زه کوم آخوند يا مفتي نه یم! خو د نظر خاوند یم.

Post Top Ad

Your Ad Spot

7/17/14

په افغانستان کې معلوماتو ته لاس رسۍ

په انټرنټي شبکه کې زمونږ (د دولتي رسنۍ) ځای

په افغانستان کې معلوماتو ته لاس رسۍ:

د معلوماتو له مخې افغانان مخابراتي او معلوماتي ټیکنالوژي په لاندي توګه کاروي او لاس رسۍ ورته لري:

۸۰ سلنه افغانان رادیو یا غږیزو رسینو ته لاس رسۍ لري.۵۴ سلنه افغانان ټلویزون یا انځوریزو رسنیو ته لاس رسۍ لري.۵۷ سلنه افغانان ګرځنده ټیلیفونونو ته لاس رسۍ لرياو ۵.۵ سلنه افغانان انټرنیټي رسنیو ته لاس رسۍ لري.سرچینې: موبی کپیټل او ورلډ بینک

د ۱۳۹۲ کال مخابراتي ارقام:اوس مهال په هېواد کې ۲۱ ملیونه او ۱۳۸ زره افغانان د ګرځنده ټلیفونونو څخه ګټه اخلي.۱۷۷ زره د سي ډي ام  ای (CDMA) له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.۳۸۰ زره افغانان د ۳جي (3G) ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.په افغانستان ۹۵ زره د ټیلیفون ځمکني لاینونه دي.۵۳۸۳ مخابراتي انټنونه یا اسټیشنونه دي.۸۸.۶ سلنه افغان وګړي د مخابراتي چوپړتیاو/خدماتو څخه ګټه اخلي.سرچینه: د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت

د انټرنټي رسنیو حجم

په کال ۱۹۹۱ کې یواځې یو ویب سایټ و، مګر په کال ۲۰۱۳ کې یې شمېر ۷۰۰ ملیونو ته ورسید.اټکل کیږي چې د ۲۰۱۴ کال د جون د میاشتې په ورستیو کې به د ویب سایټونو شمېره یو بلیون ته ورسیږي.یو ویب سایټ د څو ویب پاڼو مجموعه وي، چې نن ورځ د ویب پاڼو شمېر ۱۴.۳ ټرلیونو ته رسیدلې ده.د نړۍ په کچه مونږ ۱۳۲ ملیونه د شرکتونو پاڼې لرو، ۳۱۳ ملیونه د ډاټ نیټ، اورګ، ګوف او ډاټ کام پاڼې لرو.نن مونږ ۶۷۲ ملیارده جی بی - چی ۶۷۲ ایګزابایټ کیږی، ذخیره شوي معلوماتو ته لاس رسیۍ لرو.یواځې د ګوګل شرکت ۹ سوه زره انټرنیټي سرورونه لري، چې دا په نړۍ کې ترټولو لوﺉ سرور لرونکی شرکت شمېرل کیږي.سرچینه: ګوګل آی این سی Source: Google Inc 

فیسبوک او ټویټر:فیسبوک په افغانستان کې په ۲۰۰۴ میلادي کال کې په رسیمي بڼه په کار پیل وکړ، او تر دې دمه د نړۍ په کچه د فیسبوک د کاروونکو شمیره یو بلیونه تنو ته رسیږي، چې د نوموړې ټولنیزې پاڼې کاروونکي په افغانستان کې ۱.۳ ملیونه تنه دي، دپښتو او دري په ګډون د فیسبوک پاڼه د نړۍ په ۴۲ ژبو ژباړل شوې ده.په افغانستان کې په ټولیزه توګه د فیسبوک، ټویټر او نورو انټرنیټي ټولنیزو رسنیو کاروونکو شمیره ۲ ملیونو تنو ته رسیږي.فیسبوک د ګوګل څخه وروسته د نړئ دویم مشهوره او ډیره کتونکې پاڼه ده، چې په افغانستان کې ۵۰ سلنه کاروونکي یې په فعاله توګه په کرښه وي او هر یو افغان کتونکی په مینځ مهاله توګه ۷۰۰ دقیقې په میاشت کې په فیسبوک کې تیروي چې د ورځې ۲۲ دقیقې کیږي.د نړۍ په کچه په فیسبوک کې هره ورځ ۵۵ ملیونه بیلابیل لیکل شوي مطالب خپریږي او په همدې ډول ټویټر ۲۵۵ میاشتني فعاله کاروونکي لري چی هره ورځ ۵۰۰ ملیونه ټویټس/مطلبونه پرې خپریږي، ۷۸ سلنه یې د موبایل له لارې کاروي او څه د باندې ۳۵ ژبو ته ژباړل شوی دی.

تشه

د مخابراتو اوټکنالوژی وزارت د قانون او تړون پر بنسټ هر شرکت ژمن دی چې عامه خدمات/ټولنیزې آسانتیاوې په وړیاتوګه خلکو ته ورسول شي ، خو په خواشینۍ سره چې نن هره دولتي اداره د خپل پیغام د رسولو په موخه شرکتونو ته ډیره لوړه بیه ورکوي چې ځینې وخت د بودیجې د کموالي له وجې خلک ناخبره پاتې کیږي او یا د ډیر سخت ناورین سره مخامخ کیږي.د ښه پیغام رسولو په موخه د حل لارې:انټرنيټي اعلانونهد موبایل له لارې اعلانونه (اس ام اس پیغامونه) راډیويي او ټلویزیوني اعلانونهاو داسې نور.



No comments :

Post Top Ad

Your Ad Spot

ستاسو د خوښې د لیکنو غورچاڼ