زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/25/23

د يهود او نصاری د ملت ځانګړتياوې

د #قرآن_اسلام | د #يهود او #نصاری د #ملت  #ځانګړتياوې

لکه څرنګه مو چې په مخکيني ليکنې کې یاد کړ، يهود او نصاری نومونه د الله له اړخه ندي ايښودل شوي بلکې دا هغه نومونه دي چې دوی پخپله ځانونه پرې نومولي. دوی د اهل کتابو څخه دي او د خپل اسماني کتاب سره خاص چلند کاوه، چې نمونې يې په لاندې آيتونو کې تاسې په ګوته کولای شئ، او که هر څوک د دوی دا چلند خپل کړي نو هغوی د دوئ په نقش قدم روان دي:

حق په ځان پورې منحصر کول
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 113] يهوديان وايي: "عيسويانو په حقه ندي عيسويان وايي: "یهودیان په حقه ندي." - په داسي حال کښي چي دوى دواړه كتاب لولي. همدا شان دعوه هغه خلك هم كوي چي هغوى ناپوهه دي. الله به دا اختلافونه چي دا خلك په کښي اخته دي، د قيامت په ورځ فېصله کړي.

ديني احکام يواځې د دوی ډلو په منځ کې د تطبيق وړ دي
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 75] له اهل كتابو څخه څوك داسي دى چي كه ته پر هغه د ډاډ له مخي په پنډونو مال او شتمنۍ ورکړې، نو هغه به ستا مال تا ته بېرته درکړي؛ او څوك په کښي داسي دي چي كه ته ور باندي د يوې اشرپۍ اعتبار هم وکړي، نو بېرته به یې در نه کړي، مګر دا چي د هغه پر سر ودريږي. د هغو ددې اخلاقي حالت سبب دا دى چي هغوى وايي: "د بېسوادو (غير يهودي خلكو) په باب پر موږ څه مسوليت نشته." - او دا خبره هغوى بيخي په درواغجنه وينا د الله لوري ته منسوبوي؛ په داسي حال کښي چي هغو ته څرګند ده چي الله داسي نه دي ويلي.

خپلې خبرې په الله پورې منسوبول
[سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 78] په دوى کي ځیني خلك داسي دي چي د كتاب په لوستلو ژبي داسي اړوي را اړوي چي ته به وايي څه چي لولي هغه د كتاب عبارت دى. په داسي حال کې چي هغه د كتاب عبارت نه وي. هغوى وايي دا څه چي موږ لولو دا د خداى له خوا دي، په داسي حال کي چې هغه د خداى له خوا نه وي. هغوى له پوهي او ادراك سره سره د درواغو وينا د خداى لوري ته منسوبوي.

دوزخ څخه ځان مستثنی کول
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 80] هغوى وايي: "دوزخ اور به پر موږ هیڅكله ونه لګیږي، پرته له څو ورځو سزا څخه." - له دوی څخه پوښتنه وکړه: "ايا تاسي له الله څخه ژمنه اخيستې ده، چي له هغې څخه الله تېرېداى نه شي؟ - يا خبره دا ده چي په الله پوري داسي خبرې تړئ چي تاسي پرې نه پوهېږئ."

جنت ځانته تضمينول
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 111] او د هغو (اهل کتابو) دا وينا ده چي هیڅوك به جنت ته لاړ نشي، تر څو هغه يهودي نه وي يا (د عيسويانو د ګومان له مخي) عيسوی نه وي، دا د هغو هيلي دي. دوی ته ووايه: " كه تاسي په خپله دعوه کښي رښتيني ياست، نو خپل دليل وړاندي کړئ!"

#تحريف
[سُوۡرَةُ المَائدة : 13] بيا دا د هغو خپله وعده ماتول ول، چي د هغې له امله مو له خپل رحمت څخه لیري وغورځول او د هغو زړونه مو سخت کړل. اوس د هغو حال دا دى چي الفاظ سرچپه اړوي، له يو ډول خبري څخه بل ډول خبره جوړوي. كومه ښوونه چي هغو ته شوې وه، د هغه زياته برخه یې هېره کړېده. او هره ورځ تا ته د هغو يو نه يو خيانت څرګندیږي. له هغوى څخه ډېر لږ كسان له دې عيب څخه ژغورل شويدي، نو دوى ته بښنه وکړه او د هغو له حركتونو څخه سترګي پټوونكى اوسه. الله هغه خلك خوښوي چي د احسان چار چلن ولري.

پروردګار يواځې په ځانونو پورې منحصر کول
[سُوۡرَةُ المَائدة : 18] يهوديان او نصارا وايي چي موږ د الله زامن او د هغه ډېر ګران دوستان يوو. د هغو څخه پوښتنه وکړه: نو هغه ستاسي په ګناهونو تاسي ته سزا ولي دركوي؟ - په حقيقت کښي تاسي هم هماغسي انسانان ياست لكه چي نور انسانان خداى پيدا کړيدي. هغه چي چا ته وغواړي بښنه كوي او چا ته یې چي خوښه شي سزا وركوي. اسمانونه او ځمکه او د هغو تر منځ ټول موجودات د الله ملكيت دى. او د هماغه لوري ته د ټولو ورتګ دى.

هدايت يواځې پخپلې ډلې پورې منحصر کول
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 135] (یهودو او عیسویان) وايي چي یهودیان او (یا) عیسویان شئ چي سمه لار ومومئ! - دوی ته ووايه: "نه، دا هم نه، بلكې د ابراهيم (ع) د دین (متابعت کوو) چي پاک ؤ او ابراهيم(ع) له مشركانو څخه نه ؤ.

خپل عالمان او روحانيون د الله سره شريک ګرځول
[سُوۡرَةُ التّوبَة : 31] دوى خپل عالمان او روحانيون له الله پرته خپل ارباب نيولي دي او همدغه راز مسيح (ع) د مریم زوی يې هم. په داسي حال کښي چي دوى ته له يو معبود (الله) څخه پرته د بل هيچا د بندګۍ كولو حكم نه ؤ ورکړ شوى. هغه ذات چي له هغه پرته بل هيڅوك د عبادت وړ نشته، د هغو مشركانه خبرو څخه پاک دی چي دوى یې كوي.
[سُوۡرَةُ البَقَرَة : 120]
وَلَن تَرْضٰى عَنكَ الْيَهُودُ وَلَا النَّصٰرٰى حَتّٰى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى اللَّهِ هُوَ الْهُدٰى ۗ وَلَئِنِ اتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ الَّذِى جَآءَكَ مِنَ الْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ اللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ.

يهوديان او عيسويان به هیڅكله له تا څخه راضي نشي، تر څو ته د هغو په لاره (ملت)لاړ نشې. دوى ته په كلكه ووايه چي سمه لاره يوازي هماغه ده چي الله ښودلې ده. او كه ته له هغه علم څخه وروسته چي درکړاى شويدى، د هغو په خواهشونو پسې لاړ شې؛ نو ستا هیڅ دوست او مرستندوى نشته چي د الله له نيوني څخه دي وژغوري.
پورته ايتونه مو‌ که لوستلي وي نو همدا د يهودو او نصاری ملت او د الله د احکامو سره د چلند طرز دې او څښتن تعالی مونږ ته خبرداری راکړی چې دوی له مونږ څخه تر هغې راضي نشي تر څو مونږ هم د دوی په شان د الله احکامو سره هو به هو چلند وکړو ، چې متاسفانه، په ډيريو مواردو کې مونږ همدا چلند غوره کړئ.
#کليم

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ