زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

6/23/23

پښتو نړیواله ورځ!

 د پښتو نړيوالې ورځ په مناسبت!

زما په څېر زما ساده پښتنو کليوالو! امام حنبل (رح) خو به پيژنۍ که نه؟ د حنبلې مذهب امام دی چې په ۱۶۴هجري کال د بغداد په ښار کې پيدا شوی وو، يانې ده د عباسيانو د خلافت په اولنۍ دوره کې د ﺍﻟﻤﻬﺪﻱ، ﺍﻟﻬﺎﺩﻱ، ﺍﻟﺮﺷﻴﺪ، ﺍﻷﻣﻴﻦ، ﺍﻟﻤﺄﻣﻮﻥ، ﺍﻟﻤﻌﺘﺼﻢ، وﺍﻟﻮﺍﺛﻖ، او د ﺍﻟﻤﺘﻮكل په دوره کې ژوند کړی وو، که تاسو په ده (رح) باندې د وخت د خليفه ظلمونه وګورئ سترګې به مو له اوښکو، او غريو به مو د ژړا څخه ډک شي، دې په دورو وهل شوي دې، هغه جلاد چې دې يې په دورو وهلې وو، هغه به ويل که ما فيل هم په دغه دورو وهلې وايې، نو راپرېوتې به وو، دې څو کاله د خليفه په حکم بندي شوی هم وو، او کلونه د جمعې لمانځه ته د تللو څخه هم منعه وو. دده (رح) د وخت د يو بل اخـ.ـ وند "ﺃﺣﻤﺪ ﺑﻦ ﺃﺑﻲ ﺩُﺅَﺍﺩ" په خوله د خليفه مأمون په سرپرستۍ کې دې (رح) ډير وځورول شو، په کومه خبره چې دې وځورول شو، دغه مسله په فکري لحاظ سره دومره ژوره ده چې د نن وخت اکثره مفتيان، او چڼي مڼي پرې يا نه پوهيږي، يا پرې حتیٰ بحث نه شي کولای، که باور مو نه راځي د خپل کلي د اخـ.ـ وند څخه پوښتنه وکړئ چې امام (رح) د مأمون له خوا ولې ځورول کيده، خلیفه ترېنه کومه فتوا يا ځواب غوښتلو، او خليفه په دغه کار سره څه ته لاره خلاصول غوښتله. دده د فکر سويه دومره پورته وه چې په تفصيل سره ليکل ماته دا ليکنه ډيره اوږدوي، خو زه باور لرم چې د خپل اخـ.ـ وند په نیمګړي ځواب سره به تاسو ګنګس پاتې شئ، او خپله پلټنه به شروع کړئ. 

دده سره په ډنجن يا زندان کې يو غل بندې وو، امام (رح) ته هغه غل وويل چې زه خو غل يم، غلا يانې زه د شیطان په لاره کې په خپل عمر په زرهاوو دورو وهل شوي، ايا ، نو ته اوس د الله تعالی ﷻ په لاره کې دورې نه قبلولې، همدغه خبره وه چې ده ته يې د حق لپاره د زحمتونو د برداشت حوصله ورکړه، او د دورو وهلو په وخت کې به يې د خولې څخه اوف نه وتلو.

   

ددې عظيم انسان قيصه مې ځکه وليکله چې تاسو به په اردو، ترکې، او عربي ژبه کې دده دا لاندې خبره ډيره لوستلي وي، خو ما ستاسو لپاره د هغه دغه مشهور قول د پښتو د ورځې په مناسبت ښایسته پښتو ته وژباړو.


وایې يو وخت کوم خليفه د امام احمد بن حنبل (رح) څخه د ديني مدرسو په اړه د هغه نظر وپوښته، نو هغه (رح) ورته وویل چې: هر شاګرد ته لازمه ده چې په مدرسه کې د ديني زده کړو ترڅنګ د يوه مهارت يا د دنياوي مسلک زده کړه هم وکړي، که کوم شاګرد د مسلکي زده کړې خبره نه منله، نو په مدرسې کې داخله مه ورکوئ. خليفه ورڅخه ددې کار لامل وپوښت چې مسلکي زدکړې ولې؟ امام حنبل (رح) ورته وويل چې: که د مدرسې شاګردان د‌ دیني پوهې ترڅنګ يو مهارت هم زده کړي، نو خپل مهارت به وپلوري. که نه، نو د دين پلورل به خپل مسلک، يا مهارت وګرځوي.

   

زما ښايسته پښتنو کليوالو! څنګه تاسو ته خو په خپله سيمه کې کوم پښتون دين پلورونکی درياد نه شو؟ او د امام (رح) د خبرې ارمان خو سلهاوو کاله بعد نه کوئ؟


ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، او کلیوال،

#پیر‌بنده‌فقیر

No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ