قرآنکريم، حدیثونه، او که روآیتونه:
مونږ ته زمونږ ګران نبي کریم (ص) د توحید پیغام راوړی دی، او په دغه پیغام کې دا وضحه شوي دي چې د څښتن تعالی ج سره د هغه جلجلاله په حکم کې هیڅوک حتی که پیغمبران هم وي شریکېدلی نه شي. نو په دغه اساس تر څو مونږ ټول دغه د توحید پیغام راتلونکو نسلونو ته په شریکه ورسوو، په دې کړنه کې مونږ ټول د پیغمبرانو وارثین ګڼل کیږو، او دا چې مونږ ته په دغه وراثت کې صرف د توحید، او د الله تعالی ج د یو ګڼلو خبره پاتې ده نو دا باید راتلونکو نسلونو ته په ښه توګه، او په ښه وراثت سره ورسوو.
دا چې مونږ د خپلې ولسوالۍ په یوه لېرې کلي کې عام خلک یو، او په کلي کې دین د ځینې خاصو کړیو په لاس کې د پیسو ګټلو، او واک ته د رسیدلو لپاره یوه ذریعه ګرځیدلې ده، نو مونږ ته ډیره ستونزمنه ده چې مونږ خپله خبره په ښکاره سره وکړو. مونږ په کورونو کې د څښتن تعالی ج کتاب لولو، او سوکه سوکه زمونږ سرونه پدې خبره خلاصیږي چې د اخـ.ـوند صیـ.ـب روآیتونه تر ډیره حده د قرآنکريم سره په ټکر کې روان دي. ترڅو اخـ.ـوند صیـ.ـب خپل روآیتونه د قرآنکريم درجې ته پورته کړي، نو اول یې ورته د الهي وحیې خطاب وکړ، او بیا یې په خپلو روآیتونو سره د قرآنکريم ایتونه لېرې کړل، او دغه کار ته يې د "ناسخ او منسوخ" په نوم علم ووایو. اخـ.ـوندان ښه پوهیږي چې د "ناسخ او منسوخ" په فرمولې سره د څښتن تعالی ج ازلي علم د سوال لاندې راځي، خو بیا هم لګیا دي د جلجلاله د مقدس کتاب ایتونه د انسانانو په خبرو سره لمنځه وړي. او دا ځکه که هغو دا کار ونکړي نو بیا خو ټول انسانان، نر او ښځه یو برابر شو، او مسؤلیت فردي شو.
قرآنکريم همیشه د نقل پرځای د عقل خبره کوي، که تاسو ځیر شئ نو په لسهاو ځاینو کې به پیدا کړئ چې انسانانو ته به په کې د "لعلهم يفقهون"، "يعقلون"، "يتدبرون"، "تفکرون"، "ینظرون" او داسې نور د ژور فکر کولو ټکي کارېدلي وي. دغه د ژور فکر ټکي ځکه په دغه مقدس کتاب کې کارول شوي دي، ځکه دغه ایتونه د يوه ژوندي جلجلاله ذات څخه خپلو ژوندیو فکر کونکو انسانانو ته راغلي دي. او په دغه ایتونو کې مړي مخاطب نه دي. او ددغه کتاب په تشریح کې که داسې خبره، او روآیت وي چې د یوه انسان د فکر خلاف وي، او کوم بنده ته یې برناحقه نقصان رسیږي، نو دا بیا د څښتن تعالی ج خبره او کلام نه شي کیدای. او یا د روآیت په نوم سره د یوه انسان، او انساني کتاب د شر، تشدد، او فساد نظر، او خبره مقدسه ګرځول، او یا يې څښتن تعالی ج ته منسوبول، او یا يې د قرآنکريم تفسیر او تشریح ګڼل ګناه ی کبیره، او د شرک بازار ته یو غټه لاره ده.
الله تعالی ج په خپل کتاب کې"أَحْسَنَ ٱلْقَصَصِ" یانې تر ټولو ښې قیصې بیان کړي دي. خو د "ناسخ او منسوخ" د فرمولې څخه وروسته بیا زمونږ د کلي د روآیتونو په نصاب کې د "اسباب نزول" په نوم سره نورې قیصې جوړې کړای شوي دي، او د څښتن تعالی ج بهترینه او د عبرت څخه ډکې قیصې پرې شاته پریښودل شوي دي، او د "اسباب نزول" به سببونو سره د قرآنکريم مقدس ایتونه د انساني تاریخ په یوه خاص وخت، او یوه خاصه جغرافیا کې راګیر کړی شوي دي، او د قرآنکريم د خطاب ماهیت چې د یوه ژوندي ذات جلجلاله څخه ژوندیو انسانانو ته دی، د روآیتونو په کتابونو کې د مړو شو انسانانو په خبرو سره تشریح کیږي. لکه صحابه په کې د څښتن تعالی ج سره خبرې کوي، شادوګان په کې رجمول کوي، او حیوانات په کې روآیتونه رانقلوي. او دا کار اخـ.ـوند صیـ.ـب ځکه خوښ ګڼي، ځکه چې د مړو خلکو د خبرو روآیت اخـ.ـوندانو ته د واک، تشدد، او دبدبې لپآره په لاسونو کې ډیر تراشلي، او د شعبده باز په څیر ډیر شفاف مواد په لاس کې ورکوي. خو متاسفانه چې اخـ.ـوند صیـ.ـب په کې ښه خوشحاله دی، مګر په دغه خودساخته روایتونو، او قیصو سره د پښتنو ټولنه ورځ تربلې شاته روانه ده، او د نابودۍ په څنډه ژړا کوي.
که زمونږ د کوز کلي او د بر کلي اخـ.ـوندان نه خفه کیږي نو دلته ددې کلي په جنګ، جګړو، او لمبو کې رالوي شوي ځوانان یو څو پوښتنې لري، او پوښتنه دځوانان هم حق دی، او د بیان د ازادۍ سرمنشاء هم ده، نو راځئ چې په شریکه د خپل اخـ.ـوند صیـ.ـب څخه ددې پوښتنو ځوابونه واورو:
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ایا دا جوړې شوې فقهې او جوړ شوي روآیتونه له قرآنکريم پرته د الله تعالی ج دین واضحه کولی شي؟ مونږ چې د قرآنکريم مطالعه وکړه نو هیڅکله یې نه شي. ښه نو ولې يې نه شي؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ 👈تِبْيَـٰنًا لِّكُلِّ شَىْءٍ👉 وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ. ترجمه: او مونږ په تا باندې كتاب نازل كړى دى، په داسې حال كې چې (د دين) 👈د هر شي لپاره (په قرآنکريم كې) واضحه بیان (شته) دى👉 او (دا قرآن) هدایت او رحمت او زېرى دى د مسلمانانو لپاره.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ایا دا جوړې شوې فقهې او جوړ شوي روآیتونه قرآنکريم منسوخولی شي؟ مونږ چې د قرآنکريم مطالعه وکړه نو هیڅکله یې نه شي. ښه نو ولې يې نه شي؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًۭا وَعَدْلًۭا ۚ 👈لَّا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِهِۦ ۚ 👉وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلْعَلِيمُ. ترجمه: او د رښتینولۍ او عدل له لحاظه ستا د رب خبره كمال ته رسېدلې ده، 👈د هغهٔ كلماتو لره هیڅوك بدلوونكى نشته👉،او همغه ښه اورېدونكى، (او) ښه عالم دى. او بل ځای فرمايي چې: وَٱتْلُ مَآ أُوحِىَ إِلَيْكَ مِن كِتَابِ رَبِّكَ ۖ 👈لَا مُبَدِّلَ لِكَلِمَـٰتِهِۦ👉 👈وَلَن تَجِدَ مِن دُونِهِۦ مُلْتَحَدًۭا👉. ترجمه: او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوي دي، 👈د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته👉 او له 👈هغهٔ نه غیر به ته له سره هېڅ پناه ځاى ونه مومې👉.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ایا دا جوړې شوې فقهې او جوړ شوي روآیتونه قرآنکريم تفصیلولی یا تشریح کولی شي؟ مونږ چې د قرآنکريم مطالعه وکړه نو هیڅکله یې نه شي. ښه نو ولې يې نه شي؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: وَمَا كَانَ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانُ أَن يُفْتَرَىٰ مِن دُونِ ٱللَّهِ وَلَـٰكِن تَصْدِيقَ ٱلَّذِى بَيْنَ يَدَيْهِ 👈وَتَفْصِيلَ ٱلْكِتَـٰبِ👉 👈لَا رَيْبَ فِيهِ👉 مِن رَّبِّ ٱلْعَـٰلَمِينَ. ترجمه: او دا قرآن هیڅكله هم داسې نه دى چې له الله نه غير دې په دروغو جوړ كړى شي او لېكن دا تصدیق دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې دي 👈او د رب العلمین له جانبه د (نازل کړای شوي) كتاب (تشریح او) تفصیل دى👉 چې 👈هېڅ شك په كې نشته👉. او بل ځای فرمايي چې: أَفَغَيْرَ ٱللَّهِ أَبْتَغِى حَكَمًۭا وَهُوَ ٱلَّذِىٓ 👈أَنزَلَ إِلَيْكُمُ ٱلْكِتَـٰبَ مُفَصَّلًۭا ۚ 👉وَٱلَّذِينَ ءَاتَيْنَـٰهُمُ ٱلْكِتَـٰبَ يَعْلَمُونَ أَنَّهُۥ مُنَزَّلٌۭ مِّن رَّبِّكَ بِٱلْحَقِّ ۖ 👈فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلْمُمْتَرِينَ👉. ترجمه: ایا نو زه له الله نه سِوا بل كوم حَكم (عادل قاضي) ولټوم، حال دا چې همغه دى چې تاسو ته يې كتاب نازل كړى دى، 👈چې ښه تفصیل يې شوى دى👉 او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له ده نه مخكې) كتاب وركړى دى؛ هغوى پوهېږي چې بېشكه دا ستا د رب له جانبه په حقه سره نازل كړى شوى دى، 👈نو ته هېڅ كله هم له شك كوونكو ځنې مه كېږه👉.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ایا دا جوړې شوې فقهې او جوړ شوي روآیتونه هم د قرآنکريم په څیر الهي وحیې، یا د دوي په ګمان وحیې ثاني دي؟ نه! هیڅکله نه دي. نو ولې نه دي؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: قُل لَّئِنِ ٱجْتَمَعَتِ ٱلْإِنسُ وَٱلْجِنُّ عَلَىٰٓ 👈أَن يَأْتُوا۟ بِمِثْلِ هَـٰذَا ٱلْقُرْءَانِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ👉ۦ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍۢ ظَهِيرًۭا. ترجمه: ته ووایه (دوي ته ای پیغمبره): خامخا كه انسانان او پېریان ټول پر دې خبره سره جمع شي 👈چې د دې قرآن مِثل (په څېر کوم ایت، یا وحیې) راوړي (،نو) د ده په مثل به رانه وړى شي👉 اګر كه د دوى ځینې د ځینو نورو ملاتړي (هم) وي.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ایا دا جوړې شوې فقهې او جوړ شوي روآیتونه هغه څه مکملوي کوم چې په قرآنکريم کې نشته؟ نه! هیڅکله يې نه مکملوي. نو ولې نه مکملوي؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: 👈مَّا فَرَّطْنَا فِى ٱلْكِتَـٰبِ مِن شَىْءٍ👉 ۚ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ. ترجمه: 👈مونږ په كتاب كې (د تقوا، او ایمان مربوط) هېڅ شى (بې ليكلو) نه دى پریښى👉، بیا به دوى د خپل رب په طرف ورجمع كولى شي.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ایا دا جوړې شوې فقهې، جوړ شوي روآیتونه يوازې د ژوند لپاره کافي دي، او که قرآنکريم کافي دی؟ قرآنکريم کافي دی. نو ولې کافي دی؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: 👈أَوَلَمْ يَكْفِهِمْ أَنَّآ أَنزَلْنَا عَلَيْكَ ٱلْكِتَـٰبَ👉 يُتْلَىٰ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ فِى ذَٰلِكَ لَرَحْمَةًۭ وَذِكْرَىٰ لِقَوْمٍۢ يُؤْمِنُونَ. ترجمه: 👈ایا دوى ته دا كافي نه دي چې بېشكه مونږ په تا كتاب نازل كړى دى👉، په دې حال كې چې دوى ته لوستل كېږي، 👈بېشكه چې په همدغه (كتاب) كې خامخا رحمت او نصیحت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي👉. او څښتن تعالی ج بل ځای فرمايي چې: وَيْلٌ يَوْمَئِذٍ لِّلْمُكَذِّبِينَ. 👈فَبِأَىِّ حَدِيثٍۭ بَعْدَهُۥ يُؤْمِنُونَ👉. ترجمه: په دغې ورځ كې د تكذیب كوونكو (دروغ ویونكو) لپاره هلاكت او تباهي ده. 👈نو له دې (قرآنکریم) څخه وروسته به دوئ په بل څه شي (بلې کومې خبرې، فقهې، روایت، او حدیث) ایمان راوړي👉؟
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! دا چې په ګران هیواد کې د روآیتونو په نوم سره دومره ظلم روان دی، نو ایا یو حدیث، روایت، فقه، او يا کوم اخـ.ـوند د میرمنو په اړه فتوا ورکولی شي؟ نه هیڅکله يې نه شي. ولې؟ ځکه مونږ د څښتن تعالی ج په کتاب صحیح باور لرو، او هغه جلجلاله فرمايي چې: وَيَسْتَفْتُونَكَ فِى ٱلنِّسَآءِ ۖ 👈قُلِ ٱللَّهُ يُفْتِيكُمْ فِيهِنَّ👉…. ترجمه: او (اى نبي!) دوى له تا نه د ښځو په باره كې تپوس كوي (راي، فتوا، نظر، او یا حکم درڅخه غواړي، نو)، ته ورته ووایه: (صرف) 👈الله تاسو ته د هغوى (یانې میرمنو) په باره كې فتوا دركوي👉….
کلیوالو! دا ایت بیا پوره ولولئ، چې د یتمانو او په نورو خبرو مو هم سر خلاص شي.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! ددې روایتي نظام په وجه خلک نورو هیوادونو ته ګډه شو. نو ایا په یو چا باندې دين په زوره سره منلی شئ؟ نه هیڅکله هم نه. ولې؟ ځکه چې څښتن تعالی ج فرمايي چې: 👈لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ👉. یانې د خدای تعالی ج دین د زور او جبر خبره نه بلکې د انسان د زړه، فکر، او سکون خبره ده، او دين په چا باندې په زوره او جبر سره منل هیڅ امکان نلري.
— اخـ.ـوند صیـ.ـب! آیا یو دين پوهه (اخـ.ـوند، مـ.ـلا، مجـ.ـاهد، تبـ.ـلیغي، قـ.ـاري، یا د بل کوم برانډ وهـ.ـابي، او سـ.ـلفي، او تـ.ـکفیري، او..) کولی شي چې د دین په نوم سره په خلکو کټرول ولري، او خلک دین ته په زوره راوړه وي؟ نه هیڅکله هم نه. ولې؟ ځکه دا واک حتی د پیغمبر (ص) سره هم نه وو. نو ځکه خو ورته څښتن تعالی ج فرمايي چې: 👈لَّسْتَ عَلَيْهِم بِمُصَيْطِرٍ👉. یانې یو دینداره شخص کيداي شي چې د خلکو د يوه معلم او د يوه ښوونکي په توګه اوسي، خلک ضرورت لري چې یو ښونکې ورته دين واضحه کړي، خو دا چې یو ښونکی په خلکو د دين پرمټ پرې واک وچلوي، او د دين په نوم سره واک او اختيار وغواړي، د دین پر مټ واک چلول، او د دين پرمټ څاروندې جوړیدل، دا حق خو حتیٰ د پيغمبر (ص) سره هم نه وو، نو اخـ.ـوند صیـ.ـب بیا دا واک څرنګه غواړي، او د واک دا روآیت یې له کومه کړو.
یادونه: یوه ډله اخـ.ـوندان په دې باور دي چې مونږ باید عبادات د قرآنکريم څخه نه بلکې د نبوي احادیث څخه واخلو. مونږ هم یوه پوښتنه لرو، که چیرې تاسو په ریښتیا سره عبادات د احادیثو څخه اخلئ نوبیا ولې تر شپږسوه کاله پورې په مکه مکرمه کې د هر مذهب خلکو په یوه وخت کې څلور څلور جمعې کولی، ولې نن د کلي په جومات کې جلا جلا جمعې کیږي، ولې د یوه جومات خلک خپل لمونځ د بل جومات د خلکو څخه په جلا طریقه، دعا او ډول سره کوي؟ او تر ټولو مهمه! هغه کومه وجه وه، او څوک وو چې شپږ سوه کاله وروسته یې په عربو کې خلک په یوه جمعه او یوه صف کې ودرول، خو مونږ لا ترننه هم د غلطو فقهو، او روآیتونو پرمټ د یوه او بل جوماتونه ړنګوو؟ او هغه کوم روآیت وو، چې د مسلمانانو جوړ صف یې مات ، او څلور ټوټې کړی وو چې شپږ سوه کاله دغه روآیت خپل اثر وښود، چې نن هم زمونږ په کلي کې خلک څلور نه بلکې ننه ټوتې دي. په دې اړه به په وروستیو برخو کې پوره رڼا واچوم.
— ادامه لري….
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment