر مونږ هم بايد خپلې فقهې، او روآیتونه د خپلو ګټو په رڼا کې تفسير کړو، او باید د اسـ.ـلامي تاریخ د تمدن او د ترقۍ نمونې په خپل هيواد کې عملي کړو نه د قـ ـتل او قتـ ـال فقهې، روآیتونه، او نمونې. نن په پښتنه ټولنه کې باید مونږ د غربیانو څخه د پوهنتون او‌ مکتب لپاره نظريې واخلو، نه د مولانا "فضل الرحمن" په څیر د خلکو، او اخـ.ـ وندانو صاحبانو څخه او د هغو په لاس د جنــ ګ، او د پردیو د استخــ باراتو د تباهي نظریې، چی وروسته يې بیا په یوه بل چا وروتپو، او ورتاوان يې کړو.

   

د مولانا "فضل الرحمن" مطبوعاتي کنفرانس او اعلاميه که څه هم شايد تر یوه حده به ريښتيني وي، ولی تر ډیره حده ځکه دروغ ده چې نوموړي پخپله په ګران هیواد کې د مرګ، او جنــ ګ فتوې ورکړي دي، او د ډیرو خونخوارو اخـ.ـ وندانو صاحبانو حمایت يې کړې دی، او دا يې اوس یوه بله ډرامه، او ریشخند دی چې په دی غریب ملت یې وهي، چې د ډیرو به پرې له ورایه سر خلاص وي چې ددې خبرو په ویلو سره، او ددغسې مطبوعاتي کنفرانسو په جوړولو سره مولانا څه کول غواړي.

   

طـ .ـ الب که صلحه هم وکړه، او واک يې هم ترلاسه کړ، خو د ګاونډیانو د ګټو لپاره بیا هم د خپل هيواد انسانان قتلوي، کله د پښتو، او فارسي په نوم، کله د سنی، او شيعه په نوم، کله د فقهې، او روآیت په نوم، او کله د شمال او جنوب په نوم سره. د طلوع نیوز د هغه زوړ راپور خو به مو لیدلی، او اوریدلې وو چې طـ .ـ الب انو له تیر دولته په کې غوښتي وو چی د پنځه پاکستانیو شرکتونه دوایانو ته باید په ګران هیواد کې پلورلو ته اجازه ورکړی شي، دا هغه شرکتونه وو چې حتی په لاهور او کراچۍ کې يې د دوایانو پلورلو ته اجازه نه درلوده. مطلب مې دادی که یو څوک د ازادۍ، او جمهوریت په پلمه خپلو اهدافو ته رسیږي، نو شته داسې ډیر خلک، او ګاونډیان چې د دین په بهانې سره خپل ملي، او استخــ باراتي منافع ترلاسه کول غواړي.

  

تاسو خو د تاریخ څخه عبرت نه اخلئ، خو په یاد ولرئ چې هیڅ یوه جـ.ـ هادي ډله هیڅکله هم يو واحد افغانستان نه غواړي، هغوئ ستاسو په سیمو کې، او په دنیا کې يو داسي افغانستان غواړی چی د ګاونډیانو په پخښو کی پروت وي، لکه دا نن چې يې په پخښو کې پرېوت دی. طـ .ـ الب به بیا دا په قطر، اسلام اباد، او په بل هر ځای کې د صلحې لکیل شوې ټولې معاهدې ماتوي، او د فقهې، او روآیت په نوم سره به ورته نور دلايل ګوري لکه څرنګه چی نورې د اسلافو معاهدې زمونږ د دین په تاریخ کې، ددې هيواد په تاريخ کې د مکې مکرمې د قسم خورو په دور، او تاریخ کې ماتې شوي.

   

مونږ يو داسې قوم یو چې بل ته په کنځلو مو زړه خوشحاليږي، او هر ځلې د یوه زوړ تاریخ په تکرارولو سره مخکی تلل غواړو، چی دا یو ناشونې کار، او یوه وروسته پاتې نسخه ده. د لوستلو څخه مو مننه، ډير څه ليکل غواړم خو د موبايل کیبورډ یاري نه کوي.


نو که چیرې فقهې نظام د څښتن تعالی ج د خوښې شریعت، او نظام وي نو بیا په هندوستان کې د دیوبند علماء ولې يو سیکولر نظام غواړي؟ او ولې ستاسو د ملايانو استادان په پاکستان کې جمهوري نظام غواړي؟ ولې د سعودي عربستان علماء کرام شاهي نظام غواړي؟ او ولې د ترکیې او مالیزیا او …. علماء په يوه ټولواکه نظام ټينګار کوي؟

   

خبره واضحه ده، څوک چې د رزوۍ لپاره بغاري وهي او واښه خوري، نو د واښو‌ واله نظام به خامخا غواړي، او څوک چې د څښتن تعالی ج حلال رزق خوري او عقل لري د ټولو انسانانو لپاره به فقهي، او روایتي نه بلکې يو ټول شموله نظام غواړي. 

   

دلته زمونږ په دې وروسته پاتې کلي کې د خـ .ـلافت، او امـ .ـ ارت نه بلکې يو داسې نظام پکار وو چې د جلال اباد هندو، د کابل سیک، د هرات یهودی، د کنړ وه.ابي، د مشرقي د سرحدي سيمو داي.شي، د کندهار حنفي او د بر کلي د ملک صيب د ځوي د ډلې ټول بي دينه په کې په شریکه ټول یوه پارلماني قانون ته ژمن وای، نه د فقهو، روايتونو، فتوو، او فقهاوو په نظريې سره ولاړ د يوه خاص مذهب قانون، او تګلارې ته.   

    

ادامه لري!

  

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. (يس-۱۷). زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې، او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ). 

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ