"بيا دي انسان دې ته ځير شي چي له څه شي پېدا کړه شوى دى. له ټوپ وهونكو اوبو څخه پېدا کړاي شوى دى. چي د شا او د سينې دهډوكو [چوکاټ] له منځ څخه [ انسان] راوځي. په يقيني توګه، هغه (خالق) د ده (انسان) په بيرته راګرځولو قادر دى؛ په هغه ورځ چي د پټو رازونو پلټنه او څېړنه به وشي."
#وضاحت:
يوه قدرمن ورور ددغه آيت په اړه راڅخه وضاحت وغوښت، که څه هم په ميسج مې ورته ځواب وليکه، خو غواړم چې خپل نظر پدې اړه وليکم تر څو لوستونکي هم ترينه ګټه واخلي.
د #الطارق سورت له پنځم آيت څخه په انسان راڅرښيږي، او پوښتنه مطرح کوي چې انسان دې ځانته وګوري چې له څه پيدا شوی؟
بيا په شپږم آيت کې يې ځواب ورکوي چې د ټوپ وهونکي اوبو [سپرم] څخه پيدا شوی.



نوټ:
زه پدې اند يم چې په اووم آيت کې [ يخرج -وځي ] او ورپسې آيت کې [ رجعه- بيرته د انسان راګرځول] يو له بل سره تړلي دي او دواړه د [ انسان] په اړه دي، چون همدا د سورت اساسي موضوع ده او دا د الله کتاب چې زه پيژنم تل لوړو موضوعاتو ته د انسان پام اړوي او وړوکو جزئياتو پلو نه ځي. دا چې ډيريو [ يخرج : سپرم وتلو] ته تخصیص کړئ او [ رجعه - بيرته راګرځول] انسان ته او دواړه يې سره جلا کړي ، ددې جلاوالي په لامل نپوهيږم.
#کليم
No comments :
Post a Comment