زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/24/23

د قرآن د تدبر پايله دا دې چې هر تشويش مو ليرې کوي


د قرآن د تدبر پايله دا دې چې هر تشويش مو ليرې کوي، هرې پوښتنې ته مو ځواب درکوي. له کلونو کلونو مونږ اورو چې که آدم عليه السلام له ونې خوراک نه وو کړی نو مونږ به اوس په جنت کې وو.
خو تاسې لږ ځير شئ، که جنت د آدم عليه السلام دايمې استوګنځای وای نو ايا ابليس به پدې توانيدلې وای چې هغه پدې‌ خبره تير وباسي چې که له دې ونې وخورې نو جنت به ستا دايمي ځای وګرځي؟
ولې داسې آيتونه زمونږ له سترګو پناه دي؟ حال دا چې هر يو په کور کې قرآن لرو، ولې مونږ هڅی نه کوو تر څو د څښتن تعالی کلام ته وخت ورکړو ؟!
"بيا شيطان هغوى ته وسوسه وکړه، تر څو هغوى ته هغه عيبونه [ چې د دوی ترينه بد راځي] وښايي، هغو ته (ابلیس) وويل: "ستاسي رب چي تاسي له دې وني څخه منع کړي ياست، ددې لامل له دې پرته نور څه نه دی چي تاسي پرښتې نه شئ، يا تاسي ته د تل لپاره ژوند درپه برخه نه شي."
#كليم

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ