د "أبوجهل او أبولهب" په قدم روان خوشبوداره مسواک لرونکي استـ.ـخباراتي شیـ.ـخان!
دا خبرې په خپل تول سره پوره وتلئ، ځکه چې په دې لیکنه کې خپلو کليوالو ته دوه مهمې خبرې کول غواړم:
— دا چې ږيره، مسواک، لونګۍ، او عطر د نبي کریم (ص) مبارک سنت هم دي، او د یوه عقېدتمند ښې مذهبي نښې هم کیدای شي، خو په یاد مو وي دا مونږ چې يې مبارک سنت ګڼو، دا کارونه د اسلام د راتګ څخه وړاندې هم، او له اسلامه وروسته هم د مکېمکرمې د ډیرو کوپارو، او مشرکینو د دود، او دستور برخې وې. چون نبي کريم (ص) د همدغه قبيلې وو، نو د خپلې سیمې، او قبیلې د خلکو دود او دستور کوم چې ده (ص) ته د پلرونو، او نیکونو څخه راپاتې وو، د خپل ژوند ترآخره يې د یوه انسان د پاکوالي په موخه دغه دود ژوندی وساتلو، او دا چې زمونږ کلیوالو ته مثلا ولې لونګۍ نبوي سنت ښکاري، او ولې د عربانو قبیلو ته د ماقبل اسلام خپله عربي کلتوري برخه، دا يو جلا بحث دی.
ستاسو خپل زړه! زما ددې خبرې د تصدیق لپاره که خپل تاریخي، او مذهبي کتابونه مطالعه کوئ، او که د مکېمکرمې د کوپارو، او مشرکینو په ژوند په مډرنه بڼه جوړ فلمونه ننداره کوئ: مثلأ په اسلامي نړۍ کې (د بريطانيې ستوري "انتني کوېن" مشهور د "الرسالة" یا د (The Message) په نوم فلم د کوم سکرپټ چې د اهل سنتو الازهر نړيوال اسلامي پوهنتون، او په لبنان کې د اهل تشيعو ټولنې تصديق کړی وو، چې په کال ۱۹۷۶ کې د نړۍ په ډیر مشهورو سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو، که په یاد مو وي په دغه فلم کې "انتني کوېن" د حضرت حمزه (رض) رول لوبلی وو) او ورسره دوو نورو ږیرور لونګۍ لرونکو شيـ ـخانو د "أبوجهل او أبولهب" رول هم لوبلی وو، نو په دغه تاریخي کتابونو، او فلمونو کې به پيدا کړئ چې "أبوجهل او أبولهب" به زمونږ د سیمې د ځینې استـ.ـخباراتي تشددفکره شیـ.ـخانو په څېر اوږده چپنه اغوستله، لونګۍ به يې په سر وې، ږيري به يې درلودې، د "ارآک" د لرګي مسواک به يې په خوله کې وو، او کتابونه وايې چون مکه د تجارت مرکز وو، نو دغه مشرکینو به ډیرو ښو عطرو ته لاسرسې درلود، او ډیره ښه خوشبو به یې لګوله.
وو! که ورپسې ددغه تشددفکره استـ.ـخباراتی شیـ.ـخانو په اړه د ځینې تاریخي حقایقو څخه خبر نه یاست، نو کلونه وړاندې په لندن کې د برطانیا استـ.ـخباراتو په عربانو کې د وهابـ.ـیزم تخم وکرلو، کوم تخم چې نن صبا د پښتنو په سیمه کې د "تـ.ـور بیرغ" په رنګ کې په ډیریدو دی، همداسې يې په ایران، او مصر کې بهائیة یا د بهائیانو تخم وکرلو، په ديوبند خبرې نه کوم، ستاسو له ټاپو امان غواړم، خو ورپسې يې په لوی هندوستان کې د قادیـ.ـانانو تخم وشیندلو کوم چې په پښتونخوا کې دیوبـ.ـندیانو ته کله کله په مذهبي سیاست کې دردِ سر وي. وو! تاسو ښایسته متدینه ځوانان خو به د مذهب جزبې نیولي یاست، خو هسې نه چې په ناخبرۍ، او ړندې عقېدې سره د بل د استـ.ـخباراتي موخو لپاره د پردو پرمټ د روزل شوو فيشني مشرکي لونګوټو لرونکي، غټ ږیرو، مسواک لرونکو خوشبوداره اخـ.ـ وندانو یا شیـ.ـخانو په فتوو سره لا نور هم قرباني، لا نور هم ټوټه ټوټه، او لا نور هم ورک نه شئ.
— بله دا ويل غواړم که د مشرکینو په دغه فيشني لونګوټو، غټو ږیرو، مسواک، او خوشبوګانو باندې یو څوک يا مؤمن، يا په سمه لاره، ، او يا متدین جوړيدای شواې، نو نن به مونږ د "أبوجهل او أبولهب" د نومونو سره هم (رضي الله تعالی عنهم) لیکلو، او زمونږ سیمه به ترټولو د امن سیمه وه، او مونږ به د خپلو مذهبي شیـ.ـخانو په روآیتونو سره تر نورو ډیرو شتمن وو، خو خبره په ږیره، فیشن، دود، او دستور کې نه ده، او د څښتن تعالی ج څخه د شکر د ادا کولو ځای دادی چې اسلام، ایمان، او احسان نه په ږیره دی، نه په مسواک دی، نه په چپنه دی، نه په سپينه يا توره لونګوټۍ دی، او نه د عودو په مستو عطرو دی.
بلکې اسلام په خپل ذات کې د ښو اخلاقو، د صادقانه راکړې ورکړې، د نیکو روابطو یا د اړیکو د ساتلو، او د رحمت دين دی، او د ځانګړو استـ.ـخباراتي شیـ.ـخانو په خوله د کوم خاص عربي فیشن، او دود دین نه دی، ځکه خو څښتن تعالی ج فرمايي:
— وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ. ترجمه: او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت.
— وَإِنَّكَ لَعَلَىٰ خُلُقٍ عَظِيمٍۢ. ترجمه: او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز/کامیاب) يې.
— وَتَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْبِرِّ وَٱلتَّقْوَىٰ ۖ وَلَا تَعَاوَنُوا۟ عَلَى ٱلْإِثْمِ وَٱلْعُدْوَٰنِ. ترجمه: او تاسو له یو بل سره په نېكۍ او پرهېزګارۍ كې مدد كوئ او د ګناه او ظلم په كار كې د یو بل مدد مه كوئ.
— ...وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلْمَرْحَمَةِ. ترجمه: او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي.
— ...وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلْحَقِّ وَتَوَاصَوْا۟ بِٱلصَّبْرِ. ترجمه: او یو بل ته يې د حق وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى.
مګر په تاسف! نن یو ځلې بیا په ډیرې تیزۍ سره د پښتنو په ټولنه کې يوه خاصه ډله چې غټې ږیرې لري، په خپلو چپنو عطرونه لګوي، مسواکونه یې په خوله کې نیولي وي، خو دوئ خپل بدرنګه روآیتونو، او په ګمان ولاړ د قرآنکريم خلاف خپل ضعیف حدیثونه په ډیر مهارت سره زمونږ جناب رسول اکرم (ص) ته منسوبوي، ترڅو وکولاي شي چې په دغه کار سره خپل بدرنګه "تـ.ـور بیرغ" ته کمپاین وکړي، او په سیمه کې د قرآنکريم څخه ناخبره ځوانان خپلې تروریـ.ـستي ډلې ته راجلب کړي، او بيا هم متاسفانه چې دغه روايتپرسته مشرکينوتر دې ګړۍ د مطبوعاتو د ناکره مالوماتو له مخې څه کم "اوه زره" ځوانان په خپله متشدده ډله کې جلب کړي دي.
زما ښایسته کلیوالو! دغه تروریـ.ـستفکره تباهي راوړونکي خلک زمونږ د خوږ نبي کريم (ص) پيروان نه، بلکې د دین په نوم سره يو ډول سياسي تجارت پیشه خلک دي چې په اصل کې د "أبوجهل او أبولهب" د چپنې، مسواک، لونګۍ، او د خوشبو د سټايل کاپي کونکي هغه غټ مشرکین دي چې د قرآنکريم ترڅنک يې د روايتونو په نوم سره يو بل موازي دين جوړ کړی دی، او ترڅو تاسو پوره وغولوي نو دغه روايتپرسته مشرکين د خپلو بدرنګه روايتونو پرمټ حتی د قرآنکريم مقدس آيتونه هم منسوخ ګڼي، که باور مو نه شي نو د "تـ.ـور بیرغ" او د تور فکر د حمایت کونکو وهابيـ.ـفکره، او سلفـ.ـيفکره خلکو په اړه د ناسخ، او منسوخ د ډولونو په اړه پوره پوښتنې، او پلټنې ضرور وکړئ.
تاسو ناخبره ځکه خبرول غواړم هسې نه چې څوک مو د تیر په څېر هغه وخت کله چې تاسو د پردیو د فقهو لپاره خپل جوړ نظام قرباني کړو، خپل اکاډمیک کدرونه مو په مستقیمه، او غیر مستقیمه توګه له خپل هیواد څخه مهاجرت ته اړ کړل، هسې نه چې یوځلې بیا ددغه خلکو په حدیثونو، روایتونو، او د "ابن تیمیة" په قتلونکو فتوو سره خدای مه کړه غلط نشئ، او یو ځلې بیا درباند خپل دا لږ څه درپاتې جوړ کلی د سوریې په څېر ړنګ نکړي، خپل ورور درباندې یو ځلې بیا د تیر په څېر په تارونو حـ.ـلال نه کړي، او ستاسو د غریبۍ کور، کلی، ولسوالۍ، او دا لږ کمزوری درپاتې بیت المال مو درباندې د خپلو شومو موخو لپآره یو ځلې بیا د غنیمت په نوم سره ړنګ، چور، او تالان نه کړي، او خدای مه کړه د عراق په څېر درباندې د خپل هيواد ننګ، او ناموس د "د عراقي ايزیديانو مېرمنو" په څېر د وينـ .ـځو او کنيـ .ـځو په نوم سره د هوس په بازار کې لیلام نه کړي.
پرته له سمې قرآني پوهې د "تـ.ـور بیرغ" فکر لرونکو خلکو سره د هغو په مذهبي فتوو، فقهو، او د روآیتونو په برداشت کې بحث مه کوئ، په دې کار سره به تاسو په نورو باندې د سرپرستئ څخه خلاص شئ، او هم به خپل ځانونونه د هغو د بدرنګه فتوو، او روآیتونو پرمټ د ولاړې سرپرستئ څخه وژغورئ، او یو څوک دې ته پریښودل چې په تاسو باندې د مذهب په نوم سره سرپرستي وکړي، دا نو بیا د خپل دین څخه د یوه ناپوهه لپاره د بدرنګۍ اوج دی. تاسو دا خبره (لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ) تل یاد لرئ چې د هغو خپل دین دی، او ستاسو خپل دین، له دین څخه ستاسو خپل برداشت دی، او د هغو خپل، ستاسو خدای "رب العالمین" دی چې هر چاته د رحمت، او د امن پیغام ورکوئ، او هغو ځانونه ته د خپلو خواهشاتو څخه یو بل جلا خدای جوړ کړی دی(أَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَـٰهَهُۥ هَوَىٰهُ أَفَأَنتَ تَكُونُ عَلَيْهِ وَكِيلًا) چې هر چاته د کرکې، نفرت، او تشدد پیغام ورکوي.
په تیر وخت کې خو مو دا کار ونکړ، خو که نن په کوم تـ.ـور فکري باندې لږ څه هم پوهه شوئ چې د روایتونو، فتوو، فقهو، او حدیثونو پرمټ یې کوم انسان، کورنۍ، کلي، ولسوالې، ټولنې، هیواد، او هیوادوال ته یو نه یو ډول ضرر رسیدو، نو سمدستي د خپلې کورنۍ، کلي، سیمې، او د حنفي فقه په رڼا کې د دوحـ ـې د قـ ـرارداد مطابق پرې پر تاسو تپل شوي حکومتي مشران په دغه مشکوکو تـ.ـور فکره، او د "تـ.ـور بیرغ" لرونکو په اړه په په جریان کې واچوئ. ځکه دا ستاسو انساني وجیبه ده، ځکه تر څو چې یو افغان پاتې وي دا ټولنه، او افغانستان به پاتې وي، دا وطن به پاتې وي، او دا په قرآنکريم ولاړ دین به پاتې وي. نور د خپلو هيوادوالو په ژوند ژغورنه کې سستي مه کوئ، په مزار شريف کې چې د "تـ.ـور بیرغ" فکر لرونکو خلکو په لاس د ژورنالستانو سره څه وشوو، ستاسو د کورنۍ د غړو سره هم کيداي شي. څښتن تعالی ج مو د هر مفتي، شيخ، او اخوند ظالم له ظلمه وساته. آمِيْنُ يَا رَبَّ الْعَالَمِيْن.
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو.
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment