د اهل سنت په څلورو مشهورو امامانو کې ټولو علی العموم خو امام أبو حنيفه رحمه الله علی الخصوص د تکفير په مسئله کې ډېر احتياط کړی دی، د امام ابوحنيفه رحمه الله شاګردانو د همدې احتياط پر اساس په اعتقادي مسائلو کې دلائل په دوو ډولونو (قطعي الثبوت او ظني الثبوت) ويشلي دي، بيا يې يوازې له قطعي الثبوت دلايلو انکار کوونکي کافر بللي دي، ځکه چې دا ډول دليل؛ اورېدونکو او لوستونکو ته يقيني علم افاده کوي او څوک چې له يو يقين افاده کوونکي دليل نه انکار کوي، نو دا ډول انکار د هغه ايمان عکس/ضد دی چې د يقيني دلايلو پر اساس يو چاته حاصلېږي چې علماء کرام ورته تصديق بالقب وايي. د يادونې وړ ده چې قطعي الثبوت دليل قرآن کريم او متواترو احاديثو ته ويل کېږي.
همدا رنګه يې هغه دلايل چې ثبوت يې د أغلب ګومان پر اساس وي يعنې ظني الثبوت وي، هغه يې په اعتقادي مسائلو کې د حجت وړ ځکه نه دي بللي چې دا ډول دليل اورېدونکو او لوستونکو ته يقيني علم نه افاده کوي، نو ځکه دا ډول ظني الثبوت دلائل يې يوازې د أغلب ګومان په خاطر (له اعتقادي مسائلو پرته) د عمل لپاره حجت ګڼلي دي او بس! بيا يې ويلي دي چې له دغو (ظني الثبوت) دلايلو که څوک د يوې شبهې پر اساس انکار کوي، نو کافر نه بلل کېږي. او بايد په دې پوه شو چې ظني الثبوت دليل هغه دی چې د متواتر له درجې لاندې وي، يعنې ټول اخبار آحاد (مشهور، عزيز او غريب روايتونه).
په ننني عصر کې د ځينو خلکو ټوله هڅه دا ده چې له خپلې ډلې علاوه د نورو ټولو مسلمانانو په عقيده کې طعن وکړي او په ډېره اسانۍ ووايي چې فلانکی ښه سړی، ښه انسان يا ښه عالم دی، بستانکۍ ښه ډله ده خو په عقيده کې يې ستونزه شته! حتی د وحدانيت عقيده هم د خپلو ملګرو په منځ کې منحصره ساتي، يو او بل ته چې خپل همفکره ملګري معرفي کوي نو د (موحد ملګري) ټکی په کې په امتيازي او خصوصي بڼه يادوي، په همدې فکر او په همدې دريځ دوی بيا فکر کوي چې مونږ په مسلمانانو طعن نه کوو او نه يې تکفيروو، عجيبه دا ده چې د يو چا په عقيده کې ستونزه پيدا شوه نو بيا يې په اسلام کې پاتې څه شول؟! يعنې دوی که مباشرتا او په تصريح له تکفير ځانونه ساتي هم خو د دوی دا کار د تکفير د عقيدې لپاره د خامو موادو برابرول دي لا غير.
دا چې اوس په سوشل مېډيا کې دا خلک عوامو ته د دې مسائلو د جزئياتو له بيانولو پرته يوازې په غټو غټو ټکو بحث کوي او يوازې په کلیاتو او غټو غټو نومونو خلکو ته مغالطې اچوي نو په دې عوام خو څه چې حتی د ديني مدارسو د لوړو درجو ډېری طالب علمان هم پرې نه پوهېږي يا يې ورته پام نه کېږي.
دا چې مونږ د خپل دين په اړه د دقيقې پوهې ترلاسه کولو هيڅ هڅه نه کوو او يوازې په تا ويلو او ما ويلو خبرو اکتفا کوو نو بيا هیڅوک دې دا شکايت نه کوي چې مونږ خو د علماوو تر منځ په دې مسائلو کې د اختلافاتو په وجه ګنګس يو، هيڅ سمه لار نه شو پيدا کولی!!! نو زما په آند دا هسې د ځان غولونې يوه بهانه ده او بس! ګنې زمونږ دين څه د جادوګرۍ طلسمي منترونه نه دي چې څوک دې پرې د پوهېدو رښتينې هڅه وکړي او هغه دې پرې پوه نه شي.
الله تعالی د خپل دين په اړه فرمايلي دي ما ستاسو لپاره په دين کې سختي نه ده ایښې. يعنې په دې مبارک دين پوهېدل او عمل کول د سختۍ او مشقت کار نه دی، خو مونږ ځان په زوره او قصداً په تجاهل، تغافل او تنبلۍ کې اچولی دی چې په دين يوازې يو څو کسان پوهېدی شي او نور که څوک وغواړي چې ځان پرې پوه کړي، نو هغه به پرې هيڅ وخت پوه نه شي.
مونږ وينو چې زمونږ قاطع اکثریت حتی د اسلامي شريعت تر ټولو قوي او لومړي مصدر، يعنې په قرآن کريم د پوهېدو زحمت نه کوي، حال دا چې په قرآن کريم کې الله د مسلمانانو فرد فرد ته خطاب کوي، دا چې الله تعالی ځای ځای د ﴿يا أيها الناس﴾ او ﴿يا أيها الذين آمنوا﴾ خطاب کوي، څه فکر کوو د مسلمانانو فرد فرد ته دا خطاب متوجه نه دی؟! بالکل چې دا خطاب په ځانګړي ډول د مسلمانانو فرد فرد ته متوجه دی، دا د الله تعالی لخوا مونږ ته راغلی پيغام دی خو مونږ دا پيغام د ټولنې يو څو کسانو ته ورکړی دی او د حال په ژبه ورته وايو چې تاسو د الله تعالی پيغام يو وار ووايئ يا ويې لولئ او بيا يې لنډيز او مهم مهم ټکي راته وژباړئ، مونږ (والعياذ بالله) د ژوند په کارونو کې دومره بوخت يو حتی د دې پيغام لوستلو ته هم وخت نه لرو.
هدانا اللهُ جميعاً 🤲 #مونږ #له_بلې_زاويې
No comments :
Post a Comment