زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/24/23

ماته فتوا راکړه

یو سړي امام حسن البصري ته په خواشينۍ سره وویل:
اي امامه ماته فتوا راکړه!! ځکه ما ټینګ قسم خوړلی چې زما ښځه دې طلاقه وې که حجاج بن یوسف به دوزخي نه وي!!
نو اوس زه خپلې ښځې سره پاتې شم که نه هغه پر ما طلاقه شوه؟
امام حسن البصري ورته وویل:
والله زه به درته څه ځواب درکړم، حجاج هم ظالم وو! هم فاسق او هم قاتل!! خو خدای پاک ډېر رحيم او مهربان ذات دی نو کېدای شي د هغه ګناوې وبخښي او جنت ته لاړ شي!
نو ډارېږم چې ستا ښځه به طلاقه وې او نږدې کېدل به دې هم ورسره حرام وي..!
سړي باندې چون خپله ښځه ډیره ګرانه وه نو قناعت یې ونکړو او محمد ابن سيرين څخه یې همدا پوښتنه وکړه.
محمد ابن سيرين رضي الله عنه هم د حسن البصري په څېر ځواب ورکړو.
سړی هک پک حیران شو!!
خو چا ورته وویل چې ورشه فقیه امام عمرو بن عبید ته ، هغه ته خپله ستونزه بيان کړه، سړی لاړو له عمرو بن عبید څخه یې فتوا وغوښته نو هغه ورته وویل:
هېڅ پروا نه کوي، ورشه آرام په ډاډه زړه دې له خپلې ښځې سره څمله..
خدای پاک چې حجاج بن یوسف ته د دومره ظلمونو او قتلونو بخښنه کوي او هغه له دومره جنایتونو سره سره جنت ته استوي، نو تاته خو د زنا بخښنه په حتمي صورت سره کوي!!
(حجاج بن یوسف الثقفي 40 - 95 ه.ق:
د امویانو دولت کې د عبدالملک بن مروان او وليد بن عبدالملک یو ظالم قومندان تېر شوای چې ګڼ شمېر صحابه کرام او تابعين او علماء کرام او مسلمانان یې وژلي، ویل کېږي چې 120.000 مسلمانان د هغه په لاس وژل شوي دي)
قاضي باران



No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ