حدیثونه او ګډوډ روايتونه!
زمونږ په ولسوالۍ کې دغه دیني تشدد صرف د کلي، او د کور څخه باهر نه دی، مونږ په کورونو دننه هم خپل فامیل ته هغه روآیتونه ډیر وایو د کوم پرمټ چې مونږ د خپلو اولادونو څخه غلامان جوړلی شو، او کشران د کشر په نوم سره باید د مشرانو داسې تعبیدارکړو، لکه د جاهلیت د زمانې غلامان، او ترڅنګ يې خپلو میرمنو ته هم هغه روآیتونه وایو چې د میرمنو ښوي او اخلاق يې کټمټ د یوې کنیزې او وینځې په څېر وګرځي، او ټول عمر د نرانو د اوامرو، او حکمونو تعبداره واوسي. او د میرمنو په هکله دا لړۍ تر دغه ځایه (یانې په وینځه او کنیځه کیدو سره) نه ختمیږي، د فقهي شـ.ـریعت د (وَاضرِبوهُنَّ) په برداشت کې دا لړۍ ډیر لیرې روانه ده، چې تاسو به یې په ټولنیزو رسنیو کې او په خبرونو کې ضرور ګورئ. د روآیتونو مننوکي خلک هغه خلک دي چې په ظاهره د کور ميرمنې خپل ننګ، ناموس، عفت، او مینه بولي، خو رسنیو کې تل اوازې وي چې دا خلک په باطنه کې د میرمنو پزې پرېکوي، څوک يې غوږونه غوڅوي، څوک یې سرونه ورته ورماشین کوي، څوک يې په تشنابونو کې په ورځو ورځو وږې تږې او نهار ساتي، او لکه څرنګه چې يې د بتانو د ړنګولو لپاره، د محلي سندرو د ختمولو لپآره، د بل فکر د انسان د رټلو، او وژلو لپاره چې يې ښه ډير روآیتونه او مسایل راټول کړي دي. نو ددې ترڅنګ وروسته بيا د راټولو شو روآیتونو پرمټ په ټولنه کې د میرمنو وهل ټکول یوه عادی او عامه خبره ګرځیدلولی شوې ده، دومره عامه چې اکثره جاهلان دا هم وایې چې څښتن تعالی ج په خپل کتاب کې ویلي دي چې وې وهئ، او وي رټئ، او ددې ترڅنګ ددغه ایت (وَاضرِبوهُنَّ) ترڅنګ یې ورسره نور ډیر روآیتونه او فقهي مسایل هم راټول کړي دي. او کله چې د (وَاضرِبوهُنَّ) په اړه پلټنه وکړه، کتابونو ته ورښکاره شوم، د علماوو خبرې مې واورېدې، ومې لیدې او په اخر کې مې د ازهر شریف د استادانو سره هم په دغه اړه څو څو ځله خبرې وکړې، د قرآنکريم خبره یو رقم وه، او د حدیثونو او روآیتونو خبره بل ډول، چې د خپلو خبرو نتیجه په ستاسو سره بیا په نورو برخو کې شریکه کړم.
خو دلته اکثره افغانان، او بالخصوص پښتانه یوازې په فقهو کې ورک نه دی، دا خلک د روآیتونو په کتابونو کې هم د فقهي رایو په توګه جلا جلا نظرونه لري.
زه د خپل کلي د مسلمانانو په دې خبره هیڅ نه پوهېږم چې لومړی ولې د قرآنکريم په ایتونو سترګې پټوي، او بیا په لوي لاس د روآیتونو د انکار طرف ته خبره ولې وړل غواړي، د یوه صحيح روآیت څخه مطلب هغه روآیت کیدای شي چې د هغه حدیث منبع قرآنکريم وي، دا چې مونږ د هر ظلم لپاره یو روآیت لرو، دا کار په خپل ذات کې یو ستر ظلم دی، هم د څښتن تعالی ج د کتاب سره، هم د خپل ځان سره، او هم د خپلې پښتنې ټولنې د وګړو او بالخصوص د ځوانانو، او میرمنو سره ستر ظلم دی.
متاسفانه! چې زمونږ کلی یوازې په فتو، فقهو، او په مختلفو مذهبونو کې ورک نه دی، دا کلیوال د روآیتونو په کتابونو کې هم د فقهي رایو په څېر جلا جلا نظرونه، او ورسره بیا جلا جلا کتابونه لري، د مثال په ډول دیوبندیان د خپل استدلال لپاره د حنفي فقهې او د دیوبندي امامانو ترڅنګ د روآیتونو شپږ مشهور کتابونه (صحاح سته) لري، او ددغه شپږو کتابونو ترڅنګ نور ډیر کتابونه هم لري، چې په دغه شپږو کتابونو کې ("صحیح البخاري"، او "صحیح مسلم") هم شامل دي، خو خبره يې دلته نه ودریږي، بیا ددغه روآیتونو د کتابو لپاره هغو د شرحو کتابونه لري، بیا ددغه شرحو وروسته نور مفتیان او امامان لري چې دغه ژیړ لیکل شوي کتابونه يې ورته په خپل نظر او د تشدد فکر نور هم روښانه کړي، او بیا د دین په نوم سره په خلکو د فکر او تدبر دایره رالنډه کړي، او خبره د عقل پرځای نقل ته ویسي. او کله چې خبره نقل ته لاړه نو بیا تاسو مکلف یاست چې صرف هغه وکړئ، څه چې مخکینو کړي وي، او که خپل فکر مو وکاروو، بیا نو د مرتد، زندیق، ملحد، خرڅ شوی، پردي، او حتی د کوپر ټاپو ته هم تیار شئ.
همدا ډول په دې کلي کې اهل تشیع خپلې فقهې لري، او د خپلو فقهو تر څنګ بیا د روآیتونو خپل څلور صحیح کتابونه لري چې ("الكافي"، او "من لا يحضره الفقيه") په کې شامل دی. لکه زمونږ نور کلیوال چې زیارتونه لري، پیران لري، باباګان لري، په دمونو، سقاتونو او نورو ټوټکو کې ورک دي، او دغه راټول شوي شرکیات هم دین، او هم خدای تعالی ج ته د نیږدېوالي لاره ګڼي، په اهل تشیعو کې هم یوه ډله خلک همدغه لوري او فکر ته مایله دي.
په کلي او تر څنګ ميشت نورو کلیو کې فقهي فکرونه ډیر دي، چې لیکل پرې له دی څخه هم اوږدیږي، او دا خبره تر حنبلیانو، مالکیانو، او شافعیانو پورې منحصره پاتې نه ده. نو په لنډو سره دا چې مونږ بیا په کلي کې وهـ.ـابیان او سلفیان هم لرو، چې دا خلک په ښکاره د نیم کلي څخه نفرت کوي، یانې د اهل تشیعو څخه، او په پټه کې د ټولو مذهبونو څخه، او خبره صرف د حدیثونو دوو کتابونو ته، او د خپلو امامانو نظرونو ته راګرځوي، لکه ابن تیمیة، الباني، محمد بن عبدالوهـ.ـاب او داسې يې د خپلو ورته فکرونو خلکو پورې منحصروي او راټولوي، او په دې خلکو یانې وهـ.ـابیانو او سلفیانو کې ډیره عجیبه داده چې دا خلک د قرآنکريم څخه وروسته انساني ګډوډ روآیتونه هم سم او هم يې الهي وحیې ګڼي، او دا خلک بیا له نورو څخه یو دوه قدمه وړاندې ځي، او د څښتن تعالی ج د مقدس کتاب ایاتونه په خپلو ظني (یانې په ګمان ولاړو) روآیتونه سره لمنځه وړي، او الهي کلام پرې منسوخ ګرځوي.
او ورسره په کلي کې هغه ځوانان چې په بهرنیو هیوادونو کې يې ديني زده کړی کړي دي، او د حساسیت له وجې د خپل مذهبي فکر اظهار نه شي کولی، او ددوي اکثره نظرونه اباضي فکر یا اباضي مذهب ته کاږه دي چې د اباضیانو به نېز د احادیثو صحیح کتاب (مسند الربيع بن حبيب) دی. لکه هر مذهب چې خپل امام لري، او تاسو به د تميم يا تميمي نوم ډير اوريدلی وي، هغه ددې خلکو امام دی چې (عبد الله بن إباض التميمي) نومیږي، او دا خلک يې خپل امام او پيشوا ګڼي. په دې خلکو کې یوه خبره ده چې تاسو ټولو اوریدلې ده خو څوک یې درته په ښکاره نه وایې او زما د شډل په خبرو تاسو باور نه کوئ. که تاسو د تکـ.ـفیریانو، خـ.ـوارجو، یا د هغوخلکو چې نور مسلمانان فاسق، او فـ.ـاجر یا واجـ.ـب المرګ ګڼي، دا ټولې ترخې، تندلارو، او جنګپلوه خبرې دې خلکو د درې ځایونو څخه راټلولې کړي دي، مثلا د خرمرګو فتوه يې د امام ابو حنیفه د فقهې د "حکم التترس" په نوم د حکم څخه اخیستي دي، د انسان د وژنې فکر یې د وهـ.ـابیزم د سر لارې ابن تیمیه د "يستتاب او یـ.ـقتل" د فتوو څخه اخیستي دي، او د ړنګیدلو او ترور روآیتونه یې د شافـ.ـعیانو څخه (کوم چې تاسو په سوریه کې د یزیدیانو سره په عملي توګه ولیدل) څخه اخیستي دي، او په دې ډول، غلطو حدیثونو او روآیتونو پرمټ په دې ډله خلکو، یو چا یوه بله لاره جوړه کړې ده، چې اصلا یوه ورکه ډله ده خو عام خلک یې د تکـ.ـفیریانو او د خـ.ـوارجو په نوم سره پیژني. او دا هغه خلک دي چې د دين نوم سره ستاسو وژلو ته تل د دیني کتابونو څخه خام مواد راټولوي
او بیا ورپسې دغسې نورې فتوې، فکرونه، روآیتونه، او د احادیثو کتابونه دي چې ټول احادیث بیښې زیات دی، او په کلي د چڼو سره یو ځای او بل ځای سره راټول شوي دي، چې چڼي یې کله کله د استدلال لپاره بیانوي، او ددې خلکو په فکر دا سم او ناسم روآیتونه دومره ډیر دي مثلا د "الدهلوي" په مقدمه کې راځي چې امام بخاري وایې: ("حفظت من الصحاح مائة ألف حديث، ومن غير الصحاح مائتي ألف") یانې ما د صحیحو روایتونو څخه یو لک، او غیر صحیحو څخه دوه لکه احادیث یا روآیتونه حفظ (په یادو یاد) کړي دي. اوس نو د باقي پاتې کتابونو او لیکوالانو اندازه تاسو ولګوئ چې خبره تر کومه ځایه رسیږي.
خو د یادونې وړ، او حقیقت خبره دا ده چې په پښتنه سیمه کې، همدغه پښتنو د الله تعالی ج کلام ته شا کړې ده، او تل يې د ژوند د هرې یوې مسلی او کړنې لپاره په غیر صحیحو فتوو، روایتونو، او احادیثو استدلال کړی دی، او د خپل ژوند او د کړنو لپاره یې د الهي کلام ترڅنګ یو بل موازي دین جوړ کړی دی، چې ددیو په فکر دوي ورته سم، او صحیح اسلام وایې، خو په اصل کې اسلام نه شي کیدای، بلکې د څښتن تعالی ج په مقدس کتاب یو بهتان او تهمت کیدای شي. او خبره دومره خرابه شوې ده، چې کله په مجلس کې د خپلو ملګرو سره ناست یم، او کوم څوک ووایې چې په یوه حدیث شریف کې راغلي دي، نو فورا په دې فکر کې لاړ شم، چې دا ظالمان به اوس بیا په جناب حضرت محمد رسول الله (ص) کوم دروغ تپل غواړي، او بیا به خپله خبره د الهي وحیې په نوم سره کوم انساني کتاب ته وړل غواړي. دلته د پښتنو په دې سیمه کې تل په غلطو روآیتونو استدلال کیږي، او دغه غلط روايتونه په ممبرونو او د حاکمانو په خولو کې وي لکه د میرمنو د کار، او د فردي ازادۍ په هکله روآیتونه يې درواخلئ، او یا د ځوانانو د مباح تعلیم ډولونه، او یا یې د نجونو د علم د فرضیت څانګو ته ښه په غور سره وګورئ.
— ادامه لري….
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment