زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

په مذهب کې د ميرمنو تعليم، کار او ازادي

 په استخباراتي فقهو او حديثونو کې زموږ د مېرمنو تعليم، کار او آزادي نشته!


ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ


فقهي روایتونه او حدیثونه خو ستاسو د خویندو او میندو د تعلیم، کار، انساني حقوقو او ازادۍ په خلاف شو. د کلي خلکو! تاسو اوس نو په کوم طرف کې ولاړ یاست؟

  

ستاسو یوه طرف ته د زړو ديني روایتونو (یانې: د استخباراتي فقه او د استخباراتي احادیثو) سوداګر ولاړ دي، او ستاسو بل طرف ته د نجونو او د ځوانانو د تعلیم او د هغو د حقونو مدافعین. کلیوالو! ستاسو زور د خدای ج زور دی. آخر تاسو اوس نو کوم طرف ته زور وهئ او په کوم طرف کې ولاړ یاست؟ 

  

د کلي خلکو! ستاسو په زړو ديني روایتونو کې داسې هیڅ یو صحیح روایت نشته چې په هغې کې دې زمونږ د کلي په نر او ښځه تعلیم یو څیر او یو شان فرض وي. خو داسې ډیر احادیث او روایتونه شته دی چې په کې یواځې په نارینه (مسلم) سړي د علم (یو څه) طلب فرض دی.

  

په تیر جمهوریت کې چې دا زمونږ د کلي په دیوالونو لیکلی شوې وو (طلبُ العلمِ فريضةٌ على كلِّ مسلمٍ ومسلمة) دغه حدیث سوونه کاله وروسته ځيني علماوو راسم کړې وو او په حدیث کې يي د (مسلمة) یا د مسلمانې جینۍ تورې وراضافه کړې وو (یانې: شخصي اجتهاد يي وو او یا که په بل ډول يي ووایم نو عرب علماوو د خپلو میرمنو د بریا په موخه په دغسې احادیثو کې لاسوهنه کړې وه)، ترڅو د نورې نړۍ ترڅنګ د عربي ټولنې میرمنې هم د ترقۍ او د کامیابۍ په لورې بوزي او عربو میرمنو ته د تعلیم دروازې خلاصې کړي. او بیا تیر جمهوري نظام هم د دغه راسم شوي حدیث څخه ګټه واخیسته، او زمونږ د کلي په دیوالونو يي د (مسلمة) تورې د حدیث سره ولیکلو ترڅو زمونږ د کلي خونیدو او میندو ته د کار او د تعلیم دروازې پرانیستل شي. 

 

ددې حدیث په اصلي متن (طلبُ العلمِ فريضةٌ على كلِّ مسلمٍ) چې د ډیرو مختلفو کتابونو او ځاینو څخه رانقل شوې په کې د (مسلمة) تورې نشته او همدا شان یو بل حدیث (إِنَّ طالبَ العلمِ يستغفِرُ له كلُّ شيءٍ، حتى الحيتانِ في البحرِ) دلته په دغه دواړو او دغسې په سلهاوو نورو احادیثو ته که تاسو ښه متوجه شئ نو ښځینه (مسلمة) او د (طالبة) توري په کې نشته. دغسې حدیثونه د میرمنو لپاره نه بلکې یوازې د نارینوو لپاره راغلي دي (دغسې ډیر زیات احادیث، د حدیثونو راویان او کتابونه يي په لومړي کمینټ کې وګورئ). دا چې میرمنې د هرې یوې ټولنې نیمه برخه ده نو د وخت په تیریدو سره علماو په پورته ذکر شوي حدیث کې لاسوهنه ضرور وګڼله ترڅو د ترقۍ په لوري لاړ شي. که د استخباراتي (فقهو او احادیثو) پرمټ خویندې د تعلیم او کار څخه محرومه شي او په کور شوې نو د ټولنې نیمه برخه تباه ده، او د ټولنې نیم وجود فلج دی. او په فلج اخته انسانان د تل لپاره نورو ته محتاجه وي. د نورې نړۍ خلک د روایتونو په اصلاح سره لګیا دي ځانونه له فلج او احتیاج څخه راوباسي مګر زمونږه ديني سوداګر لګیا دي خلک د (حنفي فقه او احادیثو) په نوم د ناپوهۍ او د جهالت تورو تیارو ته ننباسي.

  

په کلي کې اخوندان او د هغو چڼي بلا ډیر دي، نو امکان شته دی چې کوم چڼي ووايي: "په دغه حدیث کې د (مسلم) ټکې هم نرینه او هم ښځینه بڼه لري". خو دغسې نه ده. په قرانکریم کې څښتن تعالی ج (مسلم او مؤمن) او (مسلمة او مؤمنة) سره جلا کړي دي، د سورت الاحزاب مثال درواخلئ: إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ… او که چیرې يي ریښتیا په حدیث کې یوڅیر د نر او ښځې مانا درلودای نو د عربو علماوو بیا ولې په حدیث کې د (مسلمة) تورې وراضافه کولو؟ ښه سمه ده، که يي وراضافه کړو، نو متاسفانه چې دغه د (مسلمة) د ټکي اجتهاد يي په افغانستان کې د حنفي فقه استخباراتي اخوندانو ته ولې منظور نه شو؟ ولې يي د شپږم صنف څخه پورته د میرمنو ښونځي وروتړل؟ که د نورې نړۍ پوهه اخوندان د (مسلم) او (مؤمن) ټکې نر او ښځې ته یو څیر کاروي هغو بیا تعلیم هم په نر او ښځه یو څیر فرض بولي، او که نورې ډلې يي وايي چې (مسلم سړی دی، او مسلمه ښځه ده) نو هغو بیا دغسې احادیث نه مني، خو د میرمنو تعلیم، پوهه او ښونځي حتمي ګڼي. متاسفانه چې دا زمونږ د کلي فقهاء او علماء بیا د هیڅ یوې ډلې سره نه دي، په ښکاره پخپله مخه، خپل اجتهاد او خوښه روان دي او په پټه يي تاسو ته د فقه او حدیث په نوم ستاسو د تباهۍ او د جهالت لپاره دروازې خلاصې کړي دي.

  

کلیواله! راشه د بلې دې خبر کړم! په بخاري او مسلم کې یو صحیح حدیث د عبدالله بن عمر (رض) څخه رانقل شوې دی چې یوه برخه يي داسې وايي: (إنّا أمَّةٌ أمِّيَّةٌ لا نكتُبُ ولا نحسِبُ …). ترجمه: مونږ بې سواده او بې تعلیمه امت یو (یانې د سواد او تحصیل څخه خالي امت يو)، مونږ نه ليکل کوو او نه حساب (ریاضي).... زمونږ د کلي د اوسني سپین بیرغ د ګوند او اخوندانو په څیر د مصر پخواني اسلامي ګوند (جماعة ت والدعوة) هم د همدې حدیث تر سیورې لاندې داسې منشور جوړ کړې وو او ویلې يي چې "د دين زده کړه بايده د دنيا د نفعې لپاره هېڅکله کار نه شي، او دغه کړنه د کافرانو لويه نښه نښانه ده. او د بخاري شریف د حديث مطابق مونږ بايد له تعليم او زدکړو څخه لاس واخلو او یو بيسواده امت اوسو، کټمټ د پيغمبر (ص) د بې سواده امت په څېر، مونږ فقط او فقط بايد ديني زدکړه وکړو او پرته له دينې تعليم څخه هره دنيايي زدکړه ګمراهي او د کوپارو دسيسه او پلان دى چې په مسلمانانو کې يې رايج کړي ترڅو مسلمانان د خپل بيسواده امت څخه جلا او په دنيا يي بوخت کړي، د سواد اموزۍ مفکوره د کوپارو شيطاني دسيسه ده ترڅو مسلمانان په کفري علومو خپل ژوند او وخت ضايع کړي. مکتبونه او ښوونځي د طاغوت مرکزونه دي، د ښځو ورتګ دغه طاغوتي بنسټونو ته کفر دى او د پوهې او علمي ټولنو څخه پر مسلمانانو چیرته لیرې هجرت فرض عين دى. او هر هغه څوک چې په دغسې پوهنیز او تعليمي بنسټونو کې دنده اجرا کوي مرتدين، منافقين او د کافرانو په قدم او پلان روان دي او کفري مناهج او مضامينو ته خدمت کوي" (قاضي صیب باران ۲۰۲۲).

 

که چیرې پر مونږ د حاکم اخندانو او د (مصر د دغه اسلامي ګوند) د میرمنو او د نارینوو د نه تعلیم او بې سواده امت خبره سمه وي نو په بخاري او مسلم کې دغه حدیث هم د انسانیت د اقدارو سره او هم د قرانکریم سره کلک په ضد او ټکر کې دی، او سر له ننه دې بخاري او مسلم د قرانکریم څخه وروسته ترټول صحیح او درست کتاب نه ګڼل کیږي. او که دغسې نه وي، نو د وخت علماء دې راووځې او د حاکم ددغه جبر او تشدد ځواب دې بیرته له بخاري او مسلم شریف څخه ووايي. خو ګمان مې نه شي.

  

کلیوالو! فقهې روایتونه او د احادیثو کتابونه همیش دوه طرفه لري. یانې اختیار په کې وي چې ستاسو يي هر طرف خوښ شو هماغه طرف يي راونیسئ. مثلا یوه ډله علماء احادیث لري چې موسیقي حرامه ده، خو بله ډله يي حرامه لا څه چې آن د موسیقۍ اوریدل هیڅ په ګناه کې نه شمیري. ځکه په ډیرو احادیثو کې راغلي دي چې پیغمبر (ص) محلي سندرې اوریدلي دي. یا مثلا: یوه ډله يي ږیره د دین برخه بولې خو بله ډله لکه د (ازهر شریف) عرب علماء ږیره هیڅ د دین او ایمان برخه نه بولي او دا یو کلتور کار ګڼي. په احادیثو کې د ښځو د تعلیم خبره هم همدغسې دوه اړخه لري، یوه نادانه استخباراتي ډله د ښځو تعلیم ښه کار نه ګڼي خو بله هوښیاره، وطندوسته او انساندوسته ډله دغسې احادیث په رسول الله (ص) بهتان او تهمت ګڼي او دغسې احادیث د قرانکریم د (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ) ایت خلاف او ورسره په ټکر کې بولي. اوس چې خبره د ټکر ده، او روایتونه دوه شو، نو لازمه نه ده چې یو څوک خپله عقیده او باور په ټولو په زوره ومني، قران خو وايي چې د باور په منلو کې هر انسان ازاد دی (الکهف ۲۹). وو سمه ده، که د یو چا په فقهي روایت سره د هغه لور او خور ښونځې ته نه شي تللی، نه دې ځي، خو هغوئ دې د بل خور او لور په خپل مشکوک روایت او حدیث سره له ښونځې څخه نه منعه کوي، ځکه د کابل هندو، د جلال سیک، او د هرات یهودي خو د حنفي فقه پیروان نه دي، د هغو د جینکو څه ګناه ده چې له تعلیم څخه محرومه شي، او بله دا که د یو چا له وسه نه وي چې هرسهار ږیره پاکه کړي او ښایسته مخی وګرځي، دا بل د مشکوک روایت ولا دې هم څوک نه مجبوروي چې دده په روایت سره ببر مخی وګرځي. (بښنه غواړم).

  

اسلام په هر ځای او هره سیمه کې جلا جلا تشریح شوې دي، ځکه خو هره سیمه د ځان لپاره د خپلې فقه او خپلو حدیثونو روایتونه لري، د مثال په ډول که اردنیان او مصریان احناف دي، نو یمنیان او افریقایان شوافع دي، که په عمان او اماراتو کې حنابله دي، نو عراقیان او ایرانیان اهل تشیع دي، او آن ځینی مسلمانان خو د هیڅ مذهب منلو ته قایل نه دي، منل لا څه هغو خو د احادیثو پرمټ د قرانکریم ایتونه هم منسوخ ګڼي (لکه: وهابیان او سلفیان). او دې بل طرف ته په پښتنو کې د مولانا ګوهر علي شاه په څیر د مفتیانو ډلې هم ژوند کوي او د مسلمانانو ښارونه په کراماتو او سحر/جادو سره په امن کې ساتي. صد افسوس! که چیرې زمونږ په کلي کې زمونږ خپل فقهي روایتونه واي او یا مو د ترکيي او د پاکستان د هوښیارو خلکو په څير د نورو فقهي روایتونه د خپلې ټولنې او د خپلو ملي ګټو لپاره راسم کړي وای، نو نن به مو د خویندو د تعلیم او د ځوانانو برخلیک دغسې نه وو.

 

د استخباراتي فقه، استخباراتي احادیثو او د استخباراتي ملایانو څخه مې مطلب دادی چې د حضرت بې‌بې عايشې رض څخه يو ډیر ناسم او ضعيف حديث (طبراني، مستدرك للحاكم، او د نورو) څخه روايت شوې دی: عن عائشة رض قال …. لا تُنزلوهنَّ الغُرَفَ ولا تُعلمُوهنَّ الكتابةَ وعلِّموهنَّ المِغْزَلَ وسورةَ النورِ. د حديث د يوه بخش ترجمه: … او ميرمنو ته ليک لوست مه ورزده کوئ… او د قرآن څخه ورته سورت النور ورزده کړئ. د یادونې وړه ده چې دا حدیث د اکثرو علماوو په نزد ضعیف دی، بهتان دی، بې سنده دی، د قران سره په ټکر کې دی، خو بس سړی څه ووايي چې ولې د زمونږ د کلي (استخباراتي ديني رهبرانو) او د هغو چڼو ته د (اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ - ولوله د خپل هغه رب په نوم سره چې ټول مخلوقات يې پیدا كړي دي) آيت څخه ورته دغه دروغجن حدیث ښه، بهتره او قوي ښکاري. که یو طرف ته اخوند صیب څو څو ځلې په کلي، ولسوالۍ، ولایت او په ټول هیواد کې د نجونو ښوونځي په دروغجنو روایتونو سره وتړل، نو بل طرف ته کلیوالو هم د ملاصیب د دروغجن روایت ترڅنګ یو ډول منافقت وکړو، کلیوالو هم په ظاهره کې دغه حدیث ناسم وګڼلو، خو په باطنه کې يي په خپلو لورانو لیک لوست او زده کړه ونکړه، مګر د سورة النور زده کړې ته يي ټولې میرمنې وهڅولې. 

 

کلې د چڼو څخه ډک دی، اوس کوم بل استخباراتي چڼی دا ونه وايي چې دا ځینې (مفتیان، شیخان، ملایان او …) خو سیاسي مسلمانان دي، او دغه سیاسې پریکړه او دا کار يي د اسلام سره هیڅ تړاو نلري. کلیوالو! دا څوک چې درته دغه او داسې نورې خبرې کوي دغه خلک اصلا د فقه او د احادیثو پرمټ د ولاړ استخباراتي اسلام څخه هیڅ خبر نه دي، او یا ښه خبر دي خو منافقت درسره کوي. ځکه دا ټول په پټه کې ښه پوهیږي او ټول په دغه باور دي چې (الاسلام دین و سیاسة - یانې اسلام په خپل ذات کې دین هم دی او سیاست هم) او دا نور يي هم په خپلو کې سره وايي چې (ليس الإسلام دينا فحسب ولكنه نظام سياسي ايضا - يانې اسلام یوازې دین نه دی، بلکې یو سیاسي نظام هم دی). او بله دا چې دغه تروریستفکره استخباراتي دیندارانو (چې تر پرونه يي ستاسو کلیوال په تارونو حلالول) د دغو خلکو هره یوه سیاسي پریکړه یا د اسلامي فقه څخه منشا اخلي او یا د دويي سرچینه د حدیثونو څخه وي. ښه پام مو وي چې دويي د ټولنو د ورسته پاتې کیدلو لپاره ډیرې سیاسي احادیث، سیاسي فقهې، سیاسي ملایان، او سیاسي مفتیان لري. 

 

د ځینې نړیوالو، سیمییزو، او کلتوري وجوهاتو ترڅنګ نور فقهي او د دین غلط تشریح شوي وجوهات هم شته دی چې زمونږ کلې يي د تعلیم او د ترقۍ څخه محرومه کړی دی. تر ننه پورې د وروسته پاتې کیدو ددې مشکل لپاره هیڅ د حل لاره نشته. که یو طرف ته د اخوند صیب په لاس د میرمنو حقوق، ملي بیرغ، په تارونو سره د کلیوالو حلالکه، او ټول تعلیمي بنسټونه بند او ړنګ کړل شو. نو بل طرف ته مونږ کلیوالو هم یو د بل سره په دغه حساس وخت کې یو ډول منافت وکړو ځکه مونږ ټول کلیوال ښه سره پوهیدلو چې زمونږ خوله په حنفي فقهې او احادیثو سره تړلې شوې ده، او تر څو مونږ زمونږ د تړلې خولې وجه د نړیوالو او د خپل راتلونکي نسل څخه پټه کړو، نو مونږ دې خبرې ته د دود، کلتور او رواج نوم او بهانه ورکړه. او تر هاغه وخته پورې به مونږ هم خپل ځانته او هم نړیوالو ته دغسې دروغ وایو او بهانې به ورته کوو تر څو پورې چې زمونږ په کلي کې د الهي قوانینو (یواځې قران) او انساني قوانینو (پارلمانونو) ځای د فقه او احادیثو پر مټ ولاړو قوانیونو نیولې وي او ترڅو چې مونږ بیرته دغه استخباراتي قوانیونو ته د اسلامي شریعت، امارت، خلافت، او محمدي قانون په نوم ډول ته ګډیږو. 

 

 

څښتن تعالی ج فرمايي: … فَلَوْلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍۢ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌۭ لِّيَتَفَقَّهُوا۟ فِى ٱلدِّينِ وَلِيُنذِرُوا۟ قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوٓا۟ إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ. ترجمه: …. نو ولې نه وځي د دوى له هرې ډلې نه یو ټولګى؟ د دې لپاره چې دوى په دین كې ژوره پوهه (علم) پیدا كړي او خپل قوم ته خبردارې (عامه پوهاوې) وركړي كله چې دوى ته راواپس شي، د دې لپاره چې دوى ووېرېږي.

یانې ووریږي چې په چا ظلم ونه وشي او څوک د چا حق ونه خوري، ځکه چې دين اطاعت ته هم وايي، دین سلوکو ته هم وايي، دین د اسماني قانون تشریح ته هم وايي، او د باچا نظام ته يي هم وايي. دا چې اوس یو څوک د دین په نوم ستاسو حق خوري، له ښونځیو څخه مو میرمنې منعه کوي، د میرمنو څخه دندې اخلي، او د نړۍ سره مو اړیکې غوڅوي، دغسې دین نه طاعت دې نه اطاعت، نه قراني دین دې، نه سلوک، او نه د قرانکریم تشریح ده. بلکې دا د استخباراتي فقه او د استخباراتي احادیثو پرمټ د یوې مشخصې استخباراتي ډلې د استخباراتي علماوو یو استخباراتي کار دي تر څو د دين په نوم په ګران وطن کې د جهالت تورتمونه نور هم وغوړوي او د دین په نوم افغانان د ګاونډیانو لپآره لا نور هم کمزورې کړي.

 

کلیواله! په لنډه مې پوهه نه کړی، او خبره راڅخه ډیره زیاته اوږده شوه، مطلب تر څو پورې چې د (اکوړه خټک د مدرسې) دغه استخباراتي فقهې وي او تر څو پورې چې د کراچۍ په دارالعلوم کې د دغه پورته ذکر شوو استخباراتي حدیثونو د تشریح پټې کړۍ وي او کتابونه يي لوستل کیږي، او دین د الهي (یواځې قران) او انساني قوانینو (پارلمانونو) پر ځای د ملا صیب حدیث ته، فقه ته، مفتی او د قاري صیب تشریح ته پاتې وي پښتانه به سمه ورځ ونه ګوري او هره ورځ به يي له بلې ورځې څخه بدتره وي. 

  

  

از ما است که بر ما است! خپل ځانونه، کورنۍ او ټولنه مو د فقه او د احادیثو پرمټ د دم شوو، تربیه شوو، او خرڅ شوو لیونو څخه وژغورئ!

 


 وما علينا إلا البلاغ المبين (يس-۱۷). 

ستاسو خپل ساده بې سواده ورور، او شډل کلیوال،

پیر بنده فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ