زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

طعنه کونکی مفتي

 ترڅنګ یې تیردم، مفـ ـتي صیب ولاړو ځوانانو ته زما په لوري په خپلو سترګو اشاره وکړه، او بیا موسکی شو. خو زه هم لږ سوکه شوم، او ورته مې وویل چې (وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ) هلاكت دى د عیبجو، او طعنه لګوونكي لپاره!

  

ويل يې: وآخ، ایت دې هم زده دی! دا د نن صبا په قرآنکريم کې فکر کونکي ډير فاسقه، مرتد، او فاجره انسان دي، دوئ اصلا د خپلو خواهـ ـشاتو، عیـ ـاشیو، او فحـ ـاشیو لپاره د قرآنکريم د (وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ) د ایت تر سیوري لاندې د خلکو د حقونو په نوم سره په پټه د یوه جمهوریت غوښتنه کوې، کوم چې یو شرعا ناروا کار دی.

   

ما ورته ویل چې: نه صیب! تاسو غلط پوهه شوي یاست، که خبره د خپلو خواهـ ـشاتو، فحـ ـاشې، او زنـ ـاکارۍ وای، لکه څرنګه چې تاسو وویل، او د قرانپرسته خلکو همداسې نیت وای، نو بیا به په قرآنکريم کې فکر کونکو هم، دا ستاسو په څېر په ډيره کلکه توګه د خپلو خواهـ ـشاتو، فحـ ـاشیو، او د جنسـ ـي غریزو د سړولو لپاره د یوه مذهـ ـبي‌ ډوله نظـ ـام غوښتنه کوله.

  

غوږونه یې سره شو، سترګې یې راووتلې، او وي ویل: غلی شه!، ګډوډې مه وایه، خوله دې په واک کې کړه، توبه وباسه لعـ ـینه، احمـ ـق انسانه! لږ خو دې له عقل څخه هم کله کله کار اخله! مذهـ ـبي ډوله نظـ ـام، نو څرنګه فحـ ـاشي شوه!

   

ما ورته ویل چې: صېب تاسو راته ښکارئ چې د جمهوریت په مانا خبر نه یاست، په جمهوریت کې ټول خلک د څښتن تعالی ج یو څېر بندګان وي، او ټول سره یو ډول مساوي حقوق لري، ګرچې کوم یو نیم ځای کې به یو چا د جمهوریت د نوم یا قانون سوء استفاده کړي وي، خو دا په دې مانا نه ده چې دغه استفاده دې په قوانینو کې درج وي، او که په ریښتیا سره قرانپرسته ځوانانو د عیـ ـاشۍ تنده درلودای، نو خاخما به ستاسو د روایتي نظـ ـام کوم چې د هرې بد اخـ ـلاقۍ، او هرې فحـ ـاشې سرچینه ده حمایت کړی وو.

   

غاښونه یې وچېچل، په ږیره کې یې لاس تاو کړو، او یو څو ویښتان یې ترینه د ډیر قهر، او غصې په وجه راوویستل، په ظاهره سم ښکاریده، خو په باطنه کې یو داسې رواني ناروغه ښکاریده چې زړه، او هواس یې دې ته اماده وو چې زما ژوند نور راټول کړي. وې خندل، او وي ویل بهتان واي، او که منطق، او دلیل هم لرې؟

  

ما ورته ویل چې زمونږ په دې اوسنۍ جوړه مذهـ ـبي ټولنه کې منطق، او دلیل چېرته چلیږي، دلته چې کله هم چا دلیل ویلی دی، او یا یې په پوره منطق سره د قرآنکريم چې ددې نړۍ تر ټولو صحیح کتاب دی، او کله یې هم ددغه صحیح کتاب ایتونه د یوه روایتپرسته مخې ته کیښودي دي، هغو ترینه انکار کړی دی، او خبره یې د انسانانو په لاس خودساخته کتابونو ته وړې ده، نو دا اوس کوم منطق شو، تاسو یې ووایاست؟ 

 

ویل یې: چې د یوه فاحـ ـش، او زنـ ـا کاره جمهوري نظـ ـام غوښتونکي به نه څه دلیل ولري، زه ته خو يې ووایه!

 

ما ورته ویل چې په اسلام کې قوامت د نر هم کیدای شي، او د ښځې هم، خو ستاسو په جوړ مذهـ ـبي نظـ ـام کې صرف سړي پر ښځو حاکمان وي، بیا مې ورته ویل چې په قطر، او دبۍ کې پښتانه ځوانان د واده د پیسو د ټولو لپاره زاړه شو، خو ستاسو مشرانو چې ښار ته لا ننوتلي نه وو دویم، دریم، او څلورو واده یې وکړ، که حق د خدای تعالی ج نوم وو، او ستاسو د روآیتونو د خپلو کتابونو مطابق صحابه کرامو د خپلو دوو دوو میرمنو څخه یوه یوه میرمن خپل مسلمان ورور ته پریښودلی وه، نو ستاسو اخـ.ـ وند صېب یې ولې نه شي پرېښودلی، او ولې د خپل دویم واده پیسې خپل مسافر پښتون، مسلمان ورور ته نه ورکوي. ځکه ددغه شیـ ـخانو په زړه کې د سنت نبوي په نوم سره د فحـ ـاشې، عیـ ـاشۍ، او هوس پرده غوړېدلې ده، او ځکه دوي ددغسې یوه مذهـ ـبي نظـ ـام څخه حمایت کوي. 

 

ویل یې: دا خو هیڅ دلیل نه شو، بیا کټکټ په خندا هم شو، بیا يې ویل چې ارمان دا ځای لږ مناسب وای، ما به درته ښولي واي چې مذهـ ـبي نظـ ـام یانې څه، په مذهـ ـبي نظـ ـام کې عیـ ـاشۍ، او فحـ ـاشې نشته، چټیات مه وایه.

   

ما ورته ویل چې خبره سپینه نه شم کولای، او په اشاره ته نه پوهیږې، ورسره غصه کیږې هم، منطق هم نه وایې، نو زما لپاره به خاموشي بهتره وي.

   

ویل یې فاسق، مرتد، او فاجر چې د زور سره مخامخ شي، نو بیا ضرور خاموشه کیږي.

  

ما ورته ویل هغه مذهـ ـب چې شرعا د زنـ ـاکارۍ، او فحـ ـاشې جواز ورکړي، هغه خلک همدغه نظـ ـام د خپلې عیـ ـاشۍ، او فحـ ـاشې لپاره جوړو وي، دا بیله خبره چې تاسو ترینه یا انکار کوئ، او یا د خپل مذهـ ـب څخه سمه مطالعه نلرئ.

  

ویل یې: یانې څنګه، د کومې فحـ ـاشې، او زنـ ـاکارۍ اجازه؟

    

— ما ورته ویل چې مثلا ستاسو په خپله فقه کې د پیسو د ورکولو په بدل کې د پردیو مېرمنو سره کورالی جواز لري، او د زنـ ـاکار د حد حکم ترېنه ساقطیږي، خو په جمهوریت کې، او آن په غرب کې لا دا کار غټ جرم ګڼل کیږي.

— د خوند اخیستلو لپاره نکاح هم د اهلسنتو، او د اهلتشیعو په کتابونه کې شته دی، دې نکاح ته د "متعې" یا "متعه" نوم ورکول کیږي، دا نکاح د علماوو په اختلاف سره د یوې لحظې څخه تر یوه هفته، یوه میاشت، او یوه کاله پورې هم ستاسو د مذهب په رڼا کې کیدای شي.

— د "مسیار" یا "المسیار" په نوم نکاح کوم ته چې په نني دور کې شاید په څو ګونې ډول کوراولی ویل کیږي، چې په اهل سنتو کې يې بیا د حدیثونو، او روآیتونو مننونکي هیڅ عیب نه ګڼي، او خپل شرعي دلایل ورته لټوي. 

— همدغسې د نکاح المجـ ـاهدې نوې اصطلاح یا د جـ .ـهاد النکاح زړه اصطلاح درواخلئ چې د ثبت شوو ارقامو، او د نړیوالو راپورونو له مخې په یوه ورځ کې په یوه میرمن تر پنځوس ډیرو مجـ .ـاهد ینو د یوې میرمن سره کوروالی کړی دی. که باور دې نه راځي په ټولنیزو رسنیو کې د تـ ـور بیـ ـرغ د روآیت منونکو راپورنه وڅیړئ. 

— او دا چې د پښتنو سیمه، او رواج ډیر حساس دی، نو که ترڅنګ دې دا نور ځوانان نه واي، نو اوس مې درته د "لواطت" په باره کې هم ستاسو د مذهـ ـب د کتابونو څخه د خلفـ ـاوو، اماماـ ـنو، او مفتیانو څخه څه ویل غوښتل. خو کوم مذهـ ـب چې د یو انسان د شرعي واده لپاره د قرآنکريم ایت هم منحرف کړي، هغه بیا هره یوه کړنه د مذهـ ـب په نوم سره په خپل جوړ مذهـ ـبي نظـ ـام کې کولای شي.

  

سړی لږ پوهه شو، سر یې کښته کړو، خو په ټک ټک یې وخندل، او وې ویل چې د قران ایت به نو څوک څرنګه منحرفه کړي، دا درواغ خو مه وایه.

  

ما ورته ویل چې ایا دا مخکې خبرې مې درواغ وې؟

  

ویل يې: نه مونږ ددغسې نکاحګانو په اړه ډیر اوریدلي دي، په مذهـ ـب کې به د یو چا نظر وي، ډیر خلک به یې کوي، مونږ په مذهـ ـب کې د هر چا نظر ته احترام لرو. خو دا درواغ مه وایه چې د قرآن دې منحرف، او محرف شي.

  

ما ورته ویل چې په دې دومره بحث کې دې دا یوه خبره هم ريښتیا، او هم په زغرده وکړه، چې تاسو په مذهـ ـب کې د هر چا نظر ته احترام لرئ، ما سوی د څښتن تعالی ج، او د قرآنکريم خبرې، او نظر ته، هغه نه منئ، او نه یې عملي کوئ.

  

د سړي غوږونه بیا سره شوو، ویل سم شه!

   

ما ورته ویل: لږ صبر! ایا په قرآنکريم کې څو ګونې جنسـ ـي اړیکې په حرامو کې راځي که نه؟ که راځي، نو دا تاسو بیا د مذهـ ـب په نوم د یوه مذهـ ـبي نظـ ـام تر چتر لاندې آخر څه کول غواړئ؟ ایا کله دې قرآنکريم په خپلو سترګو لوستلی دی، د قرآنکريم په کوم ځای د دوو، دریو، او څلور ښځو بحث راغلی دی، ګمان نه کوئ، چې دغه د جبر فحـ ـاشي څښتن تعالی ج ته، او د هغه رسول اکرم (ﷺ) ته منسوبول ګناه، او خطا ده؟

 

بیا يې په ټک ټک وخندل، سر یې پورته اسمان ته وینو، او یوه غټه قهقه یې وکړه.

  

ما ورته ویل زه پوهیږم چې ته به اوس د خپلې عیـ ـاشۍ، فحـ ـاشې، او زنکارۍ لپاره د سورت النساء د (مَثْنَىٰ وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ) ایت وایې، خو ته به دومره ظلم کوي چې د همدې ایت اول سر چې (وَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تُقْسِطُوا فِي الْيَتَامَ) دی، ددې ایت څخه مخکې ایت چې ( وَآتُوا الْيَتَامَىٰ أَمْوَالَهُمْ) دی، ددې ایت څخه ورپسې ایت چې (وَابْتَلُوا الْيَتَامَىٰ ) دی دلته به ته اوس د یتیم، او کونډي په ټکي ګوته ږدی، او خبره به د خپل دویم، دریم، څلورم واده، او خپلې عیـ ـاشۍ، او فحـ ـاشې ته راوړی، یانې هغه ایتونه چې څښتن تعالی ج د یتیمانو، او کونډو د حقوقو لپاره رالیږلي دي، تاسو هغه هم د خپلې عیـ ـاشۍ، فحـ ـاشې، او زنکارۍ لپاره رد و بدل، او منحرفه کړي دي. بیا مې ورته ویل چې دا خو لا تاسو ته وړه خبره ښکاري، تاسو خو په خپل مذهـ ـب کې زنـ ـا بالجبر، زنـ ـا بالجبر مع القاصرات، او حتې د زنـ ـا کارۍ لپاره د میرمنو خرڅولو ته هم اجازه ورکوئ، نو که د قرآنکريم یا په قرآنکريم کې فکر کونکي خلک فاسقه، مرتد، او فاجره انسان وای، او د خپلو خواهـ ـشاتو، عیـ ـاشیو، او فحـ ـاشیو پسې ګرځیدلی، نو بیا یې د خپلو فحـ ـاشیو لپاره ستاسو سره لاس ولې نه یو کوو، ایا دومره عیـ ـاشي، او فحـ ـاشي به په روس، او چین کې وي، ایا دومره عیـ ـاشي به د شیطان په لاس په لیکل شوي کتاب کې هم وي؟

 

غاښونه یې وچیچل، له ټولو خبرو تیر شو، یو دم یې ویل چې لا حول ولا قوه څرنګه مذهـ ـب زنـ ـا بالجبر، زنـ ـا بالجبر مع القاصرات، او حتی د زنـ ـا کارۍ لپاره د میرمنو خرڅولو ته هم اجازه ورکوي، دا بهتانونه دې نور بس کړه ملحده، بې دینه، فاسق، او فاجر انسانه!

  

ما ورته ویل: دلته هیڅوک هم ملحد، او بې دینه نه دی، مونږ ټول دا اقرار کوو چې "الله تعالی ج یو دی"، جناب حضرت محمد رسول الله (ﷺ) یې "بهترین استازې، او پیغمبر دی"، او قرآنکريم یې ددې نړۍ پر مخ تر ټولو "بهترین کتاب اسماني کتاب دی". او هر چا چې ددغه کتاب څخه لاندې کوم مذهـ ـب، او موازي دین جوړ کړی دی، هماغه خلک اصلا ملحدین، مشرکین، فاسقه، فاجر، او بې دینه دي، چون دغه مشرکین هوښیار دي، نو په ډيره چالاکۍ سره خپل تقلبي الحادي روایتي کتابونه، او خپل نوم په نورو هوښیارانو يې کېښودی دی. وو ستاسو په مذهـ ـبي کتابونو کې د هر ډول زنـ ـا لپاره جواز، او د میرمنو خرڅلاو ته د جنسـ ـي هوس سړولو لپاره د خرڅلاو اجازه ورکړی ده، ولې په حق سترګې پټوئ، او ولې اوس ددې ځوانانو مخکې د خپل مذهـ ـب د فقهاوو د رایو، او کتابونو څخه انکار کوئ؟

  

ویل یې خدای خبر چې څه وای، هسې هوایې لګیا یې، ملحده! که دې د زنـ ـاګانو، او د جنسـ ـي هوس لپاره دې د میرمنو د خرڅلاو یو کوچنې مثال هم راکړ، قناعت به درسره بیا وکړم.

  

ما ورته ویل چې: قناعت خو ستاسو په څېر شیـ ـخان نه کوي، دا د شرک، ظلم، او بربریت روآیتونو د هغو په ډي این ای کې اغګدل شوي دي، خو د یوه پرځای به یو نه بلکې دوه دوه دلالیل درته وړاندې کړم، او په ثبوت به يې درته ورسوم چې ستاسو مذهـ ـبي ډلې، دغه فقهې، دغه روآیتونو، په اقلیتونو، او صرف په میرمنو باندې ظلم ته، او د شیـ ـخانو عیـ ـاشۍ، فحـ ـاشې، او زنکارۍ ته لاره هواره وي، په مذهـ ـب کې په میرمنو باندې د ظلم لوي بحث درسره کولی شم، خو اوس یې وخت نه دی د جمعې لمانځه ته ځان تیاروم، هغه بحث به بل وخت وکړو، فی الحال به ستاسو په مذهـ ـب کې د زنـ ـا بالجبر، او د میرمنو خرڅلاو چې سل په سلو کې اجازه ورته شته دی خبرې وکړم.

 

ویل يې خدای خبر چې ته به لا لمونځ کوې، او که نه، د جومات مخ به دې لا لیدلی وي، او که نه، ژر شه خبره دې اوس په ثبوت ورسوه!

 

ما ورته وویل چې هغه (ﷺ) ته په بخاري کې د ماشومې نجلۍ سره واده کول منسوب شوي دي، او دا کار ځینې خلک تر ننه هم په پښتنه سیمه کې د مذهـ ـب له مخې نبوي سنت ګڼي (کوم چې په اصل کې سنت نه بلکې په هغه (ﷺ) باندې يو بهتان دی). ، نو ته يې ووایه چې د یوې ماشومې شپږ کلنې انجلۍ سره واده څه په جبر زنـ ـا نه شوه؟

که په اسلام کې د نکاح کولو لپاره رضا شرط وي، نو بیا ولې ستاسو روآیتونه د بل ناموس د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په ډول په جبر سره د خپل جنسـ ـي هوس لپاره راولي، ایا دا اوس زنـ ـا بالجبر نه شوه؟

که په اسلام کې هر فرد نر، او ښځه ازاد وي، نو بیا ولې ستاسو په مذهـ ـبی روآیتونو، او فقهو کې د بل څخه په زوره نیول شوو میرمنو لپاره بازارونه جوړیږي، او په کوم بازار کې چې دغه معصومې، او پاک دامنې میرمنې خرڅیږي ولې څه ستاسو په مذهب کې څه دغه بازار ته د (سوق النخاسة) نوم نه دې ورکړل شوی؟

نو ته یې اوس ووایه، ماشومه نجلې، ښایسته معصومه پیغله د دویم واده په نوم سره خپلول، د بل خور د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په نوم سره راوستل، د بل ناموس د نارینو د هوس د سړونې لپاره په بازار کې (سوق النخاسة) په نوم سره خرڅول، دنکاحګانو په ختلفو نومونو لکه ما چې مخکې درته ویل د مېرمنو سره جنسـ ـي اړېکې نیول، او داسې ډیرې خبرې چې اوس یې ستاسو د ټاپو له وجې نه شم کولې ولې دا ټولې کړنې څه مذهـ ـبي لیوانو د خپلو، او د خپلو همفکره جنسـ ـي درندوو لپاره څه نه دي کړي، نو نور څه شی دی، تاسو ورسره په خپلو فقهو کې د شرابو اجازه هم ورکړی ده چې د شباب، او شراب خوند مو سره یو ځاي شي. بښنه غواړم مفـ ـتي صېب خبرې مې لږې اوږدې شوی، د کتابونو حوالو ته به ضرورت نه وي، دومره خو به دې په دارلـ ـعلوم کې ویلي وي چې ره کوم کتابونه، او کوم مذهـ ـبونه یادوم!

 

ویل يې چې ته لا په فکر ماشوم یې ستا فکر د ښځو په دغه خبرو نه خلاصیږي، هسې خوشې دې له ځانه د حقونو مدافع جوړ کړی، اوس ددې ځوانانو سره یم، بل وخت به خبرې پرې وکړو، خو لکه دا نورې خبرې چې دې سرسري وي، د شرابو په هکله دې هم بهتان ولګوو. زه خیر بل وخت به سره سم بحث وکړو.

 

ما ورته ویل چې بهتان هیڅوک هم نه وایې څوک دومره ساده نه وي چې په دومره متشدده مذهـ ـبي ټولنه کې خپل ژوند په خطر کې واچوي، حق د الله تعالی ج نوم دی، او تاسو د مذهـ ـب په نوم سره د شرابو نشو، او تماشو ته لاره خلاصه کړې ده!

  

ویل يې د شرابو تماشو ته چا لاره خلاص کړې ده، خوله دې په واک کې کړه! په امامانو پسې بد رد مه وایه، مونږ د حق مدافعین یو هسې نه چې اوس غږ کړم، او دا ځوانان دې راڅخه خوږ نه کړي. 

 

ما ورته وویل چې په دې خو دې پوره باور، او ایمان دی چې څښتن تعالی ج په خپل مقدس کتاب کې شرابو ته "رجس" او د "شیطان عمل" ویلی دی؟ 

 

ویل يې هو پوره باور مې دی پرې.

  

ما ورته ویل، چې پوره باور دې دی نو بیا ولې ستاسو په مذهـ ـبي فقهو، او د ديوبنديانو په فتوو، او په روايتونو کې د يو ګيلاس شراب څښل يو روا کار دی، مګر تاسو د شرابو لپاره د ګیلاس څخه پرته هم نورې اندازې ټاکلي دي، ولې ستاسو فقهې څه نه وایې که د شرابو سره نور څه یو ځای شو نو څښلی یې شئ، ولې ستاسو د مذهـ ـبي کتابونو په روآیتونو کې لکه نخب الأفكار في شرح معاني الاثار کې د "اشربا، ولا تسكرا" یا د"اشربا، ولا تشربا مسكرا" روآیت، او خبره څه نه کیږي؟ او ولې بیا دغه روآیت څه رسول اکرم ته نه منسوبیږي؟ 

 

مفـ ـتي غلی شوو، خپلو پخښو ته یې وکتل، نور خبرې نه يې کولی، هغه یو ځوان په کۍ ماته وویل چې ته څه کاره یې وروره، څومره تحصیل دې کړی دی؟

 

ما ورته وویل چې زه د مذهـ ـبي تشدد په لاس کې یو رالوي شوی نیالګې یم، چې هر څه مې د همدغه مذهبي تشدد په وجه لاسه ورکړي دی، پلار مې همدغه مذهبیانو د کوپر، او سلام په جنګ کې وفات شوی دی، مور بي بي مې په کې په سر زخمي شوې ده چې لسهاوو کلونه بعد هم ترېنه کړیږی، کشر ورور مې د همدې کوپر، او اسلام په جنګ کې په غوږونو کوڼ شوی دی، ډیر خواږه یاران، دوستان، او همکاران مې همدې مذهبي بېرغونو جنګ خوړلي دي، تحصیل څه کوې وروره!، نن که څوک ماسټري لري هغه هم بیکاره ګرځي، بس زه کله نثر، کله طنز، او کله د مذهـ ـبي لیوانو څخه خپله کرکه په شعر کې هم ښکاره کوم، خو مسلمان یم، د چا په څېر ملحد، فاسق، فاجر، او مذهـ ـبي لیوه نه یم چې د څښتن تعالی ج مقدس دین د خپلو خواهـ ـشاتو مطابق وګرځوم، او نه بل ته دا حق ورکوم چې دغه الهي دین د خپلو خواهـ ـشاتو مطابق وګرځوي.

 

مفـ ـتي صیب سر راپورته کړ، وې ویل دا خبرې ستا په څېر د عادي خلکو له فکر څخه ډیرې پورته دی، زه ته خو دې یو شعر ووایه ههه ههه بیا لمانځه ته لاړ شې!

 

ما هم ورته هم خپل تازه لیکل شوي کسکریات په دې شکل ډالۍ کړل چې.

دلته ته دې وينځې، او کنيځي، او څلور ښځې دي

هلته ستا حوري دي، شراب دي، هلکان دي شيخه

دلته دې عشر دی، زکات دی، غنيمت، او خيرات

هلته ستا ونې دي، کورونه دي، چینې دي شيخه

دلـته سـالار د‌ عـقېدې، مـذهب، او خـلکو ته يې

هلته هم ستا خوښه چې څه غواړي رهبره شيخه

 

مفـ ـتي صېب رامڼده کړل چې بس بس پوهه شوو، ډیر وران یې حتما به انقلاب ځورولې یې چې په ډیر جرأت سره داسې ګډوډي د خلکو مخکې وایې، بیا یې خپلو ملګرو ته وویل چې راځئ هلکانو چې ځو په بر کلي کې چا د نجونو د تعلیم په اړه کومه غربي دسیسه جوړه کړې ده، راځئ چې هلته ځو، هغه کار ډیر مهم دی، دا ساده ګل همدلته پریږدئ چې د خپل ځان سره خپل شعرونه زمزمه کوي. 

 

مفـ ـتي صیب ته مې ویل غوښتل چې یوه خلـ ـیفه چې د خپل وخت لسم عباسي خلـ ـیفه وو، "الخلـ ـيفة المتوكل " د (الثعالبي — ثمار القلوب) د (أبن الساعي — نساء الخلفاء) د (بروكلمان — تاريخ الشعوب الإسلامية) د (الأصفهاني — الأغاني) د (ابن الأثير— الكامل في التاريخ) کتابونه وایې ده د خپل جنسـ ـي هوس لپاره یې د مذهـ ـبیانو په فتوو سره د ځان لپاره څلور زره ښځې د وينـ .ـځو او کنيـ .ـځ، په ډول سره ساتلی وي. خو ته زمونږ دې قسمت ته ګوره چې د مذهـ ـبي زنـ ـاکارۍ، او فحـ ـاشې جوړ بحث مفـ ـتي صېب په شعر و شاعرۍ بدل کړو.

 


ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ