ترڅو چې پرې سم پوهه نه شئ، نو دغه شته روايتونه به مو لا نور هم تباه کړي!
دا چې ږيره، مسواک، لونګۍ، او عطر د نبي کریم (ص) مبارک سنت هم دي، او د یوه عقېدتمند ښې مذهبي نښې هم کیدای شي، خو په یاد مو وي، دا مونږ چې يې مبارک سنت ګڼو، دا کارونه د اسلام د راتګ څخه وړاندې هم، او له اسلامه وروسته هم د مکېمکرمې د ډیرو کوپارو، او مشرکینو د دود، او دستور برخې وې. چون نبي کريم (ص) د همدغه قبيلې وو، نو د خپلې سیمې، او قبیلې د خلکو دود او دستور کوم چې ده (ص) ته د پلرونو، او نیکونو څخه راپاتې وو، د خپل ژوند ترآخره يې د یوه انسان د پاکوالي په موخه دغه دود ژوندی وساتلو، او دا چې زمونږ کلیوالو ته مثلا ولې لونګۍ نبوي سنت ښکاري، او ولې د عربانو قبیلو ته د ماقبل اسلام خپله عربي کلتوري برخه، دا يو جلا بحث دی، چې دلته يې لوستلی شئ:
https://www.asadhasan.com/2023/06/blog-post_51.html?m=1
وو "کله چې په یوه کار باندې رسول الله امر کړی وي، او يا يې پخپله هم عملي کړی وي، هغه په سنتو کې راځي". خو:
— هغه (ص) ټول عمرپه لُوټه اودس وچ کړی وو، مګر خلک يې اوس په کاغذ سره کوي!
— هغه (ص) ټول عمر په حيواناتو سفر کړی وو، خو خلک نن خپل سفرونه د موټرو په واسطه کوي!
— هغه (ص) ته په بخاري کې د ماشومې نجلۍ سره واده کول منسوب شوې دي، او دا کار ځینې خلک تر ننه هم په پښتنه سیمه کې نبوي سنت ګڼي (کوم چې په اصل کې سنت نه بلکې په هغه (ص) باندې يو بهتان دی) خو بیا دغه د روايتونو کتاب صرف اهل سنت مسلمانان په اجماع سره د قرآنکريم وروسته د نبوي سنتو تر ټولو صحیح کتاب ګڼي، مګر همدغه سنت منونکي خلک، او هغه خلک هم چې وایې دا کتاب په ریښتیا سره تر قرآنکريم وروسته صحیح کتاب د واده دغه سنت، سنت نه بلکې د ماشومانو سره واده کول ظلم، تشدد او ګناه ګڼي.
نو تر څو چې د "سنت" او "د عربو د دود، يا د رواج" فرق ونه شي، ترڅو چې خلک د "حديث الله"، او "حديث الرسول" په فرق پوهه نه شي، تر څو چې خلک په "سنت رسول" او "سنت الله" کې توپير ونکړی شي، تر څو چې خلک د "قال قال رسول الله" او د "قال سمعت رسول الله" په تفاوت پوهه نه شي، دا جاښه او دا لانجه به د مذهب په نوم سره همدغسې روانه وی.
کليوالو! اوس که يو څوک د هغه (ص) دغه پورته ذکر شوي مبارک سنت ونکړي، ايا ګناهګار دی او که نه دی؟ او که انکار ترينه وکړي، او يا يې په ټولنه کې ددغه سنتو نور عملي کول نه غواړي، او مخه يې ونيسي نو بيا يې په اساسي قوانينو کې حکم، او سزا څه شی شوه؟
کليوالو! هر سنت، سنت نه وي، يا بهتان وي لکه د محدثينو دغه پورته يو څو ذکر شوي روايتونه، او دغسې روايتونه په زرهاوو دي چې د قرآنکريم، او د انساني ارزښتونو سره سخت په ټکر کې دي، يا د بل د کلتور برخه وي چې مونږ ترینه د څښتن تعالی ج سنت جوړ کړي وي لکه مسواک، ږیره، لونګۍ، وغيره چې د الهي دين سره هيڅ تړاو نلري. که غلط مې ويلي وي لارښوونه راته وکړئ، اجرونه به مو نصیب شي.
وو که: "په سنتو باندې عمل کول د (استحباب) په درجه کې وي. او داسې کوم حدیث چې ددې اجازه ورکوي چې د ماشومې نجلۍ یا هلک سره نکاح وکړئ، نو باید وڅیړل شي چې ایا دغه خبره حقیقت لري، او که نه. وو مسواک، استنجا، عطر، او داسې ډير شیان دي چې اوس هم فایده لري نو ولې یې مخالفت وشي". خو: په ډېرې بښنې سره په استحباب کې بيا د يو څه لازمول، او وجوب نه وي، بلکې ترخيص يا خوښه پکې وي. مګر زمونږ په ټولنه کې ديني طبقې ته د فقهو، او روايتونو پر مټ د استحباب تر نامه لاندې تشدد او جبر ښودل کيږي. مثلآ زه پخپله د آخـ وند حاکم په تېره دوره کې د امر بالمـ ـعروف د ډلې د اخـ.ـ وندانو څخه په دې وجه څو ځل پټ شوې يم چې د ږيري د نه لرولو په وجه چېرې ونه وهل شم.
بیا هم وايم تر څو چې په پښتنې ټولنه کې د "الهي سنتو" او د "عربي دودونو" ترمينځ توپير ونه شي، دا د جبر، جهالت، او د ناپوهۍ لړۍ به همدغسې روانه وي، لکه څرنګه چې نن د سنتو، او مذهب په نوم سره ستاسو د ځوانانو تعليم مباح، د ميرمنو تحصيل ګناه، د هغو کار، او فردي ازادي د شريعت خلاف کار ګڼل کېږي.
ښاد او اباد اوسئ، ژوند مو د خوشحالیو او خوښیو څخه ډک شه. ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment