ایا د انسان د جسد روغ پاتې کېدل تر ډيرې مودې امکان لري؟
د امریکا په میزوري ایالت کې زرګونه کسان د یوې عیسوۍ راهبې د جسد لیدو ته ور روان دي چې له مرګ ۴ کاله وروسته یې هم جسد سلامت موندل شوی. پوښتنه داده چې ایا د انسان د جسد روغ پاتې کېدل تر دغې مودې امکان لري؟
وو! کله چې د مـ ـړي د خښـ ـېدو په ځای، یا په تابـ ـوت کې د اکسیجن کچه کښته وساتل شي، او د مـ ـړي د جسـ ـد لپآره اقلیم، یا کوم ته چې مناخ ویلې کیږي یخ وساتل شي، نو د انسان د جسـ ـد د ژر خرابېدو امکانات راکمیږي. دا کار د یخې خټې، خاورې، او مډرنه سانیسې وسایلو په مرسته هم شونی دی. د یادونې وړ ده چې کله کله د انسانانو په جسـ ـدونو داسې کیمیایې مواد هم پاشل کیږي چې جسـ ـد یې ژر له منځه لاړ نه شي. دا لړې د زرګونو کلونو څخه راروانه ده، مثلا د ورته نور موادو یا تخنینکونو په مرسته نن هم مونږ د ډیرو فرعونیانو پاتې شونې جسـ ـدونه ګورو. زه پخپله دداسې خلکو جنازې ته تللې یم چې یوه یا دوه اونۍ مخکې مـ ـړه شوي وي، خو جسـ ـد به یې د طبي وسایلو په مرسته تر و تازه پروت وو، او خلکو به ترېنه لیدنه کوله.
چون عام خلک دومره پوهه نلري نو که دا کار په مسلمانانو کې وشي یانې د خاورې دیخوالي کچه یا پورته وي، او یا د مړي جسد په کومه بله وجه ژر خراب نه شي نو خلک یې شهیـ ـد بولي. همدا ګمان د نورو دینونو خلک هم په خپلو مړو باندې کوي.
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment