زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

د يوه چڼي څخه پوښتنه

 د خپلو مذهبي چڼو څخه یوه پوښتنه کومه، خو د تل په څېر غوصه کیږي به نه!

آیا تاسو په خپلو مذهبي کتابونو، او روآیتونو کې کله هم د خپلو پښتنو د غنیمت په نوم باندې د کابل د لوټمار حدیثونه، او روآیتونه سم په عقل سره لوستلي دي، او که نه؟ مثلا: د المسند ٢٠٦٣١ شمیره حدیث چې صحیح لغیره ګڼل کیږي، او د شعيب الأرنؤوط — ت ١٤٣٨- شمیره روآیت چې ددغه روآیت په اړه هم ویل کیږي چې إسناده صحيح، هغه نور ضعیف، او غیر صحیح خو بل طرف ته پریږده. او کله مو د "حكايات الجوارى في قصور الخلافة — یانې — د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې قیصې د خـ .ـلافت په ماڼۍ ګانو" په کتاب کې سرسري د "القندهاریات" تر عنوان لاندې د خپلو پښتنو خوېندو تار تار، او د لوټ شوي عزت په باره کې هم لوستلي دي، او که نه؟

که مو نه وي لوستلي بیا زما سره د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په اړه بحث مه کوئ، ځکه څوک چې یو څه د خپل ځان، خور، مور، او قبیلې ته خوښوي، بل انسان ته یې هم نه خوښوی، ولو که دغه بد کار، او کړنه د مذهب، فقهې، روایت، او د حدیث په نوم سره هم وي. او که تاسو یې دغه روآیتونه په هوش سره ولولئ وجود به مو لمبه شي، او دې خاورې ته په ډیرو نورو راغلو غلیمانو به شکرونه وباسئ.

    

که مو غوښتل په کمینټ کې ولیکئ چې ليکنه پرې وکړم که يا، چون موضوع ډيره حساسه ده، د اکثرو وروڼو ځواب به نه وي، نو دا لیکنه ورسره هم ولولئ چې په پوره قیصه مو سر لږ خلاص شي: 

https://www.asadhasan.com/2023/06/blog-post_0.html?m=1

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او یو بې سواده، او یو ناپوهه پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ