د څارویو په شان دي، بلكې دوئ (له دغو څارویو څخه هم) زیات په ګمراهۍ کې واقع دي!
زړور دی، خو د وېرې له کوره نه شي وتلی. باتور دی، خو تل دښمن راپرزولی. دینداره دی، خو حتیٰ شیطان هم ددغسې دیندارۍ څخه امان غواړي. غیرتیي دی، خو د وطن په خرڅلاو کې د بل سره مقابله کوي. پوهه او د علم په ګاڼه سمبال دی، خو د مکتب دروازی یې نه دي لیدلي، او په سیمه کی یې د علم، او پوهې کچه تر ټولو کښته ده. وطن مور ګڼي خو پر وطن غیرت کولو ته بيا مذهبي دلایل لټوي، په مېرمنو ننګ کوي، خو خپله خور په بَن ورکوي، خپله لُور د ولور په نوم خرڅوي، او شپیته کلن زوړ سړي ته خپله دولس کلنه ماشومه واده کوي.
له تیرو سونو کلونو راهسې همدا خبره روانه، خو نه دې تاریخ ليکي چې عبرت ترېنه واخلي، او نه له هغه څه عبرت اخلي چې په خپلو سترګو یې ګوري.
دداسې انسان په اړه څښتن تعالی ﷻ د سورت الأعراف په ۱۷۹ ایت شریف کی فرمایی چی: وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِّنَ ٱلْجِنِّ وَٱلْإِنسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَّا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَّا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ ءَاذَانٌ لَّا يَسْمَعُونَ بِهَآ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ كَٱلْأَنْعَـٰمِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُو۟لَـٰٓئِكَ هُمُ ٱلْغَـٰفِلُونَ. ترجمه: او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلک د څارویو په شان دي، بلكې دوى (له دغو څارویو نه هم) زیات ګمراه دي، همدغه خلک غافله دي.
او بیا د سورت الفرقان په ۴۴ ایت شریف کې فرمایې چې: أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ ۚ إِنْ هُمْ إِلَّا كَٱلْأَنْعَـٰمِ ۖ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلًا. ترجمه: ایا ته ګمان كوې چې په رښتیا د دوى زیاتره اوري، او یا له عقل څخه كار اخلي، دوى نه دي مګر په شان د څارویو بلكې (له دغو څارویو نه هم) زیات ګمراه دي دوى د لارې په لحاظ.
مطلب د څارویو، او حیواناتو څخه بدتر هغه څوک شو چې: غافله وي، له عقل څخه کار نه اخلي، زړه لري خو پرې نه پوهیږي، په سترګو حقیقت نه شي لیدلی، په غوږنو هغه اوري چې بل یې ورته وایې، د خپلی ټولنې اواز پخپله نه اوري، دغسې انسانان د څارویو په شان دي، بلكې دوئ له دغو څارویو څخه هم زیات ګمراه او بدتر دي.
ستاسو په درد دردمند، ستاسو خپل ورور، کلیوال، او پیر،
#پیربندهفقیر