زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

د قرآنکريم خلاف موازي تګلاره

فقهې او روآیتونه:

  

مونږه تل د دین په نوم سره د انسانانو ناسم روآیتونه، غلط برداشتونه، د نورو شخصي فتوې، او نظرونه راټول کړي دي، او بیا مو د یوه فقیه، او اخـ.ـوند پرمټ ترینه الهي شرعه جوړه کړې ده، او د خپلې خودساخته شرعې څخه مو بیا یو بل موازي دین جوړ کړی دی، او بیا مو ورپسې دعوه کړې ده چې، دا زمونږ په لاس جوړه کږه تګلاره یو واقعي محمدي دین دی، خو پام وي دا زمونږ په لاس جوړه موازې تګلاره، مذهب، او شرعه هغه لاره ده کومه چې تل د قرآنکريم خلاف هم ده، او د هغو حدیثونو هم خلاف روانه ده، کوم حدیثونه چې د نړۍ د نورو مسلمانانو په نېز د قرآنکريم سم تفسیر بلل کیږي.

     

مطمئن یم چې په تاسو کې به نه چا د إمام - أبو حنيفة النعمان بن ثابت بن مرزُبان الكوفيّ (رح) کوم کتاب لیدلې وي، او نه به داسې کومه نسخه د چا سره موجوده وي چې د امام صیب په خپلو مبارکو لاسونو لیکلی شوي وي. ستاسو پام دې خبرې ته راګرځومه چې حفني فقه هغه (Open-Source) "اوپن سورس سافټویر" (یانې د فقه یوه وړیا پرانیستې سرچينه) ده چې د تاریخ په اوږدو کې يې شاګردانو، پیروانو، او ترڅنګ يې قدرت طلبه خلکو هم د یوې نفعې لپاره په کې یوه یوه پاڼه جوړه کړې ده.

    

دا چې روآیتونه او فقهې د قدرت طلبه خلکو په لاس کې د "پرانیستو سرچینو" په څېر دي نو د حنفي فقهې یو څو ژوندې مثالونه یې هم ورسره درواخلئ: په هندوستان کې هم حنفي دیوبندیان دي چې تل د یوه اسلامي فقهي نظام ملاتړي نه بلکې د يوه "سېکیولر نظام" غوښتونکي دي، او یا په پاکستان کې حنفي دیوبندیان دي چې په پاکستان کې د ووټ يا رايي له لارې د حنفي اسلامي نظام ملاتړي نه بلکې يوازې جمهوريت يا جمهوري ډوله نظام غواړي، او یا بل طرف ته د افغانستان احناف او دیوبندیان درواخلئ چې دوي تل په ګران هیواد کې د پردي ټوپک پرمټ یو بل ناشنا ډول نظام غواړي، چی نه د هندوستان په څېر سيکولره وي، او نه د پاکستان په څېر جمهوري ډوله وي، بلکې زمونږ احنافو تل د "اوپن سورس" حفني فقهې مطابق د بل د ګټو لپاره استخباراتي شرعي امـ.ـارت، او خـ.ـلافت غوره کړی دی، چې نه ترینه ددغه هیواد خپلو پښتنو کومه ګټه پورته کړه، او نه دغه فقهي نظام د تاریخ په اوږدو کې د نورې نړۍ سره د پښتنو اړیکي ښې کړې.

   

د حنفي فقه د "اوپن سورس" او روایتونو نمونې ډیرې دي، په نورو مسایلو یې تاسو پخپله هم فکر وکړئ. مثلا په درې واړه هیوادونو کې تاسو د میرمنو تعلیم، کار، او د انسانانو فردي ازادۍ ته ښه ځير شئ، پیدا به کړئ چې د هر یوه هیواد مشر مفتي، او اخـ.ـوند یې خپله فقهې، او مذهبي تګلاره، د خپل هیواد د ملي منافعو، یا د استخباراتي موخو د لاسته راوړنو لپاره، او یا د هیواد د وګړو په منافعو کې يې تشریح کوي، او حتی په ځینې وختونو کې تر څو په انتخاباتو کې رایه واخلي نو علماء يې د خپلو ګوندونو او په خپلو شخصي ګټو يې هم راڅرخوي. د ترکیې په فقهي فکر ځکه خبرې کول غواړم، ځکه هغو په خپلو روايتونو کې ډیر څه روا ګڼي، لکه اروپا ته د خنزیر د غوښې صادرول، د شرابخانو او د شرابو لپاره جلا نظر فقهي نظر لرل، او د میرمنو سره د اړیکو مختلف ډولنه دي، چې کیدای شې په دغه برخه رڼا اچول به له سم دین څخه ناخبره ځوانان یا ګمراه کړي، او یا به یې د الحاد په لور سوق کړي. خو په ټوله کې د تعجب خبره داده چې مونږ په خپله سیمه، او خپل هیواد کې تل خپل جهالت او خپله د تشدد څخه ډکه تګلاره سمه شرعه، او سم محمدي دین ګڼلی دی، او د نورو خلکو برداشتونه چې د هغو د خپلو امامانو د فقهي تشریح مطابق دي، او د هغو په ملي منافعو ولاړ دي، مونږ ناسم او د ګناه کار بللی دی.

      

په تیرو پنځوسو کلونو کې چې کله په پښتنو کې، او د پښتنو په کلیو کې فقهو، او روآیتونو ژورې ریښې وکړې، نو دوئ بیا قرآنکريم ته شا کړه، او د خپلو اخـ.ـوندانو په لاس يې ځانته د دین یو بل موازي ورژن جوړ کړو، داسې ورژن چې نه په کې مونږ په ارام شو، نه په کې زمونږ ځوانان، نه په کې زمونږ مؤمنې خوېندې، او نه راسره د نورو دینونو او باورنو خلکو په ارامه او هوسا توګه ژوند وکړ. بس زمونږ دینداري د اور یوه سره لمبه شوه، چې هم مو په کې خپل ځان تباه کړو، او هم مو په کې خپل هیواد، او وګړي، او دا خو یوه مالومه خبره ده چې ایمان د آخرت د سموالي لپاره دی، او اسلام د دنیا د سموالي لپاره راغلی دی، او د چا چې دینا سمه نه وي، خو خپل ځان مسلمان هم بولي، نو په آخرت کې يې لږ غوندې شک دی.

        

د فقهو، روآیتونو، او مفتیانو څخه په الهام، وروسته بیا مونږ ددغه اخـ.ـوندانو په خبرو په خپل لاس د خپلې سیمې زینت، او زينتي شیان حرام وګرځول، او ترڅنګ مو ورسره خپل ټول زینتي تمثالونه، او د بتانو تاریخي اثار د ګناه په نوم سره ړنګ کړل. ورپسې مو خپلې محلي سندرې ګناه وبللې، او د حرام په نوم سره مو خپلې محلې سندرې ووژلې، او سندرغاړي مو جلا وطنۍ ته اړ کړل، او په دغه ناوړه کار سره مو خپله ژبه او کلتور د ړنګیدو په ګړنګ ودرول. هغمدغسې مونږ ته زمونږ په کلي کې هغه روآیتونه ډیر ښه ښکاره شو، کوم چې شرک ته ډیر نیږدې وو، او د څښتن تعالی ج په حکم کې مو د هغه جل‌جلا‌له سره نور روآیت کونکي شریک کړل، ترڅو مونږ ته د جنت تقلبي احوال راکړي، د قیامت تقلبي نښې راته بیان کړي، تقلبي غیبیات راته ووایې، او د قراني قیصو په هغه برخه راته تقلبي رڼا واچوي، کومه برخه چې یوازې د څښتن تعالی ج سره ده، او د خپلو بندګانو څخه یې پټه ساتلې ده، لکه د آدم (ع) پیدایښت، د سلیمان (ع) بادشاهي، د نوح (ع) عمر او دعوت، یا د لیلة القدر شپه، او، او، او.

    

ددې ترڅنګ مونږ د خلکو په خودساخته فقهو، فتوو، تفسیرونو او روآیتونو سره خپله ټولنه یوه متشدده، او سختدریځه ټولنه وګرځوله، چې نه په کې راسره نن د هرات کوم یهودي ژوند وکړای شو، او ټول اسرایلو ته مهاجر شو، نه په کې راسره کوم عیسایې ژوند وکړای شو، او اکثره يې له پښتونخواه پنجاب ته کډه شو، نه په کې راسره د جلال اباد سیکانو، او هندوانو ژوند وکړای شو، چې غټه برخه یې زمونږ د تشدد او سختدریځه روایتي مذهب په وجه کاناډا، او هندوستان ته مهاجر شو، او بیا همداسې د ترور، نفرت، او تشدد دا لړۍ دومره وغځیده چې په کلي کې د یوه جومات حنفي امام د وهابي، او وهابي د بل، او بل د بل د وینو تږي شو، بیا مو د یوه او بل په مکتبونو، جوماتونو، پوهنتونو، لوبغالو، او په مدرسو کې د خپلې سیمې عالمان، امامان، او ملایان د خپلو صحیحو روآیتونو په رڼا کې ترور شو، او د خپل جهالت پړه مو تل په بل واچوله، او د خپلې غلطې د اوږو بار مو په نورو ورتپوو، او بیا دادی د تور بیرغ یو ږیرور عربيفکره ښامار د صحیح روآیت په نوم سره نن یو ځلې بیا د ټولو پښتنو د وینو بهیدلو ته تږی ناست دی، او په یوه بل شکل سوکه سوکه سر راښکاره کوي، چې یو ډله خلک يې تشدد ته هرکلی هم وایې، او دغه د تشدد څخه ډک روآیت یې صحیح محمدي دین هم ګڼي.

  

— ادامه لري….

  

وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).  

ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ