د قرآنکريم سره په ټکر کې حدیثونه، او روآیتونه:
د ولسوالۍ خلک په ريښتيا د الله تعالی ج سره مينه لري، او له شرک څخه د تل لپاره وتل غواړي، خو د جومات په دروازه کې یو داسې مشرک اخـ.ـوند ناست دی، چې په انسان باندې هر ظلم، تشدد او شرک د الله تعالی ج د مبارک رسول مبارکه لار ګڼي.
په کلي کې خلک پوهیږي چې دوي د اخـ.ـوند پسې اقتدا کوي، خبرې یې په شوق او ذوق سره اوري، دوي په دې هم پوهیږي چې د پوهې سویه، او کچه یې کښته ده، خو دا عام خلک دي، او عام خلک تل د یوې بلې زوايې څخه ګوري، هغو مطئن دي چې د عامو خلکو زور ډیر زورور وي، ځکه د الله تعالی ج ورکړل شوې عقل، فکري توان، تدبر، تدبیر، دا خلک په دې سیمه د پړیو څخه ساتلي دي، او نور به یې هم وساتي. خو کله چې څوک د روآیتونو په کتابونو کې غرق شو، نو د عقل او تدبر ددغه زاویې څخه لیدل یې بیا په نصیب کې نه وي.
د کلي د ځوانانو اوس لږ لږ په دې هم سر خلاص شوی دی چې ډيری ديني روايتونه د يو او بل خلاف روان دي، يو يې روايت يو څه وايي او بل روايت يې بل څه، چې په همدغه خبره د کلي ځوانان اوس له نورو ډیرو څخه ښه پوهیږي، او د ځوانانو څخه په دغه تاثر خو اوس کله کله د اخـ.ـوندانو د ډلو څخه هم ځینې په ممبر او ټولنیزو رسنیو کې نارې وهي چې دا روآیت نا سم دی، او دغه فقه جعلي ده. خو کلیوال یې په دغه بازاري نارو نه غولیږي، ځکه دوي پوهیږي چې کلیوال همدغه روايتي خلکو په خپلو کې په ډلو او ټپلو ویشلي دي، او بیا په دغه ډلو او ټپلو کې چا ځانته د یوې، او چا ځانته د بلې فقهې ډله غوره کړې ده، او بیا يې ځانونه په دغه غوره کړای شوې فقهې ډله کې د یو او بل سره په ګډوډو روایتونو سره نور هم ځانونه ټوټې ټوټې او ډلې ډلې کړي دي، په کلي کې څوک د پیرانو په طرف دي، څوک د باباګانو په طرف دي، څوک د دیوبندیانو په طرف دي، څوک د تارونو والا دي، څوک د زيارتونو والا دي، بس د خدای تعالی ج د بې اتفاقۍ يو ستړی قهر دی چې دلته د کلي په خلکو د فقه او د روایتي شریعت په نوم سره رانازل شوی دی، او په دې کلي کې پرې څوک څه دي، او څوک څه، خو عجیبه داده چې په دې دومره جنجالي، سربداله، او ګډوډ ماحول کې بیا هم هر یوه اخـ.ـوند او چڼي ته يې خپله خبره من ښکاري، او هریو لګیا دی د خپل درواغجن روایت لپاره دغه بل روآیت مننونکي وهي او ټکوي.
د کلي ځوانان مطمئن دي چې د قرآنکريم ایتونه هیڅکله هم د بل ایت شریف خلاف نه دی او نه شته دی. همدغسې د قرآنکريم ایتونه د انسانانو د ژوند، عبادت او ازادۍ حق نه اخلي، او نه د انسانیت سره او نه د انساني اقدارو سره په ټکر کې دي، خو ددغه ژیړو روایتي کتابونو په زرهاوو روايتونه د کلتورونو، انساني اقدارو او آن د قرآنکريم سره هم سخت خلاف، او هم سخت په ټکر کې روان دي، او په دې ټوګه سره اخـ.ـوندانو د قرآنکريم ترڅنګ يو د تشدد او ظلم یو بل موازي دين جوړ کړی دی، چې مثالونه يې خورا ډير دي، چې دلته يې د ثبوت لپاره د ګډوډو روآیتونو یو څو مثالونه وړاندې کوو:
— د ژيړ رنګه کتاب بدرنګه روايت وایې — چا چې خپل دین بدل کړ، نو مړ یې کړئ. او څښتن تعالی ج په خپل مقدس کتاب قرآنکريم کې فرمايي چې: د دین په (منلو) كې هېڅ جبر نشته.
— روايت وايي: زناکاران تر مرګه پورې سنګسار او په تیږو سره وولئ چې مړه شي. او قرآنکريم وايي: د زنا کارانو لپاره (سنګسار او د تيږو مرګ نه بلکې) دورې دي.
— روايت وايي: لا وصية لوارث. او قرآنکريم وايي: پر تاسو باندې فرض كړى شوي دي د مور و پلار او خپلوانو لپاره په ښې طریقې سره وصیت كول.
— روايت وايي: د مسلمانانو له جملې څخه د ظالمانو او د کبیره ګناهونو د مرتکبینو شفاعت به رسول (ص) کوي. او قرآنکريم وايي: د ظالمانو لپاره به هیڅوك نه پوخ دوست وي او نه كوم داسې شفاعت كوونكى چې خبره يې ومنلې شي.
— روايت وايي: چې رسول (ص) ته قرآنکريم وحیې شوې دی او ورسره نورې وحیې هم شوې دي، چې ځینې خلک يې وحیې خفي او وحیې ثاني هم ګڼي. او قرآنکريم وايي: ما ته (همدا) قرآن وحي شوى دى، د دې لپاره چې په دې (قرآن) سره زه تاسو ووېروم او هغه څوك چې همدا (قرآن) ورته رسي.
— روايت وايي: پیغمبره ته زمونږ شفاعت کونکی يې. او قرآنکريم وايي: زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي.
— روايت وايي: ما ته امر شوې چې د خلکو سره تر هغه وخته پورې جنګ وکړم (قتل يې کړم) تر څو پورې چې کلمه يې نه وي ویلي. او قرآنکريم وايي: ته ووایه: دا زما لاره ده، د الله په طرف بلنه كوم، په ښه بیان او بصیرت سره.
— روايت وايي: د پیغمبر (ص) ډيرې معجزې وي، چې آن ځینې یې يو سلو او يو يادوي، او څوک یې څه او څوک يې څه وايي. او قرآنکريم وايي: او دوى وویل: مونږ به پر تا له سره ایمان رانه وړو تر دې چې ته زمونږ لپاره په دې ځمكه كې خوټېدونكې چینه جاري كړې. یا چې تا لپاره باغ وي د كجورو او انګورو، بیا ته د دې (باغ) په مینځ كې ولې روانې كړې، روانول. یا چې لكه څنګه چې ستا خیال دى ته پر مونږ باندې اسمان ټوټې ټوټې راوغورځوې، یا چې ته الله او ملايك مخامخ (ښكاره) راولې. یا چې تا لپاره د سرو زرو كور وي، یا چې ته پورته اسمان ته وخېژې او مونږ به ستا پر (تشو) ختلو له سره ایمان رانه وړو تر هغه پورې چې ته پر مونږ باندې داسې یو كتاب راكوز كړې چې مونږ يې لولو، ته (دوى ته) ووایه: زما رب لپاره پاكي ده، زه نه یم مګر یو انسان رالېږل شوى.
(دهغه (ص) صرف يوه معجزه وه).
— روايت وايي: د صراط مستقیم په نوم یو پل دی، چې تیز دی، تیره دی لکه غشی، نری دی لکه ویښته او دغسې نور. او قرآنکريم وايي: او دا (په قرآنکريم کې د محرماتو څخه ځان ساتنه) چې بېشكه دا زما لار ده، چې نېغه ده (صراط مستقیم)، نو تاسو د دې پیروي وكړئ او د (نورو) لارو پیروي مه كوئ، ګنې نو تاسو به (د نورو لارو پیروي) د هغهٔ له لارې نه تار په تار كړي، دا (حكم) دى چې هغه (الله) تاسو ته د دې كلك حكم كړى دى، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ.
— روايت وايي: نور اهل کتاب يا د کوم بل دين خلک به د مسلمانانو په بدل کې جهنم ته داخلیږي. او قرآنکريم وايي: چې هېڅ پورته كوونكى (مخلوق) به د بل (مخلوق) بار نه پورته كوی.
— روايت وايي: پیغمبر په غیبو پوهیدلو، او د آخرې زمانې په باره کې یې داسې ویلي دي، او د اخرت په باره کې يې هغسې ويلي دي. او قرآنکريم وايي: او كه چېرې زه (محمد) پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى. او قرآنکريم وايي: او زه (محمد) تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه پر غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم.
— روايت وايي: له اختلاف نه مه ویریږئ، په دین کې د علماوو اختلاف نعمت او رحمت دي. او قرانکریم وايي چې: د مشرکینو څخه مه کیږي، د هغه خلکو څخه چي خپل دین يې ډلي ډلي ګرځولي او هره ډله له هغه څه سره چي ورسره ده خوښ دي. او قرانکریم وايي چې: اختلاف رحمت او نعمت نه بلکې يو عذاب ګڼي (پدي آیت کي الله تعالی اشاره کوي چي د عذاب یو رنګ دا هم دی چې تاسې ډلې ډلې وګرځئ او له یو بل نه څرمنې وباسئ).
— روايت وايي: تاسو د الولاء و البراء د عقیدې تر سیوري لاندې ددې نړۍ د ټولو انسانانو سره دښمني ته هڅوي او د ټولو مرګ يې درته روا کړی دی. او قرانکریم مو: د عدالت او د نورو سره د ښو اړیکو جوړولو ته هڅوي، نو ځکه يې د المایده د سورت په ۵ ايت کی د اهل کتابو ډوډي تاسي ته حلاله کړی، د هغوي سره واده کول يې درته روا کړې تر څو اهل کتاب ستاسې د فامیلونو برخه شي (که چېرې په تاسو کې يې څوک وغواړي).
— روايت وايي: بيبي عايشې ويلي دي ښځې دې تعليم نه کوي (يوازې سورت النور دې وايي). او قرانکریم وايي چې: اقرأ - ولوله. (او وايي چې فکر وکړئ، له عقل څخه کار واخلئ، له تدبر څخه کار واخلئ - او فکر، تدبر او عقل کارونه د تعليم څخه پرته نه کيږي).
— روايت وايي: چې د پيغمبر بيرغ شين وو، بل روايت وائي سور وو، بل وائي سپين وو، بل وائي تور وو، بل روایت يې وائي خاکې رنګه يا خړ بيرغ وو. او قرانکریم وايي چې: انسان الله تعالی ج په فطرت سره پیدا کړي دي. (د مور او پلار د دين منل، د وطن سره مينه، د يوه واحد بيرغ سره مينه، د خپل کلتور سره مينه، د خپلې ژبې سره مینه د انساني فطرت او عُرف يوه غټه برخه ده).
— روايت وايي: د فامیل دننه ټول صلاحیت د نر (سړي) دی، او ښځو ته د نارینوو د خادمي (نوکرې) او وینځي ځای ورکوي، او وایي چې هغه ښځه به جنت ونه ويني کله چې يې میړه په غصه کې ترینه ویده شو. او قرانکریم: (نر او ښځې) دواړو ته په یوه سترګه ګوري، او په ډېر ښه عدالت سره د دواړو په حق کي احکام وړاندې کوي، او د کور مشري د هغه چا په لاس کې ورکوي څوک چې په کور مصرف کوي.
— روايت وايي: د وينځو او کنيځو په نوم هره يوه فحاشي او زناکاري روا ده. او قرآنکريم وايي: هر ډول ښکاره او پټې فحشا ته مه نیږدې کیږئ (او په هیڅ انسان جبر او ظلم مه کوئ).
— روايت وايي: د ماشومانو (شپږ کلونو او نهه کلنو) نجونو سره د واده خبره کوي. او قرآنکريم د یتیمانو د حقوق په باره کې وايي: کله چې رشد ته ورسېد (حق يې ورکړئ) (د رشد مرحله هغه مرحله ده چې انسان په کې فکري، او جسمي بلوغ ته ورسیږي، او دا حق د یتیم ماشوم، او ماشومې دواړو دی، او د یتیم واده هم د هغو له حقونو څخه د رشد په حالت کې هم یو حق دی، او د رشد په وخت کې واده د هرې یو نجونې حق دی).
— روايت وايي: د غنيمتونو په نوم هر ډول غلا او چور روا دی (ژوندي مثالونه يې په افغانستان کې ډير دی). او قرآنکريم وايي: د انسانانو مالونو په باطله سره مه خورئ.
— روايت وايي: د يستتاب او يقتل په نوم باندی د هر چا قتل او قتال روا کړې دی. او قرآنکريم وايي: د هر ساکښ مرګ ناروا دی.
—
التماس: ای د کلي اخـ.ـوندانو صـ.ـاحبانو، مـ.ـفتیانو، او فقـ.ـهاوو! مونږ ټول د یوې ابۍ (بيبي حوا) راوړې بچو یو، او سره وروڼه یو، مونږ شډل کلیوال به نور مثالونه نه لیکو، ځکه لیکنه د حد څخه ډيره اوږديږي، نو که کلیوال په غلطه او خطا وو، لارښونه ورته وکړئ، او که لارښونه ورته نه کوئ، او د کلیوالو خبرې مو په مغزو د غنې (ازغي) په څیر نښلي، نو دومره خو وکړئ چې په کلي د مشر اخـ.ـوند صیـ.ـب له لاسه د روآیتونو دا ګډوډ ژیړ کتاب راواخلئ، او خلکو ته بیرته قرآنکريم د یو څو کلونو پورې په لاس کې ورکړئ. او که دا اجازه نه شئ ورکولای نو دومره خو ورکړئ چې کلیوال په خپلو کورنو کې تر یوه کاله پورې د فقهو او روآیتونو پر ځای صرف، او صرف د څښتن تعالی ج مقدس کلام پرته د بل هر کتاب د ګډون او ملاوټ څخه واوري، ځان پرې پوهه کړي، او په خپل ځان او خپله کورنۍ یې صرف يو کال او يا د يو څو مياشتو پورې عملي کړي.
اخـ.ـوند صیـ.ـب! ستاسو څخه ژیړ کتابونه چا وړي دي، خو که د څښتن تعالی ج کتاب خوند ونکړ، او کلی يې د کامیابۍ په لورې سوق نه کړو، نو بيا بیرته تاسو خپل ژیړ کتابونه په لاس کې ورکړئ، او قرآنکريم بیرته داسې په ټوټو کې پيچلی کیږدئ لکه دا اوس چې پروت دی😥 او فقهې او رویتونه مو پرې بیرته راج کړئ.
— ادامه لري….
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (او تاسو هم د حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment