د نارينوو د جنـ ـسي هوس لپاره په مـ ـذهبي کتابونو کې حورې، وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې ته يوه لنډه کتنه!
هره يوه وجه چې وه! خو مونږ ته د مخکینیو مـ ـذهب تشريح کونکو په خولې، او له هغو څخه په ثابتو راپاتې تاريخي کتابونو کې وينـ ـځې او کنيـ ـځې داسې نه دي تشريح شوي لکه څرنګه چې د څښتن تعالی ﷻ له اړخه د هغه په مقدس کتاب کې تشريح شوي دي. په قرآنکريم کې د نرانو د وينـ ـځې، او کنيـ ـځې لپاره دا کلمه کارېدلې ده: "مَّا مَلَكَتْ أَيْمَـٰنُـكُم" ښه ورته ځېر شئ "أَيْمَـٰنُـ👈كُم". او د مېرمنو د وينـ .ـځې، او کنيـ .ـځې لپاره هم هوبهو همدا کلمه کارېدلې ده: "ما مَلَكَت أَيمانُـهُنَّ" بیا ورته ښه ځېر شئ "أَيمانُـ👈هُنَّ". پام مو وو چې د جنسيت يا د جنډر د ضمیر پرته په اصل کې دواړه ټکي يانې (أَيمانُ) هماغه یو ټکی دی؟ خو دا چې ولې د هماغه یوه ټکي مانا مخکينيو مـ ـذهب تشريح کونکو د نارېنو لپاره جلا کړې وه (یانې په سوونو مېرمنې، او نجونې د نرانو د جـ ـنسي هوس لپاره روا ګرځول)، او ولې یې د مېرمنو لپاره مانا جلا کړې وه (یانې هغه مـ ـریان چې دغه ښځې یې مالكانې شوي دي، له هغو څخه صرف د یوه سره واده کولی شي).
شاید چې دلته خبره تاسو ته لږه ګنګسه وي، خو په دې خبره به ستاسو سر هله خلاص شي چې تاسو د حـ ـورو په اړه په قرآنکريم کې درې ځله راغلی بحث ولولئ. مثلا د حـ ـورو په اړه دې راغلي آیت شریف ته که متوجه شئ: (إِنَّ ٱلۡمُتَّقِينَ فِي مَقَامٍ أَمِينٖ. ترجمه: بېشكه پرهېزګاران (انسانان) به په امن ناكه ځاى كې وي). بيا ددې پسې په درېم ایت کې د پرهیزګارانو انسانانو لپاره ویل شوي دي: (كَذَٰلِكَ وَزَوَّجۡنَٰهُم بِحُورٍ عِينٖ. ترجمه: همداسې به وي او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو، سرو حـ ـورو سره ملګري (یا جوړه) كړو). خو بیا مو هم دلته پام وي چې د څښتن تعالی ﷻ په قانون کې يو پرهېزګاره انسان نر هم کیدای شي، او يوه مېرمنه هم کيداي شي، دا چې ولې به يو پرهیزګاره نارینه انسان په جنت کې دوه اویا حـ ـورې لري، او ولې به یې یوه پرهیزګاره مېرمنه نلري؟ دلته هم لږ سوچ وکړئ. خود خپل سوچ په وخت دا نقطه په نظر کې ونیسئ چې آیا تاسو د الله تعالی ﷻ له طرفه راغلی دین بیرته په قرآنکريم کې لټول غواړئ، او که د خلکو د جوړو مـ ـذهبي روآیتونو لپاره قرآنکريم هم د هغې مطابق ګرځوئ؟ دا ډیره مهمه پوښتنه ده. مثلا:
مونږ تل کوښښ کوو چې د زکات یا لمانځه لپاره د قرآنکريم هغه لمونځ ومنو چې د هر مـ ـذهب ویونکي ته یې د هغه مـ ـذهب وایې، مګر دا هیڅکله هم په خپل فکر کې نه راولو چې که لمونځ د څښتن تعالی ﷻ له طرفه فرض وي، نو هغه ﷻ به د لمونځ، یا زکات، یا میراث په اړه مکمل هر څه واضحه کړي وي، ځکه هغه ﷻ خو وایې زما کتاب ما بیرته دعاقلانو لپاره په پوره توګه تشریح کړی دی، او بیا مې بېرته بیان کړی دی، او بیا په کې ما ایتونه قلف یا لاک کړي دی. هغه خلک چې د روآیتونو په مرض اخته دي د هغو سره دا بحث نه کیږي، ځکه هغو د څښتن تعالی ﷻ دغه خبرې نه مني، او نه پرې ایمان لري، هغو فورا وایې دا مونږ چې د مذهب په رڼا کې څرنګه لمونځ کوو، ژر شه دا په کې اوس راپیدا کړه، دا رکعتونه، دا استجاء، دا ذِکر، دا تسبیح، او دغسې ډیرې پوښتنې راپورته کوي چې په ډیر مهارت سره د خلکو، او د قرآنکريم ترمینځ فاصله ایجاد کړي، بیا خلکو ته صرف هغه څه ویل غواړي چې ددوئ روآیتونه یې وایې، نه هغه څه چې څښتن تعالی ﷻ ويلي دي، دا خلک په دې کار سره که له یو طرفه د څښتن تعالی ﷻ د کتاب څخه منکر دي، بل طرف ته د پوښتنه کونکي لپاره د منکر حدیث، یا منکر فقه، یا منکر روآیت ټاپه هم په لاس کې لري.
خو په اصل کې خبره داده! دا چې يو طرف ته الهي دین د مـ ـذهب په نوم سره د نرانو له طرفه تشریح شوی دی، او بل طرف ته یې خپلې مذهبي طريقې په کې ښې یادې کړې دي، تاسو به ډیر ګورئ چې یو خو به د څښتن تعالی ﷻ د کتاب سره مـ ـذهبي موازي دین په ډيره فاصله کې پروت وي، او بل طرف ته به مـ ـذهبي موازي جوړ دین د ښځو سره تل په ظلم، او زیاتې کې هم واقع وي (که باور مو نه راځي په انساني تاريخ کې چې کله هم د پښتنو په سيمه کې فقهي، يا مـ ـذهبي نظامونه حاکم شوي دي، که کتابونه مطالعه کړئ، نو پيدا به کړئ چې دوئي تل مېرمنې د تعليم، کار، سفر، او حتیٰ په شکر ناروغه مېرمنې يې هم پارک ته د خپل صحت د ښه کولو لپاره له قدم وهلو څخه منعه کړې دي) که د خپلې سیمې تاریخ نه شئ پیدا کولی نو د فاطميينو د خـ .ـلافت څخه د شپږم خليفه "الحاکم بامر الله" تاریخ ولولئ، هغه د خپل تسلط لاندې د مفتـ ـیانو په فتـ ـوو سره وکړی شو چې په ښځو ژوند دومره تنګ کړي، چې موچيانو (پېزارګنډونکو) ته يې فرمان (فتـ ـوا) صادره کړه چې ښځو ته بوټان او چپلکې نورې جوړې نکړي، او له ښځو څخه يې شته بوټان، او چپلکې راټولې کړې تر څو بهر ونه وځي. مطلب مې دادې چې ډیر څه مونږ ته د خلفاوو، یا تیرو مـ ـذهبي مفتیانو څخه یا په مـ ـذهبي کتابونو کی، او یا په تاریخي کتابونو کې راپاتې دي، خو ددغه خلکو دغه خبرې نه د رسول اکرم (ﷺ) وې، او نه یې د قرآنکريم د صریحو ایتونه سره سر خوړولو. دا مونږ وو چې د مـ ـذهب په نوم سره مو هماغه زاړه روایتونه، او فتوې راخپلې کړې چې نن مو په پښتنه ټولنه کې د مېرمنو سره هر یو بد چلند مونږ ته د دین یوه برخه، او د یوه ستر ثواب کار ښکاري، متاسفانه.
د اموي، او عباسي دور تېرو مـ ـذهبي مشرانو ښه کارونه یوازې مونږ نه بلکې حتیٰ په غرب کې هم په ښه نوم یادیږي، خو بل طرف ته هغو چې د خپل واک، او سیطرې لپاره څه کړي وو، او بیا یې د مـ ـذهب برخه ګرځولې وه، نن ترېنه یو یو اسلامي هیواد انکار کوي، ما سوا زمونږ د سیمې د مـ ـذهبیانو څخه، چې په اصل کې دغه ټول مـ ـذهبي تشدد د اموي خـ .ـلافت څخه سرچينه اخلي. د اموي، او عباسي خـ .ـلافت په وخت کې د جوړو فقهو، او روآیتونو يا د هغه وخت د مـ ـذهبي موازي دین د برداشت مطابق حـ ـورې صرف د نرانو د شـ ـهوت، او د جنـ ـسې غریـ ـزو لپاره وې، لکه څرنګه چې هغو د حـ ـورو د غلط تفسیر پرمټ په هاغه بله دنیا خپل جنګیالي خوشحاله کړي وو، نو همداسې یې د خپلو مفتیانو په فتوو سره په دې دنیا ورته د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په غلط تفسیر سره د خپلو جنګیالیو جنسي هوس تنده هم ماته کړې وه. که یو طرف ته دغه ډول ټول! وو ټول روایتونه، حدیثونه، او قیصو ته تر ننه د علم الحدیث علماء ظني روآیتونه وایې (ظني یانې په ګمان ولاړ، چې دا صرف یو ګمان دی، کره کتنه یې نه ده شوې، او په حقیقت نه دي ولاړ) خو بل طرف ته ترېنه نورو مـ ـذهبي روآیتونه جوړ کړل چې په مرور د تاریخ کې ورته استـ .ـخباراتـ .ـي روآیتونه وویل شو.
استـ .ـخباراتـ .ـي مـ ـذهبي فقه، یا استـ .ـخباراتـ .ـي مـ ـذهبي روایات یانې څه؟ یانې کله چې د وخت حاکم، يا پاچا ته د جنګیالیو سخت ضرورت وي، خو که خلکو جنګ نه غوښتو، نو بیا ځوانانو ته دا ډول (دنیاوي، او اخروي جنـ ـسي) سهولیات برابرول کیږي، خو په مـ ـذهبي ټولنو کې تل د يوه ناوړه کار د جواز لپاره بايد حاکم، يا د حاکم پلوه آخوندان هر څه د فقه، روایت، ضعیف حدیث، او د وخت د امام په خوله یا په يوه جوړې کړې شوې فتوې يا روايت سره روا وګرځوي. کټمټ لکه څرنګه چې د افغانستان په تيرو څه کمو پنځوسو کلونو د انسانانو هر ډول وژ ل په مختلفو ډولونو سره روا وو، يا لکه د هر ډول عام المنفع پروژې ړنـ ـګول چې روا، او د ثواب کار وو، دا څه چې پرون په افغانستان کې د مـ ـذهبي فتوو تر سيوري لاندې کيدل يا کيږي، دا قيصه په هاغه وخت کې هم وه، هاغه وخت کې د باچا پلوه استـ .ـخباراتـ .ـي آخوندان وو چې هره ناروا يې روا ګرځوله. باور مو نه راځي؟ نو دا واورئ! يو وخت د پښتنو په سيمه کې په پښتنو باندې، د پښتنو د مـ ـرګ لپاره د نورو هیوادونو د بـ ـې پيلوټه الوتکو حمـ ـلې کيدلې. د وخت د حقـ ـانیه د مـ ـدرسې څخه چې د وخت د مفتي، عالم، او یو ډیر ستر مولانا چې فضل الرحمان نومېده تر کنټرول لاندې وه، دغه اکثره مـ ـذهبي جنګیالي د هغه د ګوند د مکمل حمایت، او د فکر تر سیوري لاندې ستر شوي وو. دغه دیو بندیانو د پښتنو په سیمه کې د ډرون حملې ښه کار نه ګڼلو، هم یې ددوئ جنګیالیو ته غټ خطر وو، او هم یې عامو کلیوالو ته خطر وو. کله چې مـ ـذهبیان په پښتنه سيمه باندې حاکم شو، خلکو ته په کره شواهدو، او د وخت په جیو تلويزيون کې ښکاره شوه چې همدغه مولانا فضل الرحمن وو، چې خارجي قوتونو ته يې په پښتنه سيمه، او د خپلو فکري جنګیالیو، او د پښتنو د مرګ د تاييد لپاره د بیروني قوتونو سره د ګاونډي هيواد د استـ .ـخباراتـو په مرسته لاسليک، دستخط يا امضا کړې وه چې د ډرون حملې دې په پښتنه سیمه کې کیږي، خو د وخت د حاکم په صوبه يا ولايت کې دې نه کیږي. نو مطلب مې دادې چې دا يواځې امويان، يا عباسيان نه ول چې دین يې د موازي مـ ـذهب په نوم سره د خپلو موخو، د مال راټولولو، د ساحې د اوږدولو لپاره کارولی دی، دا لړۍ په یویشتمه پیړۍ کې هم روانه وه. بيا په خپله سیمه کې د خپلو هیوادوالو د امن په خاطر د هغه وخت د مکې مکرمې أمام الكلباني خپلو خلکو ته ويلي وو چې هیوادوالو پام مو وي چې استـ .ـخبارات کوم نوي څه نه زیږوي بلکې هغو تل د روآیتونو څخه زاړه مواد په نوې بڼې سره ستاسو د زپلو لپاره کاروي. عربان هوښیار خلک وو، د تنویریون، قرانیون، نوې نهضت، عرب سپرنګ، او په ورته ډيرو نورو نومونو سره یې خلک په خپلو رسنیو کې راښکاره کړل چې خپله ټولنه د ګډوډو فقهو، او روآیتونو د بدبختۍ څخه وژغوري. خو بل طرف ته د وخت پښتانه ول چې نوې فکر، او یوازې په قرآنکريم او د رسول اکرم (ﷺ) په صحیحو احادیث یې اکتفا نه کوله، بلکې ددوئ په مـ ـذهب کې چې به د مفتي په خوله کوم څه صحیح ګڼل کیده، هغه به يې صحیح ګڼل، ولو که نورو مسلمانانو به ورته د صحیح ګمان نه کولو.
بېرته راځم خپلې خبرې ته! د قرآنکريم خطاب، او خبره له دغسې مردارو جنـ ـسي وحـ ـشتونو څخه تل پاکه ده، مثلا د قرآنکريم دا برخه چې وایې: ته ووایه دوئي ته اي زما پیغمبره: تاسو راشئ چې زه ولولم هغه څه چې ستاسو رب پر تاسو باندې حرام كړي دي، دا چې تاسو....: وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلۡفَوَٰحِشَ... د بې حیایۍ (د فحاشۍ پټ او ښکاره) كارونو ته (هیڅکله، او په هیڅ ډول) مه نیږدې كېږئ. (په قرآنکريم کې فحاشۍ شپږ دي چې له دغو شپږو څخه یې یوه زنا ده، چې د جنګي وينـ .ـځې، او کنيـ .ـځې سره کوروالی، یا د اتلس کلونو څخه کښته ماشومو نجونو سره کوروالی په فحشا کې هم راځې، او په زنا کې هم، او د متمدنې نړې د قوانینو خلاف کار هم دي). فحشا، او بیا زنا بالجبر په قرآنکريم کې په محرماتو کې راځي، یانې زنا، او د فحشا شپږ ډولونه یو ډیر ناوړه، او حرام کار دی. خو که تاسو د روایتي اخـ.ـ وند څخه پوښتنه وکړئ چې واده خو په معین عمر کې کیږي، او واده د دوو طرفینو په رضا سره کیږي، نو اوس دا د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې قیصه څه ده، دلته خو رضا نشته؟ او که دا هم ورته ووایې چې په وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې جوړولو سره خو دلته د یو انسان ناموس ته سپک وکتل شو، او هم جنـ ـسي اړیکه پرته له رضا څخه ونیول شوه، دلته خو رېپ او جبر وشو، دا نو څنګه چل شو؟ او که ورته ووایې چې: الله تعالی مونږ (ددې ټولې نړۍ انسانان) له يوه نفس څخه پيدا کړي ياستو او له هغه [ نفس] څخه يې جوړه ګرځولي یو تر څو ورسره سکون او آرامتیا ترلاسه کړو...الأعراف ۱۸۹. نو که پام وکړئ دلته الله تعالی ﷻ د واده، یا د شرعي جنسي اړیکې، یا د شرعي کوروالې کولو لپاره معيار [د زړه سکون] ګرځولی دی، خو د ماشومې نجلۍ، او د بل ښځینه انسان څخه په جبر سره وينـ .ـځې، او کنيـ .ـځې جوړول د زړه سکون نلري، بلکې د جبر، او تشدد یو ناوړه، منفور حالت وي. نو دا د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې اوس څه قیصه شوه؟ اخـ.ـ وند به یا د قرآنکريم هغه ایتونه چې وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په کې د (نر او ښځې لپاره یوڅیر یادې شوي دي لکه ما چې پورته وویل څخه خبره بل طرف ته، او پرته له قرآنکريم څخه د انسانانو خودساخته بل کتاب ته چې په ګمان ولاړ دی راکاږي چې دوئ ورته روایتونه، فقهې، او فتوې وایې). او يا که اخـ.ـ وند ته ووایې چې اخـ.ـ وند صیب د د واده عمر چې هغه په قرآنکريم کې "رشد" دی یانې عقلي او فزیکي رشد دی، ولې د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې، او مسلمانې ماشومې نجلۍ په حق کې زیاتې کیږي، او په ډیر کم عمر کې ورسره واده کیږي، نو اخـ.ـ وند به بیا هم د قرآنکريم پر ځاي بل خودساخته د فقهو، او روآیتونو په ګمان ولاړ کتاب ته خبره وړي).
د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په اړه ستاسو فکر، برداشت، او خبره د هغه شیـ ـطاني مـ ـذهب په چوکاټ کې (چې په خودساخته ګماني فقهو، او روآیتونو ولاړ مـ ـذهب دی) کې سمه ده! خو په الهي دین، او د ایتونو پرمټ په ولاړ دين کې یانې په قرآنکريم کې وينځې په دغه شکل نشته لکه مونږ ته چې څرنګه ويلی شوي دي، مونږ د تل په څېر د امويانو، او عباسیانو په ترجمه، او روایت غلط کړی شوي ياستو.
وو! یو ځلې بیا هم وایم چې په قرآنکريم کې د حـ ـورې ټکی هم شته دی، او د وينـ ـځې ټکی هم شته دی، خو د نر لپاره هم دي او د ښځو لپاره هم، د کوروالي، يا جنـ ـسي تشدد لپاره هیڅکله نه دي، د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې سمه مانا (ستاسو د لاس لاندې ستاسو هغه احسانمنده غریبه طبقه خلک دي چې ستاسو په ټولنه کې وي).
که د وينځي خبره په دغه شکل سره وي لکه څرنګه چې يې اخـ.ـ وند د خپلو انساني کتابونو څخه کوي، او دا خبره بیا په رېښتیا سره څښتن تعالی ﷻ کړي وي، بیا نو هغه ﷻ د خپلو بندګانو په مینځ کې، او د مخلوقاتو لپاره یو منصف، او عادل ذات نه شو (نعوذ بالله ثم نعوذ بالله)، دا ټولې د خلکو شیـ ـطاني ترجمې دي، د قرآنکريم په قرآنکريم سره ترجمه، او تفسیر نه دی.
اوس به کوم ناخبره چڼی لیکي چې نه دا سړی خو له احادیثو څخه منکر دی، او وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې یا حورې خو به نبوي احادیثو سره ثابتې دی. دغه ورور ته دوه خبرې کول غواړم: اول که لګه سمه مطالعه وکړي نو پیدا به کړي چې دغه ټول روآیتونه ظني الثبوت دي، یانې په ګمان ولاړې دي. دویم دا چې ایا ددې نړۍ ټول مسلمانان الله تعالی ﷻ مني که نه؟ ضرور به یې مني، ایا رسول اکرم (ﷺ) به د یوه پیغمبر په حیث مني که به یې نه مني؟ ضرور به یې مني، ایا قرآنکريم به د څښتن تعالی ﷻ مکمل او مقدس کتاب ګڼي که به یې نه ګڼي، ضرور به یې ګڼي. په دې خبرو د ټولو مسلمانانو سره اتفاق دی، که هر څوک په دغه کې یوه هم نه مني، نو مؤمن کیدای نه شي. ښه دغه پیغمبر (ﷺ) چې خپل ژوند تیر کړی وو، خامخا به يې څه ویلي وي، څه به یې کړي وي، په څه به یې امر کړی وو، د یو څه څخه به نهیې کړې وه، نو که که څوک یې د خبرو څخه نکار کوي هغه هم سم مسلمان نه دی، خو کومه خبره؟ ایا هغه خبرې چې په ده (ﷺ) باندې په مذهبي کتابونو، او روآیتونو کی تهمت، او بهتان تړلی شوی دی، او که هغه خبرې چې د نړۍ ټول مسلمانان (اهل سنت، اهل تشیع، اباضیان، صوفیان، خوارج وغیره) ټول پرې سره متفق دي. هغه (ﷺ) ته چې منسوب خبره یواځې زمونږ د اهل سنتو په کتابونو کې وي، او صرف مونږ یې صحیح بولو دا د ټول عالم اسلام سره يو ډول ظلم دی، او هغه خبره چې د اهل تشیعیو یا اباضیان، یا د نورو ډلو په کتابونو کې وي، او ټول مسلمانان پرې سره متفق نه وي، دا هم په خپل ذات کې د هغه (ﷺ) سره ظلم دی. د رواي، او سند څخه وروسته د یوه صحیح حدیث تعریف دادی چې اول دغه حدیث د قرآنکريم تر سیوري لاندې مزل وکړي، یانې د قرآنکريم خلاف نه وي لکه د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې یا د حـ ـورو لپاره جوړ په ګمان ولاړ روایتونه، دویم دا چې پر دغه حدیث د ټول عالم اسلام مسلمانان سره متفق وي، ځکه هغه (ﷺ) یوازې د اهل سنتو نه بلکې د ټولو مسلمانانو پیغمبر وو، او که د هغه (ﷺ) کره، او پښه خبره یې وبولي لکه د نیکو کړنو سنت چې د اسلام هره یوه ډله يې حتمې سنت ګڼي، او ټول په دې باور دي چې رسول اکرم (ﷺ) اول د ښو اخلاقو خاوند وو، او بیا پیغمبر شو، دغسې احادیث چې ټول عالم اسلام یې د یو بل سره مني صحیح احادیث دي، که د مسلمانانو یوه ډله یې هم نه مني، نو دغه ډول احادیث د پوښتنې وړ دي.
تاریخ ګواه دی چې د روآیتونو په نوم سره زمونږ په سیمه زمونږه هره بدبختي، او تشدد زمونږ د فقهو، روایتونو، او غلطو ترجمو څخه سرچېنه اخلي. مثلا زمونږ د مـ ـذهبي کتابونو اموي روايت وایې چې: زناکاران تر مرګه پورې سنګسار او په تیږو سره وولئ چې مـ ـړه شي. ښه ولې؟ ځکه چې دغه په تیږو سره د مـ ـرګ کار ویره خپروي، کله چې ویره خپره شي خپل هر یو مخالف پرته لدې چې د توبې چانس ورکړل شي لمنځه وړل کیږي. او قرآنکريم وايي: د زنا کارانو لپاره (سنګسار او د تيږو مرګ نه بلکې) دورې وهل دي ځکه دغه ګناهګار د چا سیاسي مخالف نه بلکې د څښتن تعالی ﷻ بنده دی، او هغه ﷻ بار بار خپلو بندګانو ته د توبې چانس یا موقع ورکوي. اوس که دا د سنګسار روآیت سم وي، نو پام مو وي چې د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې سره اړیکه نیول بيا هم د زنا په ټولو شرطونو برابره ده. یا مثلا اموي روآیت وايي: د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په نوم سره هره يوه فحاشي او زناکاري روا ده. او قرآنکريم وايي: هر ډول ښکاره او پټې فحشا ته مه نیږدې کیږئ (او په هیڅ انسان جبر او ظلم مه کوئ).
ددې سیمې په فقهي یا روایتي جوړ مـ ـذهب کې یوازې د بل په میرمنه ظلم نه وي، بلکې دا مذهبي ظالمان د متعی، او المسیار یا د خوند لپاره د خپلو مـ ـذهبي مېرمنو سره هم موقته نکاح کوي. دا هغه ډول نکاح ده چی يو مسلمان سړی يوې مسلمانې میرمنې ته د کور والي لپاره پیسی ورکړي، خو موده يې د زنا څخه اوږده وي لکه هفته، میاشت یا ربع. دا ډول نکاح په مسافرت کی کیږی. شیعیه وروڼه یی هم کوي، او اکثره عرب شیخان ورونه یا مالداره اهل سنت مسلمانان د المسیار دا ډول نکاح هم کوي. تاسو کولی شئ چې ددې خبرې د تصدیق لپاره "صحيح ابن حبان" وګورئ، یا د طبری په تفسیر کې "فَمَا اسْتَمْتَعْتُمْ بِهِ مِنْهُنَّ إلى أجل مسمَّى" د آيت تشریح وګورئ، او یا د خپلو مذهبي کتابونو لکه د بخاری، او مسلم روآیتونه په دې اړه هم وګورئ، هر څه به درته ښکاره شي چې دین څرنګه د فقهو، روآیتونو، او فتوو پرمټ د نرانو یوې خاصې طبقې د وينـ .ـځې او کنيـ .ـځې په نوم سره د خپل جنـ ـسي هوس لپاره تابع ګرځولی دی.
وَمَا عَلَيْنَآ إِلَّا ٱلْبَلَـٰغُ ٱلْمُبِينُ. زه کوم ملا، آخوند یا مفتي نه یم، زه ستاسو په څېر یو عام انسان یم، د څښتن تعالی ﷻ د کتاب سره مینه لرم، نو زما مسؤولیت یوازې پیغام رسول وو. (ځکه هغه اسلام چې ما پیژندلی دی، ډیر ښایسته دی، او تاسو هم ددغه حق لارې د پیدا کولو لپاره په څیړنې او پلټنې سره خپل مسؤلیت ادا کړئ).
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر
No comments :
Post a Comment